تاند- د کندوز ولایت په ارچي ولسوالي کې کلیوالو نن /سې شنبه/ د هغو کسانو، چې پرون په بمبارۍ کې وژل شوي وو، په لسګونو جنازې خاورو ته وسپارلې.
ملګروملتو دا بمباري د خواشیني وړ بللې او ویلي یې دي چې په اړه یې تحقیقات کوي.
په کندوز کې امنیتي چارواکي او دغه راز د دفاع وزارت ویندوی لا هم اصرار کوي چې د افغان هوايي ځواک په برید کې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دوی وايي چې په یوه مدرسه کې د طالبانو غونډه وه او دې غونډې ته د کوټې د شورا استازی هم راغلی و چې بمباري پرې وشوه.
خو د سیمې اوسېدونکي دا ادعا نه مني او وايي چې د مدرسې طالب زده کوونکي وژل شوي دي.
د ارچي یوه اوسېدونکي سیدجان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دوو ډله ییزو جنازو کې یې برخه اخیستې ده.
د سید جان په وینا نن د نژدې ۴۰ تنو مړي خاورو ته وسپارل شول.

ده همداراز وویل چې د افغان هوايي ځواک هیلي کوپتر په داسې وخت کې پر مدرسې برید وکړ چې هلته د فراغت یا دستاربندۍ غونډه روانه وه.
سید جان وايي چې اکثره وژل شوي تنکي ماشومان یا زلمکي وو.
د ده په وینا په یوه ډله ییز قبر کې ۱۶ او په بل کې ۲۱ تنه خښ شول.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما په یوه ټویټري پیغام کې ویلي چې پلټونکي یې سیمې ته رسېدلي او د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.
دفاع وزارت وايي چې د حملې په مهال په مدرسه کې د طالبانو غونډه روانه وه او د حملې په نتیجه کې ۳۵ طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
طالبانو پرون ویلي وو چې د ارچي په بمبارۍ کې ۱۵۰ طالبان (زده کوونکي)، ملایان او عام خلک وژل شوي دي.
د کندوز والي او امنیه قوماندان هم ټینګار کوي چې د حملې په ځای کې د طالبانو غونډه روانه وه او دې ډلې ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.
د طالبانو له لوري په انترنیټ کې په یوه خپره شوې ویډیو کې لږترلږه ۴ ماشومان لیدل کېږي چې د ارچي په بمبارۍ کې وژل شوي دي.
تر دې وړاندې د کندوز په حوزوي روغتون کې د ټپي ماشومانو عکسونه خپاره شوي وو.
It’s war well come to talib self imposed JEHAD
Come quickly we are distributing HELWA.
You bring quetta shurra to your village even bring your children to use as human shield for Talib Jan.
We will not attack the Taliban or we have those spicail bullets that when fired it will only SIT on the top of the talib jan’s DIRTY TURBAN like a DIRTY fly setting on top of a sweet.
When you finished DASTAR BANDE we will offer you our newly talib children to take to Pakistan with you to first rape them then use them as suicide bomber.
What can possibly be wrong with that.