د ژوند تر ټولو ستره هستي د ښه ملګري شتون دی، ښه ملګری  وټاکئ، تر څو مو کمۍ او خامۍ در په ګوته کړي، کوم څوک چې د ملګري په توګه وټاکئ، چې بیا ترپایه درسره مل وي، په ښه ورځ دې خوښي ولمانځي او په بده ورځ درسره غم وويشي.

په ژوند کې مې له ډېرو ملګرو سره ملګرتيا پاللې، خو د ملګرتيا په تاله کې به يې ورو، ورو خپل وزن له لاسه ورکول،   هغوی د ښې ورځې ملګري  او کله چې د ژوند له ستونزو او ننګونو سره مخ شوم، نو راپورې ويې خندل او په نيمه لار کې يې ستړی پرېښودم.

زما د ژوند تر ټولو ستر سبق همدا شو، چې د ښو ملګرو لټون وکړم، مخامخ درته خپلې نيمګړتياوې ښايي او په نشتون کې دې پر ستاينو نه مړېږي.

داسې ملګري ښايي ډېر کم وي، چې د ژوند ستونزو او کړاو ته دې يواځې نه پرېږدي، داسې ملګري چې خپله لوړتيا د ملګري په لوړتيا کې لټوي.

زموږ  د ټولنې فرهنګي خدمتونه نژدې پنځه کلونو ته  رسېږي او  ددغه ټولنې په فعاليتونو کې  نژدې ټول داسې مخلص ملګري راسره مله دي، چې له نېکه مرغه نن مو ډېری هدفونه لاسته راوړي او د نورو هدفونو د لاسته راوړنې لپاره خپلې هلې ځلې کوو.

لکه وايي، چې له يوه لاس څخه ټک نه خېژي، نو همدغه ډول د ټولنې کارونه هم د يو  يا څو کسانو کار نه دی، بلکې زيات شمېر ځوانانو ته اړتيا ده چې  خپل استعدادونه وښيي.

قدرت الله نرميوال  چې د کابل پوهنتون حقوق او سياسي علوم يې لوستي دي، پر ډېرو  دولتي او غير دولتي پوسټونو يې کار کړی دی، د کار کولو ځواک او توان لري.

 د کليوال ملګري ټولنې په جوړېدو کې يې مهم رول درلود،  قدرت الله نرميوال ډېر ښه ټولنيز عادتونه لري، پراخه حوصله لري، ډېر څه اوري، خبرې لږ کوي ، خو اغېزمنې خبرې کوي.

په هره موضوع کې لومړی فکر کوي، د فکر پرمت يې ټولې لارې چارې لټوي‎، بیا يې کولو ته مټې رابډوهي، قدرت الله نرميوال د ښې ملګرتيا ځانګړنه دا هم ده، چې خپل اړين کار به ورپېښ وي، خو د ملګري کار تر خپل کار لومړی کوي او

  د ملګرو بنډار پرې ښکلی وي.

الله ج دې د ښاغلي نرميوال په څېر د کار   سړي  ډېر کړي، همدغه ځوانان به راپېښو ستونزو ته د پای ټکی ږدي، ننۍ ستونزې د جګړې او ځواک  کار نه دی، بلکې د فکري وسلې په مټ به پر ستونزو بریالی کېږي.

که خبرې هرڅومره وليکم، بیا هم کم  دي، بس خبرې به د خوشال بابا پر دغه بیت رالنډې کړم، چې وايي:

لا به ډېر ګلونه واشي پدې باغ کې

د ګلزار د غوړېدلو يې اغاز دی.

3 thoughts on “ مېړني دي چې يادېږي/ مجيد ژړاند”
  1. مشر لرم مننه ژړاند صیب چی دکار سټی ستایی نرمیوال صیب دکار او منډی سړی ده خو ښ یم چی دنرمیوال صیب په څیر ملګری او

  2. څارنوال قدرت الله نرميوال رښتیا هم د ملګرتيا او مينې سړی دی، االله ج دې تل خوشاله او بريالی لري.
    په ژوند کې سړی له ډېرو ملګرو سره مخ کېږي، ډېری يې د لستوڼي ماران خيژي، خو ځينې د ګوتو په شمېر د ملګرتيا په ترازو برابر خيژي.
    څارنوال قدرت الله نرميوال يو له همداسې کسانو څخه دی، چې تل يې د ملګرتيا حق ادا کړی دی.

  3. څارنوال قدرت الله نرميوال رښتيا هم د ملګرتيا سړی دی، ما ته خو يې خبرې او بنډار سخت خوند راکوي، رب دې راته سرلوړی او هوسا لري.
    پر دې زيات خوشاله يوو، الله تعالی دې راته لري، د کار سړی دی.

ځواب ورکول بلهار جلالزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *