استاد اجمل ښکلی

ه پښتو رسنيو کې مې دا تېروتنې له سترګو تېرې شوې، دلته يې ناسمې او سمې بڼې کاږم:

۱-…چې د عبدالله عبدالله  په ګټه تېر شي.

دلته (په ګټه تېرېدلو) سره جمله اوږده شوې او د جملې په اوږدولو خبره اوږدېږي او پوهاوى يې سختېږي؛ نو سمه بڼه به يې داسې وي:

”…چې عبدالله ته تېر شي”.

۲- د يو لړ عملياتو په پايله کې ٢٠٠٠کسان مړه شول/ په کابل کې د يوې چاودنې په پايله کې لس کسه مړه او دوه ژوبل دي.

دا دواړه بېلګې لوستونکي ته داسې فکر ورکوي، چې ګنې مرګ ژوبله په عملياتو او چاودنه کې ضمني اوښتې ده؛ ځکه نو ترې (په پايله کې) لرې کول پکار دي:

په عملياتو کې ٢٠٠٠کسه مړه شول/په کابل کې په يوه چاودنه کې لس کسه مړه او دوه ژوبل دي.

په پاس بېلګه کې ( د يو لړ) عددي ترکيب هم سم نه دى. يو خو دا عددي ترکيب ګرد سره په پښتو کې شته نه او بل دا چې مبهم دى او درېيم دا چې پښتانه خبريال يې هر ځاى ناځاى کاروي. مثلا:

په دې مشاعره کې د پکتيا يو لړ شاعرانو هم ګډون کړى و.

په دې مشاعره کې د پکتيا ځينو شاعرانو هم ګډون کړى و.

پر دې بنسټ ( د يو لړ عملياتو…) پرځاى (په عملياتو کې…) سم دى.

۳-…له تحول او تدوام څخه ملاتړ اعلان کړ/له ولسمشر نه مننه وکړه/ د زلزلې له زيانمنو ليدنه وکړه.

دا ټولې د دري کټ مټ ژباړې دي، چې په پښتو کې په اضافي حالت کې راځي. ملاتړ، مننه او ليدنه له چا څخه کېږي نه، بلکې د چا ملاتړ، مننه او د يوه ځاى ليدنه کېږي:

…د تحول او تداوم ملاتړ وکړ/د ولسمشر مننه وکړه/ د زلزلې د زيانمنو ليدنه وکړه.

دې ته ورته بله بېلګه: اشرف د زلزلې له قربانيانو څخه دى/ د زلزلې له قربانيانو څخه يوه وويل…/د دولسو افغان کډوالو له جملې څخه يو تښتېدلى دى.

په لومړيو دواړو بېلګو کې د (قربانيان) مفرده بڼه کارېږي. درېيمه بېلګه جمع ده، خو په ظرفي بڼه راځي:

اشرف هم د زلزلې قرباني دى/د زلزلې يوه قرباني وويل/په دولسو افغان کډوالو کې يو تښتېدلى.

۴-…مخکښ کانديد وويل: موږ ګټونکي يو/افغانستان د ښې هوا لرونکى دى.

دا د دري د (برنده، دارنده) کټ مټ ژباړ ده، چې په پښتو کې په دې حالت کې نه کارېږي؛ نو ښه دا ده، چې سړى يې ساده بڼه وکاروي:

مخکښ کانديد وويل: موږ يې ګټو يا موږ ګټلې ده/افغانستان ښه هوا لري.

په پښتو کې (برنده) ته (بريالى) او داسې حالت کې (ګټيالى) وايي او (دارنده) ته (خاوند او څښتن) کارېږي:

مخکښ کانديد وويل: موږ ګټيالي يو/افغانستان د ښې هوا څښتن دى.

۵- په کار وړل شوى.

د (به کار برده شده) مستقيمه ژباړه ده، چې په پښتو کې يې سمه بڼه دا ده:

کارېدلى دى.

۶- د دې پرمختګ شاهدان واوسو.

دا (شاهدان يو/شاهدانو اوسو) په رسنيو کې ډېر شوى. ګومان کوم، چې تر دې به يې ښه بېلګه دا وي: دا پرمختګ (په خپلو سترګو) ووينو.

۷- په هېواد کې د ګوندونو فعاليت ممنوع دى/ په ټاکنو کې د ولسمشر لاسوهنه منع ده.

په پښتو کې د (ممنوع/منع دى) پر ځاى همېشه د (پر …بنديز دى) غونډ کارېږي:

په هېواد کې د ګوندونو پر فعاليت بنديز دى/په ټاکنو کې د ولسمشر پر لاسوهنه بنديز دى.

۸- په ياده چاودونه کې پينځه کسه مړه دي/ياده راديو اوس خپرونې نه کوي.

ياد د (ياد شوى) لنډه بڼه ده، چې پښتو رسنۍ يې په غلطۍ د (نوموړي/ دا/دغه/دې) پرځاى کاروي، چې له دې سره رپوټ مصنوعي او مبهم کېږي؛ نو سمه بڼه به يې دا وي:

په دې چاودنه کې پينځه کسه مړه دي/دا راديو اوس خپرونې نه کوي.

One thought on “ناسم او سم/ اجمل ښکلى”
  1. Ajmal saheb, sta mazmonona che har somra, wastayam bya ham kam da.

    sta le hare likane der sa zdakawam. kor de abad.

    Hila da che zamog likwalan po khpalo khamayo aw terwatano poh shawi wi.

ځواب ورکول Zghard ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *