تاند- ملګروملتو په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د عراق او سوریې د اسلامي دولت وسله واله سخنتدریځه ډله په افغانستان کې په چټکه نفوذ خپروي.

د ملګروملتو له دې راپور سره سم، چې د جمعې په ورځ /سپټمبر۲۵/ یې خپور کړ، داعش یا اسلامي دولت ډله د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې د پرمختګ په حال کې ده.

داعش، چې په عراق او سوریه کې پراخې سیمې تر کنټرول لاندې لري، په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته سرخوږی جوړ کړی او په څو سیمو کې یې له دې ډلې سره نښتې کړي دي.

د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې په ننګرهار کې د داعش او طالبانو جنګ د مخدرو موادو د کنټرول پر سر دی.

خو له ننګرهاره پرته په فراه کې هم د داعشیانو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي دي مګر د ملګروملتو په راپور کې یې یادونه نه ده شوې.

ملګري ملتونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونو ورته ویلي چې په سلو کې ۱۰ طالبان داعش ته اوښتي.

د راپور له مخې داعش ته په افغانستان کې د اوښتونکو کسانو یا له دې ډلې سره د خواخوږو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

4 thoughts on “م.م. وايي چې په افغانستان کې د داعش نفوذ مخ په ډېرېدو دی”
  1. دداعش مخ پر زياتيدو په آفغانستان کي خپله دملل المتحد،آمريکاه،انګلس،او عربستان سعودي هلي ځلي دي
    دآفغانستان دولت او حکومت چه دآفغانستان په راس کي واقع دئ او دا مسوليت لرې چه دوطن او دخلګو ساتنه وکړي که ونه کړې خلګو ته پکار ده چه اول ددې دولت سره حساب او کتاب فيصله او دا دولت تصفيه او دحکومت چاري په لاس کي واخلې دائې اولين قدم دئ بيا ورسته ددې پليد عنصر په مقابل کي ودريږي .

  2. داعیش ماعیش نشته بلکې د ملل متحد او په راس کې امریکا او عربو پروژه ده چې د تالیبانو په څير یې د پاکستان استخباراتي شبکه ائ اس ائ مخ په وړاندې وړي. دوی فکر کوي چې اوس نوهم خلک ویده دي او ددوی په دې پروژونه پوهېږي.

  3. تراوسه هو داتولو غربيانو ويل چى داعش په افغانستان كى حًاى نه لرى داعشيان دافغانانو له كلتور سره نه جوريژى أوس يؤ په يؤ خطرشو عجيبه منطق دى هرثانيه تغيركوى ملل متحد وايي هه هه هه

  4. تراوسه ه و داتولو غربيانو ويل چى داعش په افغانستان كى حًاى نه لرى داعشيان دافغانانو له كلتور سره نه جوريژى أوس يؤ په يؤ خطرشو عجيبه منطق دى هرثانيه تغيركوى ملل متحد وايي هه هه هه

ځواب ورکول بشير ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *