تاند- ملګري ملتونه وايي، وسله وال طالبان له بندیانو سره خورا غیرانساني چلند کوي او په ډېرو مواردو کې اسیران وژني.

ملګروملتو نن /یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې له افغان ملکي او پوځي بندیانو سره د طالبانو د چلند په اړه مفصل راپور خپور کړی دی.

د دې راپور پر اساس، چې له بندیانو سره د مخامخ مرکو پر اساس چمتو شوی، طالبان له نیول شویو کسانو سره ناوړه چلند کوي، وهي یې او ځینې وژني.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یوناما وايي، د دوی معلومات ښيي چې طالبان اسیران په خورا بدو شرایطو کې بندیانوي او پر هغوی جبري کار کوي.

یوناما وايي چې په دې اړه کره معلومات یې په اروزګان کې د طالبانو له بنده له ۱۳ تنو ژغورل شویو بندیانو څخه ترلاسه کړي دي.

افغان ځانګړو ځواکونو د اپریل په ۲۵ نېټه د خاص اروزګان ولسوالي د کلاتک سیمې په شیره کلي کې د طالبانو پر بند چاپه ووهله او د ۴۵ امنیتي ځواکونو په ګډون یې ۵۳ تنه بندیان وژغورل.

خوشي شویو بندیانو ویلي چې طالبانو له ملکي او پوځي بندیانو سره ناوړه چلند کاوه، شکنجه یې ورکوله او ځینې یې وژل.

دوی ویلي چې طالبانو د دې لپاره وهل چې اعتراف وکړي چې جرم یې کړی. ځینې یې په دې خاطر وهل چې ولې یې د حکومت ملاتړ کاوه.

په راپور کې د څو بندیانو په قول ویل شوي چې طالبانو لږترلږه ۱۱ بندیان وژلي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر تادامیچي یاماموتو ویلي، له ملکي او پوځي اسیرانو سره د بد چلند، شکنجې او په غیرقانوني ډول وژلو او همداراز د بند د خورا بد وضعیت په اړه پر دغو جدي تورونو ژوره اندېښنه لري.

ټولو بندیانو ویلي چې په زېرزمینۍ کې په تنګه خونه کې ساتل کېدل او د ورځې به لږترلږه ۷ ساعته ورڅخه جبري کار اخیستل کېده.

دوی دغه راز ویلي چې په ژمي د دوی خونې منفي صفر درجه سړې وې او درمل نه ورکول کېدل خو یوازې هغو ټپیانو ته، چې درد به یې ډېر زیات و، مسکن ګولۍ ورکول کېده.

One thought on “م.م. وايي، طالبان له اسیرانو سره غیرانساني چلند کوي”

ځواب ورکول hamid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *