تاند – په بامیانو ولایت کې د تاجکانو پرضد په منظمه توګه دسیسې جوړېږي او هڅې روانې دي چې دغه قوم له بامیانو څخه په منظمه توګه جارو کړای شي.
د هېواد له شمال څخه خپرېدونکی مېترا تلوېزیون چې د بلخ د سرزوري والي عطامحمد نور د لور په نامه دی او د نوموړي له خوا چلېږي وایي چې د تاجکانو پر ضد په بامیانو کې له قومي پلوه تبعیضي چلند کیږي، ځمکې یې نیول کیږي او هغوی ټکول کیږي.
مېترا تلوېزیون په بامیانو کې د تاجکانو د عدالت غوښتنې او برابرۍ د خوځښت د مسؤل محی الدین فرهمند له خولې وایي چې، د امین جان په نامه یوه تاجک هېوادوال چې له خپل ملکیت څخه یې د دفاع هڅه کړې وه د غاصبینو له خوا د هغه په ملکیت جوړېدونکي تهداب کې په ژوندوني ښخ کړای شو.
ویل کیږي چې تر دې مخکې، په بامیانو کې د تاجکانو د عدالت غوښتنې او برابرۍ خوځښت په کابل کې په همدې خاطر یو لاریون واېست چې په نتیجه کې یې د عبیدالله بارکزي په مشرۍ د ملي شورا یو هیئت د حقیقت د موندلو له پاره بامیانو ته ولېږل شو چې د ښاغلي فرهمند په وینا هلته یې په تاجکانو او پښتنو د جمهوري ریاست د پخواني مرستیال کریم خلیلي د پلویانو له خوا د شوي سخت ظلم او بلکه کفر خبره وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د بامیانو د ولایت مرستیال عبدالرحمان احمدي بیا وایي چې هېڅ داسې شواهد، اسناد او ثبوتونه نشته چې وښیي چې په بامیانو کې دې د چا ځمکه غصب شوې یا په چا باندې دې ظلم شوی وي او دا ټول څه چې ویل کیږي دا د سیاسي هدفونو له پاره دي.
د ۱۹۹۰مو کلونو په بهیر کې د هزاره ګانو او تاجکانو د دوه ډلو تر منځ په کابل کې خونړۍ نښتې وشوې چې هزاره ګان تر اوسه پورې هم هرکال د هغه وخت د نظار شورا د مشر قوماندان احمدشاه مسعود په امر د کابل په افشارو سیمه کې د شویو ظلمونو تلین لمانځي.
دا کار که پښتنو کړی وای اوس به نو غوغا جوړه وه او ټوله نړۍ به د امین جان په ننګه وه
میترا ښکرور دروغ وايي. تاجکان په بامیانو کې ۴۰ سلنه نه بلکې د له ۱۰ سلنې زیات نه دي.
ظالمان او د پردیو لاس پوڅی د افغانستان د ورونو قومونو له بی اتفاقی نه ګټه اخلی او یو یو مو وژنی .
په هرحال سره ظلم ظلم دی او د ظالم پرضد باید د افغانستان ټول قومونه سره یو شی تر څو د ظالم ټغر ورټول شی .