سنګین ولسوالي، په سنګین کې جګړو ۲۰۰ کورنۍ بې ځایه کړي

تاند- ملګروماتو په افغانستان کې د ملیونونو بېوزلو او د لوږې له خطر سره د مخامخ افغانانو لپاره د ۳۹۳ ملیون ډالره مرستې غوښتنه وکړه.

دا غوښتنه د ملګروملتو د بشري مرستو همږغوونکي مارک باودن او د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله نن /چهارشنبه/ د افغانستان له ملي راډیو تلویزیونه اعلان کړه.

عبدالله عبدالله وویل، د ۲۰۱۶ کال لپاره د مرستو دا غوښتنه د هغو ملیونونو افغانانو لپاره شوې چې خوراکي موادو، سرپناه، درملو، پاکو اوبو او نورو ضروري شیانو ته اړتیا لري.

عبدالله وویل چې هیله لري مرستندوی هیوادونه به د تېرو کلونو په شان د افغانستان له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.

افغانستان د نړۍ یو تر ټولو بېوزله هیواد دی او ډېر ځلي د زلزلو او سېلونو په شان له طبیعي يېښو زیانمن کېږي خو جګړو تر طبیعي پېښو هم زیات افغانان زیانمن کړي دي.

د جګړو د دوام له کبله په لکونو افغانان بې ځایه شوي، کورونه یې نړېدلي او د ژوند امکانات یې له منځه تللي دي.

3 thoughts on “م.م. د بېوزلو او بې سرپناه افغانانو لپاره د نژدې ۴ سوه ملیون ډالره مرستې غوښتنه وکړه”
  1. Another source of income for corrupted government officials and some MP’s, so they can spend the money on vacations in the US and Dubai instead of visiting their voters to solve their problems.

  2. عبدلله که د خپل ناقنونه دفتر مصرف بند کری دکچکول گرزولو نه به خلاص شو یوازی د هغه رحیمی خاین معاش په میاش کی دلس زره دالرو نه دیر دی

ځواب ورکول Tamanche mulla ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *