تاند- د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ اعلان وکړ هغو افغانانو ته د پخوا په پرتله دوه برابره مرسته ورکوي چې په خپله خوښه له پاکستانه افغانستان ته بېرته ځي.
د یو این ایچ سي آر لوی کمیشنر فلیپو ګراندي دا اعلان نن /چهارشنبه/ د سیمې درو هیوادونو، ایران، افغانستان او پاکستان ته د سفر په پای کې وکړ.
د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ له یوې اعلامیې سره سم ګراندي ویلي، د یوه فوري ګام په توګه د هر مهاجر افغان، چې په خپله خوښه افغانستان ته بېرته ځي، د مرستې اوسنۍ اندازه دوه برابره اعلانوي یعني سړي سر مرسته له ۲۰۰ ډالرو ۴۰۰ ډالرو ته لوړوي.
په اسلام اباد کې د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ یا یو این ایچ سي آر ویاند قیصر افریدي وویل چې افغان کډوالو ته د دوه برابره مرستې د ورکولو پروګرام به د جولای له میشاتې تطبیق شي.
د کډوالو لوی کمیشنر د پاکستان د وروستي سفر په لړ کې پاکستاني چارواکو ته ډاډ ورکړی چې په دغه هیواد کې له یو نیم ملیون افغان کډوالو سره به مرستو ته دوام ورکړي.
ویل کېږي چې د یو نیم ملیون راجستر شویو افغان کډوالو ترڅنګ شاوخوا یو ملیون ناراجستر شوي کډوال هم په پاکستان کې اوسي.
سږ کال تراوسه پوري څه باندې ۷ زره افغانان په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شوي دي حال دا چې تېر کال ۵۸ زره افغان کډوال افغانستان ته بېرته راغلي ول.
د افغانستان حکومتونو په تېرو ۱۵ کلونو کې د کډوالو د بېرته راستنولو لپاره د پام وړ هڅه نه ده کړې.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د افغانستان حکومت په راتلونکو شپږو میاشتو کې په خپل هیواد کې د مهاجرو د ځای پر ځای کولو او سرپناه موضوع ته پام زیاتوي.
زاخېلوال دا هم وویل چې د افغانستان حکومت به په وارسا کې د ناټو په راتلونکې غونډه کې هم د مهاجرو مسله مطرح کړي.
د ډېرو کتونکو په باور تر څو چې مهاجر، په تېره بیا هغوی چې په پاکستان کې دېره دي، خپل هیواد ته نه وي راستانه شويو تر هغو به ترهګرې ډلې د وړیا او پرېمانه جنګي کسانو د موندلو له ستونزې سره مخامخ نه شي.
داخو دیر خه خبر دی
اوس نو هر افغان زره غواری چی خپل هیواد ته ستون شی.
دا پیسی به چیرته ورکوی?
مطلب مونگ په چمن کی یو. چیری
پیسی به چرته ورکوی