تاند- د ناروې پولیسو په یوه اوونۍ کې ۷۳ تنه افغان پناه غوښتونکي له نیولو وروسته له خپلې خاورې وایستل.

ناروېژۍ ورځپاڼې افتینپوستین نن /شنبه/ راپور ورکړ چې د دغه هیواد پولیسو ۷۳ افغان پناه غوښتونکي، چې غوښتنلیکونه یې رد شوي ول ونیول او سمدستي یې له ناروې څخه وایستل.

د ناروې د مهاجرت د خدماتو ملي پولیسو ۱۱ تنه افغانان وروسته له دې خوشي کړل چې ورته څرګنده شوه چې دا کسان تر لېږلو وړاندې د تېښتې هڅه نه کوي.

نور د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د اوسلو په سیمه ییزه محکمه کې حاضر کړای شول.

د محکمې د اسنادو پر اساس هر پناه غوښتونکي ته تر ۱۰ دقیقې زیات وخت ورنه کړای شو او اکثره په دې خاطر له ناروې څخه وایستل شول چې عمرونه یې تر هغه څه ډېر و چې دوی یې ادعا کوله.

ویل شوي چې په طبي معاینو کې څرګنده شوه چې د دغو کسانو عمرونه تر ۱۸ کلونو زیات دي.

د افتینپوستین ورځپاڼې د راپور له مخې، په نیول شویو افغانانو کې یوازې ۵ تنو د زوکړې نېټې تر ۱۹۹۱ وړاندې کلونه ښودلي دي.

ویل شوي چې یوه نیول شوي ځوان د محکمې د فیصلې له اعلانه وروسته هڅه وکړه چې ځان ووژني.

پولیس وايي چې ټولو افغانانو ته، چې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي، د محکمې د پرېکړې د نتیجې په اړه معلومات مخکې تر مخکې ورکړای شوي وو.

One thought on “ناروې ۷۳ افغانان له نیولو وروسته له خپلې خاورې وایستل”
  1. OUR COUNTRY IS PLAY YARD OF POWER UNDER TERRORISM,PAKISTAN&INDIA,RUSSIA&USA,IRAAN&SAUDIA
    DO COMPITATION OF POWER AND ECONOMY,
    SORRY FOR POOR AFGHAN NATION.
    PAKISTAN KICK US FROM COUNTRY,IRAN SEND AFGHANS TO THE WAR OF SERIA,EUROPEAN RACIST DONOT GAVE
    POLITICAL ASYLUM TO AFGHNS.INSIDE THE COUNTRY
    UNEMPLOYEE,POVERTY AND EPIDEMIC OF DISEASE
    IS OTHER PROBLEMS,
    EVERY DAY HUNDREEDS OF AFGHNS LOSE THEIR LIFE.
    TALIBS ANIMALS DONOT HAVE ANY SENSATION ABOUT
    THIS NATION,
    YAA ALAH YOU ARE MERCIFULL HELP WITH THIS POOR NATION .

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *