د حکومت او طالبانو استازو د جګړې او سولې په اړه خبرې وکړې

تاند- ناروې د افغان پناه غوښتونکو په تېره بیا نارینه افغانانو په وړاندې په اروپا کې تر ټولو سخت مقررات غوره کړي او د اکثرو د پناه غوښتنلیکونه یې رد کړي دي.

دا خبره ناروېژۍ ورځپاڼې (افتین پوستین) په پرونۍ /دوشنبه/ ګڼه کې کړې.

ورځپاڼه د ۲۸ کلن علي رضا محمدي له قوله لیکي «که دومره خبر وای، ناروې ته به نه وای راغلی…. اوس بل هیواد ته د پناه غوښتنلیک نه شم وړاندې کولی، ځکه چې ناروې زما د ګوتو نښې اخیستي دي.»

دی وايي چې ناروې ته د ځان د رسولو لپاره یې ۵ زره ډالره لګولي او وېره لري چې بېرته به واستول شي.

د راپور پر اساس، محمدي د ګڼو نورو افغان نارینه وو په شان د مثبت ځواب د ترلاسه کولو خورا لږ چانس لري.

ورځپاڼه وايي، که محمدي په ایټالیا کې د پناه غوښتنه کړې وای، غالباً به یې اقامت ترلاسه کړی و.

Refuد مهاجرت د پالیسي د انستیتیوت ريیسه الیزابیت کولیت وايي«افغانان که د پناه مسحق وي یا نه وي، اروپايي هیوادونه په اکثرو مواردو کې هغوی ته د پناه له ورکولو سره موافقه نه کوي.»

کولیت وايي، د نورو هیوادونو د اتباعو په وړاندې د اروپايي هیوادونو چلند دغسي نه دی.

تېر کال ناروې ۶۹ تنه پناه غوښتونکي رد کړل چې ټول افغانان ول.

اروپا ته د افغانانو اکثره تللي پناه غوښتونکي له ۱۸ تر ۳۴ کلونو نارینه دي.

له ۲۰۱۰ څخه تراوسه پوري ناروې هر کال د پناه په سلو کې ۹۲ غوښتنلیکونه رد کړي دي خو تېر کال تر ټولو زیات ول؛ یعني په سلو کې ۹۹ یې رد کړل.

جرمني په سلو کې ۵۷ او ایټالیا یوازې په سلو کې ۳ رد کړي دي.

په مجموع کې اروپايي هیوادونو په اوسط ډول د پناه په سلو کې ۴۷ غوښتنلیکونه رد کړي دي.

One thought on “ناروې د اکثرو نارینه افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړي”
  1. علی رضا ته مشوره ورکوم چه منګولیا ته ولاړ شی او دی شهروندی!دعوا وکړی . هغه ځای به ورته شه وی او څوک به تعاصب هم نه ورسره کوی.

ځواب ورکول قدرت اله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *