تاند- که څه هم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو قسمي پایلې به له مهالوېش سره سم په خپل وخت اعلان کړي خو ملګري ملتونه وايي چې دې کمیسیون د قسمي پایلو اعلان ځنډولی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتو د ځانګړي استازي مرستیال نن په یوه خبري غونډه کې وویل، انتخاباتي کمیسیونونه باید جدي کار وکړي او بشپړ شفافیت په پام کې ونیسي.

ده دا هم وویل چې هیله لري چې دا کار به د اعتماد له رامنځته کولو سره مرسته وکړي.

ده همداراز وویل چې کمیسیونونه باید له ټاکلي مهالوېش سره سم خپل کار پر مخ یوسي او د دواړو خواوو قناعت ترلاسه کړي.

یوناما د کابل نننۍ مظاهرې د افغانانو دیموکراتیک حق وباله خو د مظاهرو په ترڅ کې یې تاوتریخوالی او د خلکو مال ته زیان د انتخاباتو د پروسې په زیان وبلل او ویې ویل چې دا ډول کارونه په هیڅ صورت ښه نه بولي.

د یان کوبیش مرستیال ټینګار وکړ چې باید دواړه کاندیدان په خپله د حل لار ومومي او موافقې ته ورسېږي.

پرون ولسمشر کرزي د عبدالله عبدالله هغه وړاندیز تایید کړ چې د انتخاباتو په لړ کې د درغلیو د تورونو په اړه دې د ملګروملتو یو پلاوی څېړنه وکړي.

0 thoughts on “م.م. وايي د انتخاباتو کمیسیون د قسمي پایلو اعلان ځنډولی دی”
  1. ؤلسمشر حامد کرزي ، ډاکټر عبدالله عبدالله ، پنتاګون او یو ناما څلور واړه د خپلو ګټو له پاره پردې سره سلا شوي چې له ټاکلې نېټې هم ور آخوا ځینې پایلې باید اعلان نه شي ، ځکه چې که اعلان شي خو اشرف غني وړې ده ، او زموږ جوړ جاړی (سیاسي بابېړی او مهندسي ) خو د اشرف غني په قاموس کې له سره نه شته . نو راځۍ چې غني مجبور کړو تر څو زموږ غوښتنې د ملګرو ملتونو او ګاونډیانو د فشار له لارې را سره ومني . او موږ ته خپله غوښنه برخه په کې را کړي تر څو یو ځل بیا را سره کېدونکې مرستې په بډه ووهو او بدنامي یې پر اشرف غني ور واچوو . موږ به نور هم ماړه شو . او اشرف غني به تر موږ هم ملت او نړۍ ته مختورن شي . او افغانستان به په لوی لاس د بحران خواته ور ټېل وهو . هو ! د کرزي پروژه همدغه ده ، ځکه دی اوس هم د پنتاګون سلاکار او دیو نیکال مأ مور دﺉ . غواړي چې د (۱۳ ) کلنو خرابیړ پړه پر عبدالله عبدالله ، او اشرف غني احمد زي ور وغو ځوي ، او خپله د (۱۳ ) کالو خرابیو پر ځای ټول ملي افتخارات د ځان کړي . د پاکستان له لوري سرحدي حملې ، توغندي ، د عبدالله عبدالله مظاهرې او غیر مسؤولانه حرکتونه ، هدفي وژنې ، او د پنتاګون او یو ناما منافقت او داسې نور حرکتونه ټول ددې له پاره پیل شوي چې کرزی په کې خپل ځان غیر مسؤول ، واجب الاحترام ، او ظل الله معرفي کړي او په ورانکاریو باندې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله خولې په ټولو ورانیو او بدمرغیو ور ککړې کړي .همدا اوس یې دا پروژه پر لاره اچولې ده . غواړي د سولې اصلي ممثل او سر خېل همدی صیب (کرزی صیب ) شي . په داسې حال کې چې سوله خو ده په لوی لاس له مینځه وړې ده . تر څو پینځه کاله وروسته یو ځل بیا د دوی د کاندیدېدو وخت را ورسېږي . نو بیا به د لسو نورو کلونو له پاره همغه زوړ جومات ، همغه زوړ ملا او همغه زړې تراوېح وي . د ملت دې خدای پاک مل شي . چې هر څوک هر څه ور باندې کوي ، پر ده یې څه ؟ !!!! …………

  2. عبدالله غواړی چه اشرف غنی احمدزی هم دکرزی په شان څو وزارتونه ورکړی او یو ایتلافی حکومت ورسره جوړ کړی چه داد ملت او افغانستان په تاوان دی او هیڅکله به هم غنی بابا دا کار ونکړی، زه فکر کوم چه دا د عبدالله لپاره ډیر دشرم ځای دی چه دخپلو شخصی ګټو په خاطر خپل ملت ته مشکل جوړوی او بی ځایه په افغانانو،حکومت او دانتخاباتو په کمسیون انتقادونه کوی ِ

ځواب ورکول Afzali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *