نادیا انجمن

عتيق رحيمي مې د هغه له یو فلم « خاکستر وخاک» نه وپېژاند، وروسته مې يې نور اثار مطالعه کړل او یوه ورځ يې په یوه تلویزوني مرکه پېښ شوم، هغه د خپل فرانسوي رومان چې پاړسي ته د « لعنت بر داستاویفسکی» ژباړل شوی، اړوند غږېده، کوربنې ترې وپوښتل چې ولې دې دا رومان په پاړسي نه لیکه، هغه جالبه ځواب ورکړ، وايي که مې پاړسي لیکلی وای ښايي دغسې نه وای راغلی، ځکه چې خپله مورنۍ ژبه ګڼ غیر شعوري قیودات لري، ماته يې ټک هغه خبره ذهن ته راوسته چې په جومات کې به ملا صاحب نورالایضاح کې د جنسي غړو نومونه په زغرده په عربي ژبه اخیستل خو په پښتو ویل يې موږ ته لوی شرم ښکارېده، ځکه چې موږ په تحت الشعور کې داسې قیودات لرو چې ځینې خبرو ته مو په زغرده نه پرېږدي او دا واضح ده، چې انسان د خپلو حالاتو ټولګه ده، موږ د خپلې ټولنې تر تاثیر لاندې را لويېږو، کم خلک د ټولنې پر ضد درېږي او یو نوي څه وايي، چې هغه « نوي» به هم خامخا له بلې ټولنې را کاپي شوي وي، ماته د عتیق رحیمي دا خبره د شعرونو په برخه کې هم سمه ثابته شوه، زما په فکر هنر وسیله ده او شعر د هنر یو ډول دی، په دې هنري لار کې هم داسې څه ویل کېږي، چې نږدې هیڅ ډول ټولنیز قیودات نه مني او د شعر د هرکلي ښايي یو علت هم دا وي، چې مقابل لوری يې هغه څه اوري یا لولي چې د دوی په زړونو کې هم و، خو د ښکاره کولو دغسې چل يې نه ورته، او د ښکاره کولو له امله خوښي ځکه ښيي چې فکر کوي د زړه خبره يې له ټولو سره شریکه شوی او یو ډول لذت احساسوي.

ځوانیمرګې نادیا انجمن په دې برخه کې په زړه پورې ګام اخیستی، افغانستان چې نږدي مطلقه مرد سالاره ټولنه بلل کېږي، خو لا هم پکې سړي دا زړه نشي کولی چې خپلې ټولې خبرې ښکاره وکړي، مګر نادیا زړه کړی او دې زړورتوب يې دهنر تله درنه کړې ده، هغې په پوره جرئت غږ کړی:

وقتی…

وقتی که چشمهای تو غمگین اند

حس می کنم که در من

چیزی شکستنی ست

وقتی تو از نهایت قلبت گرفته ای

تا انجماد دلهُره پرتاب می شوم

و انگاه اگر نگاه تو جریان کند به من

ناگه ز خویش میروم و

آب می شوم

حوت ۱۳۸۱

له هنره ښايي هر څوک خپله تمه ولري، ما وړاندې وویل چې ماته هنر وسیله ښکاري، خو د وسیلې مانا دا نه ده، چې تر دې اندازې په مسوولیت وپوښل شي چې هنریت يې تر سوال لاندې راشي، مثلاً له شعره ښايي هر څوک خپل برداشت او تمه ولري، خو د هنر دا نازک ډول ماته د خوند رسولو، خوند خپرولو، خوند ورکولو او خوند پیدا کولو وسیله ښکارېږي او دا چې د خوند په اخیستو کې نو دي څه؟ اوږد بحث غواړي خو دلته لنډ ویلی شو، چې که ځینې خوندونه پوره نه شي، ښايي د انساني ټولنې د بربادۍ سبب شي، ځکه د وړو – وړو خوندونو نه پوره کېدل، په انسان کې را ټولېږي او یو وخت په ټولیز ډول «چاودنه» کوي چې د شخصیت پر تخریب سربېره ښايي ټولنیزه بدبختي هم وزېږوي، له هنره مقابل لوری همدا تمه لري چې هغه ته خوند ورکړي، هغه پخپل هنر له هنرمند سره ونښلوي او هیڅ د پرديتوب احساس ور نه کړي، ښايي همدا علت وي چې یو وخت چې انټرنیټ دلته دومره نه و، د مجلو له لارې راته نږدې ټول لیکوال د خپل کور غړي ښکارېدل، همدا هنر دی، چې نادیا ته هم ځان نږدې احساسوم او هغه غوږو کې نارې راوهي:

یک قدرت پنهان شده در ذات زبانم

افسونگری قافیه پرداز شدن داشت

بس واژه ی رنگین که در اقلیم خیالم

بگشوده پر و میل به پرواز شدن داشت

با کاغذ و با خامه چه خوش جشن گرفتم

دیشب که لبم زمزمه ی باز شدن داشت

که ټولې مسئلې سره را وڅرخوو، ښايي پایلې يې «ښه» یا «بد» ته ورسېږي، ښايي هم دا د ښه او بد تصور به و،چې پخوا وختونو کې هغو ټولنو چې له الهی احکامو بې برخې وې، د خپل ځان د تسلۍ لپاره د ښو – بدو، شپې – ورځې، خوښۍ – غم او …لپاره خدایګوټي لرل، عربي مقوله ده، چې «شی د هغه پر ضد پېژندل کېږي» ښايي دا مقوله هر وخت د کار ونه خېژي، خو ډېر وخت د مسائلو په پېژندلو کې مرسته کوي، په انساني تفکر کې دا منل شوی حقیقت دی، چې اضداد نه شي جمع کېدلی، ځکه خو نادیه هم وايي چې د دخوښۍ طبعیت يې د غم په تبه ومړ:

زبس که رانده شده از جام لب ترانه ی من

شکست زمزمه در روح شاعرانه ی من

مجوی در سخنم معنی نشاط و سرور

که مُرد در تب غم طبع شادمانه ی من

اینې ته مې وکتل، په ځوان تور سر کې مې دوه تاره سپین ولیدل، چې لاس به مې ور وغځاوه، د سپین ویښته پر ځای به مې تور کلک را نیولی و، په ډېرې خوارۍ مې دواړه سپين ویښتان له سره وشکول، ور پام مې شول چې انسان نه غواړي کمزوری معرفي شي، سپین ویښته ماته د عمر د تېرېدو، کمزورۍ او ځوانۍ د تګ حس راکړ، خوند يې رانه کړ، غوښتل مې تل تازه، ځوان او له کمزورۍ لرې واوسم، د حمزه بابا په مقالو کې مې د « زما چشمې» یو مضمون ولوست، هغه هم ورته مفهوم درلود، چې د عینکو استعمال پخپله دا ثابتوي چې انسان هڅه کوي له کمزورۍ سره مقابله وکړي او دا جالبه مقابله ده، انسان د زور او وسایلو له لارې غواړي کمزورۍ سره مقابله وکړي!

دا ظاهري مقابلې دي، له رواني اړخه هم ورته کانې کېږي، انسان غواړي ځان خوښ وساتي، اوږدې اوږدې هیلې سره کتاروي چې پرې وپايي او له ژونده سره تړلی پاتې شي، خو کله لکه داسې شي:

شکست

چه صادقانه، چه ساده

تو با یقین به شکفتن

درون حجره ی صبرت انتظار نشستی

اگر بهار نیامد

تو با نسیم خیالت

لبی به خنده گشودی

و دل به آتیه بستی

ولی دریغ که هر  گز

بهار در تو نجوشید

و بخت با تو نخندید

و تا به عشق رسیدی

بلای ظالم توفان

ګل امید ترا چید و

ناشکفته شکستی

۱۳۸۰ اسد

ما د کاینات سعادت په ملګرتيا د دې رښتونې زړورې شاعرې له شعر سره وپېژندل، د هغې پېژندګلوي مې ولوسته او وشرمېدم، چې زموږ د ټولنې لپاره همدا داغ هم کفایت کوي چې د نادیا غوندي مستي مو په لوی لاس له ګوتو وباسله، پر ګور يې نور!

One thought on “نادیه رښتیا وايي!/ داد محمد ناوک”
  1. دناوک صیب نوم مې اورېدلی وو،له ده سره هغه وخت بلد شوم چې کله مې دجاغوري په ولسوالئ کې ورسره ولیدل،په رښتیا چې ناوک صیب دښو اخلاقو،نیک چلند او خوږې ژبې خاوند وو،کله مې چې اوس دتاند په وېبپاڼه کې دده پرلیکنه سترګې ولګېدې پرې خوښ شوم،دلته نور څه ویل ورته نه غواړم یوازې دومره ورته ویلای شم چې ناوک صیب تاسو دقیود پرځای قیودات لیکلي دي دېته جمع الجمع ویل کیږي،قید مفرد دی جمع یې قیود کیږي.

ځواب ورکول عبدالمتین حمیدی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *