ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ورځې په اوږدو کې په منظم ډول د مېوې خوړل مو ستړیا له منځه وړي او د خوښۍ احساس درکوي، خو په موږ کې دود دا دی چې د ټولې ورځې مېوه په دوو وختونو کې، یعنې له ډوډۍ وروسته خورو.

د تغذیې د برخې مشهور متخصص نوروز حقي وایي، له ډوډۍ خوړلو وروسته د معدې ټول حجم اشغالېږي، معده ډکه او درنېږي، په دې وخت کې د مېوې خوړل د ګټې پر ځای ستونزې جوړوي، ښه دا ده چې له ډوډۍ یو یا دوه ساعته وروسته مېوه وخوړل شي.

دی همدا راز وایي چې د ډېری کسانو بدن له ډوډۍ خوړلو وروسته د خوږو خوړو ته اړتیا پیدا کوي، نو اړ دي چې مېوه وخوري، دوی ته سپارښتنه کېږي، د دې پر ځای چې هم یې پر معده فشار نه وي راوستی او هم یې په وینه کې د خوږو یا قندو مېزان ساتلی وي، ښه ده چې د همدې مېوو مربا وخوري.

نوروز حقي وایي، د ورځې په اوږدو او بېلابېلو وختونو کې د مېوې خوړل د وینې فشار کنټرولوي، د فکري کار لپاره انرژي تولیدوي او تر ټولو ښه ځانګړنه یې دا ده چې ستړیا له منځه وړي او د زیاتې غوسې مخه نیسي.

په ټوله کې مېوه د بدن لپاره ګټوره ده، خو بېلې مېوې په بېلو وختونو کې خپلې ځانګړې ګټې هم لري، په مېوه کې د بدن د اړتیا ټول مواد په اصلي شکل پیدا کېږي.

هغه کسان چې په منظم ډول مېوه خوري، د نورو په پرتله یې عمر اوږد، پوست یې ښکلی او خوشاله اروا لري.

One thought on “مېوه باید له ډوډۍ دوه ساعته وروسته وخوړل شي”
  1. سلامونه،
    یاره زه خو وایم چې افغانستان د دنیا تر ټولو ښې او خوژې مېوې لري.
    له دي نه چې مردارخورو پنجابیانو باندې ېې په کمه بیعه ولوروو، پخپله افغان وګړي ېې باید په مړه خیټه نوشجان کړي او دولت که ځانته اسلامي وايي ،اول دې د خپل رعیت صحتونو ته ځير شي ؛ آب در کوزه و ما تشنه لبان میګردیم!.
    په ځانګړې ډول امیندوارو میرمنو او ماشومانو ++ سپینږیرو ته…؛

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver Sapfi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *