سترګې انسان ته د لوی خدای پاک ستر نعمت دی. انسان د سترګو پواسطه کولای شي، چې ښې او بدې لارې وويني څو خپل منزل ته په ښه لاره قدم واخلي.
خو، دلته خبره د مينې او محبت ده چې د ارواپوهنې له نظره یوه وړه ليکنه ورباندې وينم. زه د ارواپوهنې په ډېروغونډو کې ګډون کوم، ځکه د ځان او ژوند د پېژندلو لپاره اړینه ده چې د ارواپوهنې په اړه تر یوه بريده مطالعه او د ارواپوهانو خبرې واورو.
یوې غونډې کې وم د انسان د رواني حالت په اړه خبرې پکې کېدې، خوږ او خوندور بحث و، ځکه چې د انسان هغه اړخونه پکې څيړل کيدل چې د ژوند د پايښت لپاره تر ټولو مهم وو. د انسان په هر اړخ باندې خبرې وشوې، خبره د مينې او محبت شوه چې څنګه یو سړی مينېږي د دې په اړه تر ټولو ښه او معقوله خبره پکې دا وه، چې سړي د ښځو په سترګو زیات مينېږي. دا ځکه کله چې سړی د خپل ملګري او یا بل چا سره مخامخ کيږي نو نارینه د ښځو سترګو ته ډېر ګوري او همدا لامل دی چې سړی په سترګو باندې ژر زړه بایلي او د مینې په دریاب کې لاهو کيږي.
دا خبره تر ډېره بريده سمه ده، ځکه که دې ته راشو چې په ادب کې هم سترګې د نارینه شاعرانو له خوا ډېرې ستایل شوې دي چې څو بېلګې به یې دلته درته راوړم.
لومړی د فیلسوف شاعر غني خان بابا یو کلام دی چې وایي:
سترګو د جانان کې زما ښکلي جهانونه دي
وادې خله دنیا زه وږی ستا د دنیا نه یمه
که پاسني بیت ته ځير شو، د جانان په سترګو کې یې یو جهان نه بلکې څو ښکلي جهانونه ليکلي دی او ډېر په زغرده یې ويلي دی چې زه دې د دنیا وږی نه یم، بلکې د جانان سترګې مې دنیا او څو ښايسته جهانه ارزي.
یا هم، په نثري ليکنو ګې ډېری ځای داسې راغلي وي:
ما د هغې نرګسو سترګو ته په ځير ځير کتل، یو دم یې را پآم شو، ددې سره یې لا هم نورې برندې کړې، تر څو زما زړګی ور بانډې ټوټې کړي. ما داسې خوږې سترګې نه وې ليدلې، دومره مينه ناکې وې، چې په نړۍ کې بل داسې مینه ناک شی نشته او یا هم ……
دلته هم د سترګو په اړه ډېرې نورې خبرې هم شته چې راوړل به یې ليکنه زیاته اوږده کړي زه به کوښښ وکړم تر څو لنډې او په زړه پورې لنډۍ او بيتونه در باندې وګورم.
نورې بېلګي:
سترګو به سترګو سره جنګ کولو
هغه د امن زمانه وه هلته
سالک صېب
د جنت د پریښتې دې تورې سترګې
که د ټولې زمانې دې تورې سترګې
په محفل کې داسې ړنګه بنګه مه ځه
په محفل کې درپسې دي تورې سترګې
اېمان
ستا په سترګو کې رنګين جهان ښکاريږي
ستا له سترګو نه جنت ښايسته ندی
؟؟؟
سترګې مې زړه ته په ژړا شوې
میین پرې ته یې اوښکې مونږه تویوونه
تر خمارو سترګو دې جار شم
چې بند په بند یې خوځوې رنځور دې کړمه
د سترګو په اړه که تاسې کومه ستاینه ووينئ نو سړی به کړې وي، ځکه ښځې د سترګو له لارې نه مينېږي، بلکې د خبرو له لارې خپل زړه بایلي تاسې به ځير شوي وئ یا به مو ليدلي وي، کله چې کوه نجلۍ ميينه وی نو هغه د خپل جانان قواره او حسن ته نه ګوري بلکې خبرې یې ښې ور باندې لګي او غواړي زیاتې خبرې یې واوري.
ډېرې خبرې نورې هم شته چې دا خبر ثبوت کوي، چې نران د ښځو په سترګو مينېږي نو په اخر کې دا یوه بله لنډې درته ليکم چې هر څه درته مالوم کړي.
په کتابونه کې څه نشته
په تورو سترګو کې پراته دي کتابونه
نارینه په سترګو مینیږي که د سترګو له لارې مینیږي؟؟
نو چې د سترګو له لارې مین نه شي او خپله معشوقه ونه ویني په څه مین شي، د پوزې له لارې خو نشي مین کیندلی؟؟!!
ښکلی سترګی خو امیری دی دعشق زړونه یی مزدوری دی
په دنیا کی به څوک نه وی
چی دښکلو سترګو څه تاثیر او جاذبه ورپاندی نه وی
او که وی نو به دمینی بی خبره بی زړه اوسروی
سترگی شی دی خو چی په واقعیت د مینی ارزش ولری
که سنگه یاران و
دیر لوی بحث ته حاجت نشته