مرکه کوونکی: ميوند ارين

د لوی افغانستان اونیزې له تکړه هنرمند او  شاعر اباسین سیلاب سره مرکه کړې ده هیله ده چې هنري تنده مو پرې خړوب شي.

میوند ارین: اباسین کله او د لوی افغانستان په کوم ولایت کې نړۍ ته راغلی دی؟

اباسین سیلاب: اباسین په ۱۹۸۸ کې د لوی افغانستان په کونړ ولایت کې خپل کلي شاه میر کوټ کې دنیاته راغلی دی.

میوند ارین: څنګه مو هنر ته مخه کړه؟

اباسین سیلاب: له هنر سره مې له ماشوموالي نه مینه وه خو وخت ته مو انتظار ویست کله چې راته لار هواره شوه نو ور ومې دانګل د هنر ډګر ته په راتګ مې یوازینۍ هیله دا وه چې وکولی شم د هنر له لارې خپل ولس او ژبې ته خدمت وکړم او نړۍ ته د پښتون اصلي څېره ورښکاره کړم چې موږ سوله خوښوونکي او پرتمدن مین خلک یو نه لکه دا کوم تصویر چي دپښتون قوم یو شمېر لیکوال او یو شمیر نورو خلکو وړاندې کړی دی.

میوند ارین: ډرامو ته چا وهڅولی؟

 اباسین سیلاب: ښه مې یاد شی ارین خان چې زه په درېیم ټولګي کې وم او زموږ په ښوونځي کې به وخت ناوخت ډرامې نندارې ته وړاندې کېدې او مایې له نندارې نه ډېر خوند اخست او هغه وخت مې ویل دریغه چې زه هم یو وخت د سټيچ په سر ولاړ ووسم او د یو لوبوبغاړي په  توګه راته خلک ناست او ماته لاسونه پړکوي نو پرهمدې اساس کله به چې په کور کې څوک نه و نو خپلې خونې ته به لاړم او هندارې ته به مې اکټونه له ځان سره کول نو ښکاره خبره ده چې په ژوند کې هدف ټاکل هدف ته سړی رسوي نو هغه وخت راغی چې د تلویزون په پرده راڅرګند شوم او ډرامې مې خلکو ډېرې خوښې کړې  سینما ته مې هم پلار او کورنۍ وهڅولم او ملګرو مې هم راسره ترخپله وسه مرسته کړې ده په دې ډګر کې چې چانه مې زده کړې کړي دي هغه د هېواد تکړه ممثل استاد ممنون مقصودي صاحب دی چې له زړه نه ورته هروخت دعاګانې کوم رب دی ښاد لري.

میوند ارین:  د هنرپه ډګر کې مو کوم یو خوښ دی سینما، که شاعري؟

اباسين سېلاب: خوښ مې ټول دي خو هنر او سینما مې خوښ خو شاعري مې هم ډېره خوښه ده.

میوند ارین: څنګه شاعر شوې؟

اباسین سیلاب: نه پوهیدم او اوس هم نه پوهیږم چې ولې مې له ماشوموالي نه له شعر او شاعري سره مینه وه خو کله چې ددې جوګه شوم چې لیک و لوست وکولی شم نو ګډوډ به مې چې څه ذهن  ته راغلل لیکل مې او له ملګرو نه به مې شعرونه اوریدل او خوند به مې ورنه اخست له شاعرانو سره مې بیخي زیاته  مینه لرله  دشاعر نوم اوس هم خوند راکوي پخوا به مې هم خوښیده همدې مینې له شعر سره اشنا کړم.

میوند ارین: ولې مو هروخت د زړه پراسمان دغم ورېځې خورې وي؟

اباسین سیلاب:  ددې پوښتنې په ځواب کې به دومره درته ووایم موږ چې واړه و نو پلار او مور همدارنګه مشرانو به مې د خپل هېواد تېرو جګړو کیسې کولې زه ماشوم وم نو هغه وخت به زه ددوی د خبر تراغیزې لاندې راتلم  چې زلمی شوم اوس هم همغه کیسې په ژوندۍ بڼه وینم په جنګ کې پیدا شوم په جنګ کې زلمی شوم او په جګړه کې به مرم د سولې ارمان مو پوره نه شو سولې او سوکالۍ ته سخت تږی یم هره شیبه راسره همدا پوښتنه وي چې ولې زموږ په هیواد کې سوله نه راځي یو ډول ګونګ غم مې په زړه واکمن دی نو پرهمدې اساس ستاسې په وینا تل مې دزړه په سکرین د غم تصویر ښکل شوی وي.

 میوند ارین: ولې دومره خوږ یاست؟

اباسین سیلاب: هاهاها خوږ خو نه یم ارین خان خوږ خو تاسې یاست تاسې غوندې خوږو ملګرو ته خوږ ښکارم کیدای شي دا ستاسې مینه او خوږ لني وي چې زه تاسې ته خوږ ښکارم

میوند ارین: ولې مو پیل له غمجنو سندرو وکړ؟

اباسین سیلاب: ما خپل ولس مطالع کړ چې په ډېرو کړاونو کې ژوند کوي او دردونه ورباندې تیریږي نو زه هم د خپل ټولنې اصلي تصویر وړاندې کوم که په سندرو کې وي که په سینما کې وي او اصلي انځور زموږ د ولس همداسې غمجن دی رب دی سوله راولي.

میوند ارین : مینه مو کړې که مین شوي یاست؟

اباسین سیلاب: مین یم او مینه مې کړې او مینه به کوم که ژوند و زما ولس و زما خاوره وه پرما به ګران وي او ترڅو چې ژوندی یم مین به وم

میوند ارین : ولې مو هېواد پرېښود؟

اباسین سیلاب: هیواد خو مې نه دی پريښودی هېواد او هېواد وال خو زما په زړه کې اوسیږي خو لږ ترینه لرې په دې خاطر شوم چې بې امني  وه د نامالومو خلکو له خوا ګواښونه راته ډېر شول چې باید له هنر نه لاس واخلم خو له هنر به لاس وانخلم نور دردونه او مینه مې د نړۍ له ټول انسانیت سره شریکه ده .

میوند ارین : مننه سیلاب صاحب چې له موږ سره مو دزړه خواله وکړه

اباسین سیلاب : مننه له تانه د لوی افغانستان د اونیزې له ټولو کارکونکونه چې زه مو ددې وړ وبللم او زما د زړه غږ مو له هېواد والوسره شریک کړ بیا هم سوله غواړم رب دې په ټوله نړۍ کې سوله راولي.

0 thoughts on “مین یم، مینه مې کړې او مینه به کوم- له اباسين سېلاب سره مرکه”
  1. graan wror seelab khana salamo alikum;you are nice pashtoon,young .you try to more study,
    this is trur we have financilae or economical problems,but in kuner province we got more famouse afghans like afghan said jamaluddin. docor kabir story,mirzmankhan ghazy we have manay saffy educated elders.try to study.love is good.but education and study is importent for us.
    be safe de huday pe amman

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *