ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ د کابل په وزير محمد اکبرخان مېنه کې پر يوه رسټورانت بريد وغانده، چې له کبله يې ٢١ تنه ووژل شول.
په وژل شويو کې افغانان، د ملګرو ملتونو کارکوونکي، بريتانويان، امريکايان، کاناډايان او د ځينو نورو هېوادونو اتباع شامل دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون وويل، اداره به يې د ښې راتلونکي، سولې، پرمختګ او امن په برخه کې د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.
بانکي مون په کابل کې وروستۍ حمله د نه منلو وړ وبلله او په کلکو ټکو يې وغندله. ده په خپلو خبرو کې وويل چې اداره به يې بيا هم په افغانستان کې خپل ماموريت ته ادامه ورکوي او د افغانستان ملاتړ به کوي.
په تېرو ١٣ کلونو کې د کابل په يوه خوندي سيمه کې دا لومړۍ داسې حمله ده چې د بېلابېلو هېوادونو اتباع په کې وژل کېږي.
د دې بريد مسووليت وسلوالو طالبانو منلى دى.

One thought on “م.م وايي د افغانستان ملاتړ ته به دوام ورکوي”
  1. کوم ملاتر؟ لطفاً که ددې ملاتر توضیحات ورکړی! تر ننه مللمتحد غیر له د افغان دتباهی هوکې نه بل هیڅ هم ندی کړې! هر کله چی افغانان تباه کیږی ،مللمتحد چپه خوله ناست دئ،که پخپله افغان
    خپل په منځ کی شخړی سره کوی بیا مللمتحد هغه هم دخارجی مداخلو دپاره د زمینه برابرولو پخاطر خپل هڅو ته دوام ورکوی، لطفاً دی مللمتحد پدی خپل موجودیت کی دسره تر اوسه او په مقایسه دهغې پیسې چی دوی یی تر او ددروغجنی صلحی پخاطر مصرف کړیدی هغه مثبته صلح او نتیجه دی وښیی؟! مللمتحد لکه یو بام او څو هوا مغرضانه عمل کوی! ولی دعراق داوسنی جبار او قاتل مالکی پرضد اقدام نه کوی؟ ولی تر اوسه دشهید دکتور نجیب الله د قتل په اړه چی دمللمتحد په دفتر کی اوسیده او د سی آی ای ، آی اس آی ، او روسی استخباراتو په تفاهم عمداً په شهادت ورسیده ، او مللمتحد تر اوسه غلئ ناست دئ لکه هیڅ هم نوی شوی، اقدام نکوی؟ مللمتحد مخکی تر دی چی په یوه کارکی اقدام کوی باید هغه زمینه د اشغالګرو چی خپل په موخو پسی ګرځی بندی کړی، او سور خطونه وباسی نه داچی مللمتحد پخپله دنظامی اکتشافی اداره داشغالګرو په خدمت کی کار وکړی!

ځواب ورکول افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *