تاند- ملګروملتو نن / دوشنبه/ په افغانستان کې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې د روژې په میاشت کې اوربند وکړي او د مسلمانانو دې مبارکې میاشتې ته درناوی وکړي.
د افغانستان لپاره د م.م. خاص استازي یان کوبیش له ټولو افغان خواوو وغوښتل، په داسي حال کې چې درست مسلمانان روژې ته تیاري نیسي، اوربند او سوله وکړي.
ده په یوه اعلامیه کې ویلي:«افغانستان له څه باندې درو لسیزو راهیسي په تاوتریخوالي کې سوزي، او اوس د سیاسي او امنیتي چارو د انتقال په پړاو کې دی، چې د افغانستان د راتلونکې د پرمختګ لپاره حیاتي اهمیت لري.»
د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازي د روژې د مبارکې میاشتې راتګ ته په اشارې همداراز ویلي:«زه له دې فرصته په استفادې د جګړې له ټولو خواوو غواړم چې د دې میاشتې سپېڅلتیا ته درناوی وکړي او افغان کورنۍ په سوله کې عبادت ته پرېږدي.»
ناټو تېره میاشت د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاره او په خپله له افغانستانه وتلو ته تیاري نیسي.
طالبانو ویلي چې د روژې په میاشت کې به هم جګړې ته دوام ورکړي.
د شنبې له ورځې په افغانستان کې لږترلږه ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي. له ډیورنده پوري غاړه وسله والو کسانو د یکشنبې په ورځ د ناټو پر یوه اکمالاتي کاروان برید وکړ.
طالبانو د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې لږترلږه ۲۵ ملکي افغانان د افغان یا بهرنیو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
په همدې حال کې پرون د افغانستان دفاع وزارت ادعا وکړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۶۴ وسله وال طالبان وژلي دي.
د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو له کبله په سلګونو کورنۍ مجبوره شوي چې کور اور پرېږدي او نورو سیمو ته ولېږدي.
بغد له سلامه غرض دالرم،د لوګر ولایت د ازره ولسوالی ټولی لاری۳ میاشتی کیږی د دولت مخالیفونو لخوا بندی دی،خلق یی بند پاتی شوی دی،او ډیر مریضان مړه هم شو آو ډیر د مرګ په حالات کی هم دی،ما نن سهاد د ازری ولسوالی د کلینکونو مسول ډاکتر حفیظ الله احمدزی سرا هم رابته ونیوله ،هغه په خپله په یو ک ار پسی کابل به راکوز شوی وو،هغه هم دا ۲میاشتی کیږی بند پاتی شوی دا،اوس هغه هم نشی کولی د لارو بندولو ب له وجی چی بیرته ازره ته لاړشی ،او خوراکی توکی هم بند دی.چی قوم دوکاندارانو سرا څه پاتی دی،دی هغی بیا اوس ۳ چندا شوی دی،او حکومت یی څه غم نه خوری،ازره ولسوالی د پاکستا ن سرا نیزدی سرخد لری،چی وسلوال کولی شی خه په اسانه توګه رابط او امد وکی،اوس مهال په ازره ولسولی کی چیچنیان،او غربیان،او وزیریستانی،او پاکیستانی وسلوال هم راغلی،چی ولس سرا یی ډیر بد سلوک شوروغ کړی دآ،که حکومت یی غم اونه خوری ډير زر به دا هم یو نوی وزیریستان شی،او د مخالیفونو یوغټ رکز باندی به بدل شی،مننه ،زما پښتو ډیرا ماته ګوډا دا،هیله درنه کوم دلیک می ډير غلطیان دی،سمی یی که وسلام خدای دی اباد لرا، ستاسو ورو اسدالله احمدزی
ملګرو ملتو ډیره ښه غوښتنه کړې ده، مګر کاشکې یې د کابل په اسلامي جموريت؟؟؟! هم غږ کړی وای چې د روژې مبارکه میاشت کې دې له فساد، رشوت او دبیت المال د چور تالان نه ډډه وکړي.