دواخان مینه پال

دا څه وخت کېږي د کندهار د اطلاعات و فرهنګ رئیس دواخان مینه پال پسې یوه سلسله تخریبي آوازې اورم او اوس د هغه د تبدیلۍ خبره هم کېږي.

دا بېله خبره ده، چې د نوي کابینې تر اعلان پورې ټول چارواکې سرپرست دي او د مقررۍ یا منفکۍ صلاحیت نلري، خو هغه په اصطلاح فرهنګیان چې له دغه ځوان رئیس سره مخالفت او پروپاګند پسې کوي نو هم اشتباه کوي او هم بې انصافي.

د تېرو دیارلسو کلو پر ادارې فساد او بې کفایتي بحث کول نوره واضح او تکرار خبره ده خو د کندهار په شمول د هغو ولایتو په اطلاعات و کلتور ریاستو، چې زه خبر یم، او چې څومره بې کفایته او مزخرف ول، واقعاً باید د یوه با احساس، فرهنګدوست او وطنپرست انسان  زړه پر و دردېږي، دلته د دې مسلې د جزئیاتو بیان ضرور نه ګڼم خو د دوی په منځ کې مې د مینه پال غوندې بل باکفایته، فعال، په ژبه پوه، خوش سلیقه او باکرکټره رئیس نه دی لیدلی.

که څه هم په دغه دوران کې تر بل هر چا زیات د ادارې بې کفایتۍ او خیانت سرسخت مخالف او منتقد پاته شوی یم خو چې مینه پال یو متفاوت او استثنایي چارواکی دی او مخامخ مې درک کړی دی نو دا لویه ناځوانمردي راته ایسي که د هغه د بې ځایه ټکولو په صورت کې پټه خوله و اوسم.

د کندهار فرهنګیانو!

له مینه پال سره ښه اړیکي وساتئ ځکه هغه هم د غوره روابطو په ارزښت پوهېږي او هم یې هڅه کوي.

مینه پال د کندهار د اطلاعات و کلتور ریاست پزه ده، ستاسو کم نه دي په یاد، چې تر ده مخکې د دغه ریاست، حیثیت څه وو؟

مینه پال دغه ریاست د حیثیت څښتن کړ، یوه سلیقه او یوه طریقه یې پکښې رامنځته کړه، مخکې چې به کندهار ته کوم دروند فرهنګي مېلمه راغی، د ټیکي ځای به یې ورک وو، خو اوس هر مېلمه ته د مېلمه په سترګه کتل کېږي، درنښت یې کېږي او ستاسو او ستاسو د سیمې سر ورسره لوړ وي.

البته که ځینې کسان په دې خاطر له مینه پال سره اختلاف لري چې ولې یې د ویني ګروپ نه دی ورسره برابر، یا ولي دوی غوندې خیرن او بې سلیقې نه دی، یا ولي جدي، پرکاره او خوش برخورده دی، نو  دا د هغو خپل حق دی، مګر د واقعي با فرهنګه ځوانانو لپاره به ښه خبره نه وي چې له دغسې یوه جانانه ځوان سره سپک چلن کوي.

بیا یې ولاکه پیدا کړئ، له لاسه یې مه ورکوئ!.

One thought on “مینه پال له لاسه مه ور کوئ!!! / محمدیار یار”
  1. محمد یار یار صاحب سلام
    هیله ده چی د روغتیا جامی به مو په تن وي او سلامتی مو غواړم
    د زړه له تله می د خوښی وړ لیکوال، شاعر، روڼ اندي، زړه ور ، غښتلی او….. شخص يي او ستاسی په وړاندی د هیڅ ډول نیوکي حوصله نه لرم. خو دا در ته وایم چی د مینه پال دفاع به نه را ته کوي هغه پوه سه خپل يي کار او ته پوه سه او خپل دی کار
    زه دا ستاسی مسولیت نه بولم ، خپل مسولیت و پیژنه او پر هغه خپله پخوانۍ تګلاره دی ولاړ سه او دا کوچني مسایل پریږده . خپل قیمتي وخت مه پز ضایع کوه
    حتما یی ولوله او حتما جواب راکړه ځکه که ما ښه سم تحلیل نه وی کړی نو ذهن می را ته په عقلی او منطقی دلایلو روښانه کړه البته ستاسی په منطق او دلایلو
    ستاسی خواخوږی
    په مینه

ځواب ورکول مفتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *