تاند- د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله وايي، وسله وال طالبان د ټولو دیني اصولو خلاف د روژې په مبارکه میاشت کې د ولس پر ضد جنګ، دښمنۍ او بزدلانه انتحاري حملو ته دوام ورکوي.

اجرايي ريیس عبدالله دا خبره وروسته له دې وکړه چې په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما له طالبانو وغوښتل چې د روژې په مبارکه میاشت کې جګړه ودروي خو وسله والو طالبانو د ملګروملتو دې غوښتنې ته ځواب ونه وایه.

ښاغلي عبدالله نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې تاکید وکاوه چې د امنیت ټینګښت د ملي یووالي د حکومت لپاره لومړیتوب لري او د هیواد وسله وال ځواکونه په درست افغانستان کې د طالبانو او ترهګرو په وړاندې د ملي نوامیسو او ملي حاکمیت د دفاع لپاره جګړې په حال کې دي.

طالبانو د تېرو کلونو په روژو کې هم د اوربند غوښتنې رد کړي او د افغانستان له حکومت سره د دولت د مشرانو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته یې د (نه) ځواب ویلی دی.

3 thoughts on “م.م. له طالبانو وغوښتل په رژوه کې جنګ ودروي – اجرايي رييس : طالبان دا کار نه کوي”
  1. اجرايي رييس : طالبان دا کار نه کوي
    خو په تفصیل کی برخلاف لیکنه ده !

  2. عبدالله عبدالله څومره دوه مخی او خاين دی هم يی په ميخ وهی او هم يی په نعل په حقيقت کی د سولی په راوستو کی پنجشيريان، شورای نظار، بيسواده رشيد دوستم، کريم خليلی، محقق او نور خنډونه اچوی او بايد وويل شی چی امريکايان، ايرانيان، پنجابيان، روسيه او نور ورسره يوځای په دی وحشيانه او پښتون وژنه کی ملګري دي

    پاچا

  3. م.م خو نور څه نه شي کولی صرف غوښتنې کوي او د خطر په نوم جګ جګ معاشونه اخلي. د ټول کومک د نیم نه زیات ددوی معاشونه دي او چې کله د افغانستان په شرق کې یوه وړه چاودنه وشي نو دوی په غرب کې وایټ سیټي اعلان کړي او دفترونه وتړي. که جنګ بند شي نو ددوی جګ معاشونه بندیږي نو ددې لپاره باید جنګ جاري وي.
    عبدالله ګیه ستاسو خو په جنګ کې خیر دی که داسې نه وی ته میک افی او ستا د یوې ولسوالۍ چې امکان لري ډیر زر یې مملکت کړئ چارواکي ددې لیاقت لري. پنکچرمینان او اوباشان اوس د نړۍ په سترو هیوادو کې تجارتونه او کورونه لرئ، ستاسو د برکته جوالیان او ټټۍ پاکي هم لوړ مقام لري. تاسو خو خپله ورانکارې ډلې لرئ تر څو امنیت ګډوډ او ستاسو مقام برقرار وي، مګر دا فکر مه کوئ چې تل به داسې وي، ډيرو ښو ځوانانو پدې هیواد کې ککرۍ وخوړې ستاسو نوبت هم رازي مګر زه ستاسو اولادو ته په تشوش یم چې هغوی به چیرته ځي. تل به دا امریکا، پاکستان او ایران له تاسو سره نه وي دا هیواد به بیا د هیواد اصلي وارثانو ته په لاس ورځي.

ځواب ورکول Pacha ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *