The wrong Enemy
ژباړن: احمد(لاهورخان) منګل
د لیکوالې سریزه
له ستونزو سره مخ یم!
د کال ۲۰۰۶ په ډسمبر میاشت کې د پاکستان د کوېټې په خواوشا کې تر پنځه ورځو راپورتاژ ورکولو وروسته مې د ددغه هیواد ځواکمنه څارګره ادارې یا ای، اس ای غصه راوپاروله.ما څو ځان مرګي بریدونه څارلې ول، د هغو کورنۍ مې د لیدنې لپاره رابللي وې، هغه مدرسې چې دوی پکې ګډون کړی و او د دولتي چارواکو سره مې لېدنې کړې وې، د طالبانو له خواخوږو او همدارنګه د اپوزسیون له غړو سره مې هم لیدنې کړې وې. ما د یوه پاکستانې انځورګر(فوتو ګرافر) او ګن شمېر ځايي خبریالانو سره کار کاوه، موږ د څو ورځو د راپورونو د برابرولو په مهال د څارګرې ادارې مامورینو لخوا چې زموږ په هوټلونو کې ځای په ځای شوي و او ساده کالي يي په تن ول څارل کیدلو. په پاکستان کې داپيښې ح��رانونکي نه دي، اجازه لرونکي خبریالانو ته د ګرځیدلو خپلواکي شته خو ددوی خوځښت، تلفوني خبرې او لېدنې(مصاحبې) ډیری وخت ترڅار (نظارت) لاندې وي او د پاکستان پوځ خپله سره لیکه(خط) کښلی وي، ځینې موضوعات وي چې دوی نه غواړي خپاره شي او د رښتیا د پټ ساتلو لپاره د ګواښونو څخه کار اخلي. په هوټل کې زموږ په پنځمه او وروستۍ ورځ زما همکار فوتو ګرافر د څلور کسانو لخوا چې عادي جامې یي په تن وې، په هوټل کې ونیول شول. دوی د هغه کمپیوټر او د انځور د اخستلو توکي هم ضبط کړل، هغوی يې زما د هوټل د موټرو تمځای ته راوستل او هلته يي اړویست ترڅو ما سره په تلفون اړیکه ونیسي او له ما وغواړي چې له دوی سره د خبرو لپاره لاندې ورشم. هغه راته وویل چې زه له ستونزو سره مخ یم. له ماښام هم وخت تیر و، شپه وه، ما نه غوښتل چې د ای، اس، ای یوې ډلګۍ ته ورشم او ورسره خبرې وکړم خو ما خپل همکار سره د مرستې کولو ډاډ ورکړ، ما په نیویارک کې د مجلې مسول خبر کړ. وړاندې له دې چې زه کوم پاکستانی چارواکی خبر کړم، دغه څارګره(استخباراتي) مامورین زما کوټې ته په زوره راننوتل. ما لږ وړاندې له دوی سره لیدنه رد کړې وه او اوس دوی د هوټل کارکونکی اړ ایستلی و څو د دوهمې کېلۍ څخه په ګټې اخستنې سره زما کوټې ته راننوزي. د دروازې هغه برخه(دړه) چې په ځنځیر تړل شوې وه والوتله. دوی په تلوار سره تر ما راورسیدل او زما لپ ټاپ کمپیوټر یې زما له لاسونو وتښتوو. دوی هغه څارګر مامورین ول چې ویل کیدل چې په عادي جامو کې ګرځي. ددوی له مېنځه یو افسر چې په انګلیسي ژبه غږیده، خاکي پتلون او له وړیو جوړ شوی ټوکر يي په غاړه و. دا نور دری واړو يې په تن غټ، او په تور رنګه شلوار کمیس دپاسه یې د ژمي ستر او ازاد جاکټونه يې په ځان کړي ول. یو له دوی څخه زموږ فوټو ګرافر هم له ځان سره له لاسه نیولی و.دوی زما جامې وپلټلې او زما کمپیوټر، زما د یادښت کتابچه او یو تلفون یې هم ضبط کړل. یو چاغ تن یې زما د لاس څخه د شخصي بکسي د اخستلو هڅه وکړه او ما یې مخنیوی وکړ، هغه دوه ځلې په مخ باندې په زوره په سوک ووهلم ، زه د کافي د څښلو په مېز باندې وروغورځیدلم، پيالې مې ماتې کړلې او ددغه افسر په تن کورتي ته مې لاس ورواچوو ترڅو لوېدنه مې کابو کړم ، نږدې و چې دی پر ځان باندې راوغورځوم. دیوې شیبې لپاره راته د خندا وړ ښکاره شوه لکه په فلمونو باندې چې د هوټل دروازې ماتیږي او (اکشن ) کیږي. خو شېبه وروسته ډیره په قار شوم او دوی مې دیوې ښځې د خوب کوټې ته په زوره ننوتل او د فزیکې زور په کارولو تورن کړل. په انګلیسي ژبه پوه افسر راته وویل چې ما ته د پښتون اباد د سیمې څخه د لیدنې( موږ ورغلي و، لیکواله) او د طالبانو دغړیو سره د مصاحبو(انټرویو) کولو( موږ هڅه کړې وه چې له طالبانو سره ووینو. لیکواله) اجازه نه درلوده. هغه ماته کومه پیژند پاڼه ونه ښووله او نه يې ځانونه راوپيژندل خو دومره یی راته وویل چې راتلونکې ورځ کولی شم چې د خپلو توکو د غوښتلو لپاره د پولیسو کومې ځانګړې برخې ته ورشم. کله چې تګ ته تیار شول، ما ترې وغوښتل څو دا فوټوګرافر زما سره پاتې شي خو افسر وویل چې هغه پاکستانی دی او دوی چې هرڅه وغواړي ورسره کولی یې شي. دا د انديښنې وړ وه ځکه زه پوهیدلم چې دوی ښایې شکنجه ورکړي او حتی ویې وژني اوهغه هم په کویټه کې ځکه چې امنیتي اورګانونه په خپله هر ډول قانون جوړوي.دوی په یو سپین جیپ کې ولاړل، ما یی نمبر پلیټ یادښت کړ او وروسته پوه شوم چې د پولیسو د ځانګړي څانګې اړوند موټر و.موټر یوازې د عملیاتو لپاره کارول شوی و، دا کسان په خپله د پوځي استخباراتو غړي ول!
دغه موټر یي په کویټه کې د پوځي استخباراتو اړوند ودانۍ ته بوولی و ، دا په ښار کې د ویرې او ډار ترټول ستر تاسیسات و، دا هغه ځای دی چیرې چې د کال ۲۰۰۶ را پدیخوا د بلوچو بیلتون غوښتونکو د ځپنې بې رحمانه کمپاین په مخ بیايي. بلوچستان د پاکستان بې وزله سیمه ده، بلوچ قومونو په دغه سیمه کې د سیاسي خپلواکي او ددغه ایالت د طبیعي زیرمو د حقوقو خپلولو لپاره تکراري سرکښه جګړې کړي دي.
د بهرنیو مقالو مدیرې سوسن چیره د تلفون له لارې د مالوماتو او نشراتو وزیر طارق عظیم سره اړیکه ټینګه نیولې وه. ښاغلی په همدغه وخت کې د لومړي وزیر شوکت عزیز سره د شپې د ډوډی خوړلو لپاره یو ځای شوی و او په کوېټه کې یې د امنیتي چارواکو د اړیکو شمیرې ترلاسه کړې وې.د هغه د مداخلې په اساس څو ساعته وروسته زما توکي ما ته وسپارل شول. فوټوګرافر هم د پنځه ساعتونو څخه د زیات وخت لپاره په زندان کې و او بیا خوشی شو خو ورته امر شوی و څو له ښاره ووزې. وروسته څرګنده شوه چې څارګرو مامورینو زموږ د لپ ټاپ، تلفونونو او کتابچو څخه ټول مالومات نقل کړي و اوپه کویټه کې يي زموږ اړیکې(خلک، ژباړن) او پیژنګلوي کسان يې څارلي ول. زه په وخت سره خبره شوم چې هغه خلک چې ما ورسره مصاحبې او لېدنې کړې وې په مسلسله توګه د پاکستاني استخباراتي مامورینو لخوا راغوښتل شوي ول او هغه سیمه ایزه ژورنالستانو ته چې زما سره یی مرسته کړې وه د بهرنیو خبریالانو سره د کار نه کولوخبرداری ورکړل شوی و.
افغانان تر نورو ډیر د خطر سره مخامخ ول او ډیرئ یې د زنداني کیدلو له ویرې له ښاره وتلي ول. وروسته یوه ډپلومات ما ته وویل چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې لخوا زما سره د سخت چلند/سلوک امر شوی و څو زما د راپور جوړول مخنیوای وکړي. زموږ فوتوګرافر ته د نیو یارک ټایمز سره دراتلونکي لپاره د کار نه کولو جدي ګواښ او خبرداری ورکړل شوی و. نوموړي ته دغه ګواښونو دوام وموند او په پایله کې ددغه مجلې سره داړیکو د پای ته رسولو لپاره اړ شو. یوه کویټي ژورنالست چې زموږ سره يي څو ورځې کار کړی و یوه شپه کورته ناوخت راتګ په مهال پام شو چې د کور سره نږدې یې یو موټر ولاړ دی. دا یو سور رنګه ویګو/اس، یو، وي( هغه موټر چې په افغانستان کې ورته فور رنر ویل کیږي، ژباړن) موټر و، ښيښې یې تورې شوې وې او ځانګړی تور رنګه نمبر پلیټ يي درلود چې سپین لیکل ورباندې شوي و. دا د استخباراتو موټر و، د ژورنالست په وینا چې ما ته یې کلونو وروسته وویل چې موږ ژورنالستان د څارګرۍ موټر په بوی باندې پيژنو!!
هغه ته زما یو پیغام ور په یاد شو چې د احتیاطه مې ورته ویلي و، هغه د خپل کور نه سیخ تیر شو او د خپل ملګري سره د شپې لپاره پاتې شو. هغه خپل تلفون د یوې اونۍ لپاره بند کړ او دندې ته دیوې ورځې لپاره نه و تللی ترڅو پوه شو چې بیا هرڅه ارام شول. همدارنګه بل ژورنالست چې زموږ د حاله خبر شوی و نه غوښتل چې کورته یې څوک ورشي نو تلفون یی بند کړی و او بټري او سیم کارډ یی ترې باسلي و،پاکستاني ژورناستانو دا زده کړې وه چې د دغسې ستونزې په وخت کې دا کار وکړي ځکه څارګره
مامورین کولی شي چې په تلفون کې د جي پي اس د شتون له امله که څه هم چې تلفون خاموش وي، ددوی ځای پیداکړي. بیا له کوره لاړ او پلار ته یی ویلي و چې راتلونکی سهار ورته د ستونزې له امله خبر ورکړي.هغه د خپل کور نه په سلګونه مایله لیري په خپل موټر کې ولاړ، لومړی سهېل لوري ته، بیا د دغه ایالت خیتځ لوري او بیا شمال ته پرته له دې چې ودریږي وخوځید. هغه په لاره باندې د غلو سره مخامخ کیدل او د هغوی له لوري لوټیدل د استخباراتو لخوا د نیول کیدو په پرتله بهتر ګڼلي و. راتلونکي سها ر په ۰۹:۰۰ بجې راستون شو او د پلار لخوا خبر/اشارې ته منتظر و، هر څه ارام ول او کورته راستون شو. ددغه دوو ژورنالستانو د دومره ډیر احتیاط په پام کې نیولو څخه دا څرګندیدله چې پاکستاني ژورنالستان ترڅومره فشار لاندې کار کوي یوازې د ګوتو په شمیر یې د خبرو جرآت کولی شو، په پاکستان کې د څو کلونو د کاري تجربې په اساس پوه شوم چې هر هغه ژورنالست چې په ټولنه کې د رټل شوي موضوعاتو، د طالبانو اړوند، د ای، اس، ای پټ عملیاتو، دپاکستان د اټومي پروګرام اړوند او یاهم د پاکستان د پوځ ننۍ مسلې په اړه راپور ورکړی وي، د ګواښ او فزیکي سزا سره مخ شوي، او یا هم ترټولو ناوړه هغه یې د مرګ سزا وه.
په بلوچستان کې چې د پاکستان پوځ د بلوچو یاغیانو په وړاندې یو ناوړه جګړه په مخ بیوله، د ژورنالستانو او سیاسي فعالانو تري تم کیدل، عام وو. په سلګونه بلوچ به یې یا زنداني شول او یا به هم ورک و، زیات شمیر يي وژل کیدل. د کال ۲۰۰۶ او ۲۰۱۳ ترمینځ پاکستاني امنیتي ادارو لخوا په قضايي ډول وژنه دومره ډیره شوه چې د بشري حقونو د څار ډلې دغه کار ته د ؛ وژل او غورځول؛ ( هغه چې د ناڅرګندو کسانو لخوا په مرموز ډول وژل کیږي، ژباړن) وبلل.
په ځانګړي ډول ای، اس، ای په ټول پاکستان کې د سیمه ایزه ژورنالستانو په ګواښلو او تښتولو کې ځانګړی شهرت درلود. خبریالان به د شخصي کالیو په تن کسانو لخوا موټرو ته په زور اچول کیدل او د دوه یا دریو ورځو لپاره به ورک ول. ددوی کورنی او ملګرو به ددوی په اړه مالومات نه لرل. کومې قضايي پروسې شتون نه درلود، د خوشي کیدلو وروسته دوی زیات وخت ددغه پيښې په اړه چې چیرې ول او څه ورپيښ شول، خبرې نه کولې خو ددوی همکارانو به ددوی بدلون باندې پوهیدل، غلي به ول، ژورنالستیک فعالیت به یی هم توپير پیدا شو، لانجمن موضوعات به یي په ډیر پام او احتیاط سره خپرول. دوی د تري تم کیدلو په مهال وهل کیدل، له پورته به لاندې راځوړند کیدل او ان جنسي تیري پرې کیدل. ژورنالستان او دهغوی کورنیو ته به ګواښونه کیدل څو ددوی راپورونو کې سمون راوړي کنه د ناوړه پایلو سره به مخامخ کیدل. ترټولو ناوړ حالت کې به ژورنالستان ددغه ځورونکو په لاسونو کې ژوند له لاسه ورکړ، د قبایلي سیمو خبریال حیات الله خان داور په کال ۲۰۰۶ کې د لومړي ژورنالست په توګه په پاکستان کې د امریکې د ډرون برید د رابرسېره کولو وروسته چې دا د پاکستان د پوځ لپاره د شرم وړ پیښه وه، ووژل شو.
د پرویز مشرف حکومت د امریکې سره د ډرون پروګرام په اړه همکاري کوله خو خپلو خلکو ته یی ددغه پروګرام سره همکارۍ په اړه دروغ وویل. حیات الله خان د شپږو میاشتو لپاره په زندان کې و او بیا په بیړه ووژل شو. سلیم شهزاد چې د پوځ او د ای، اس، ای په اړه يي تیزې(کوت نېوونکې، ژباړن) مقالې لیکلې په کال ۲۰۱۲ کې د استخباراتي پرسونل لخوا د زنداني کیدلو وروسته د هغه مړی پیدا شو. نوموړی د پاکستان د پوځ ترټول لوړ پوړي جنرال په امر وژل شوی و(۱).
په تیره لسیزه کې لږ تر لږه ۴۲ ژورنالستان وژل شوي دي. د ژورنالستانو څخه د ساتنې کمیټې(۲) په وینا ۲۳ د هغو څخه د پاکستان په اړه د مستقیمو موضوعاتو په پایله کې ترور شوي دي، ددوی ټولو د یوه دوسیه هم د قضايي اورګانونو لخوا نه وه څیړل شوې. هغه چې ژوندي پاتي ول، د خوشي کیدلو مخکې ګواښل شوي و چې دوی ته د ورپيښ حالت په اړه هیچا ته هم ونه وایې او نه هم د رسنیو سره پرې خبرې وکړي. د حالاتو په خپل لاس کې د کابو کولو لپاره دا ترټولو اغېزناکه لار ثابته شو. د کوېټې ژورنالستانو به د ډیر پخوا په کوېټه کې د طالبانو د رهبري شتون او له جنګیالیو سره د پاکستان د ای، اس، ای د نږدې اړیکې بربنډې کړې وای . نوموړو ژورنالستانو د طالبانو د رهبر ملا محمد عمر او اسامه بن لادن د پیداکولو توان درلود خو دوی څخه د هغه څه په اړه چې د ملا محمد عمر او اسامه په اړه یې لیدل او اوریدل، جرات اخستی شوی و. د کوېټې خبریال دشپې د پټیدلو وروسته د تلفون له لارې ناڅرګنده اړیکه ونیول شوه، د تلفون د ګوښکۍ له ها خوا په بنجابي ګړدود، اردو ژبي ځان د پوځي قرارګاه څخه د یو تن په توګه وروپیژانده. هغه پوهیده چې نوموړی تلفون کوونکی د کویټې اوسیدونکی نه دی او پوه شو چې د استخباراتو کارکوونی دی. تلفون کووني ژورنالست د بهرني خبریال سره په راتلونکي کې د کار نه کولو خبر ورکړ، هغه وویل چې د سرغړونې په صورت کې به د پایلوپړه په خپله غاړه لري. دهغه څو کلمو په اوریدو سره ژورنالست د هغه په هدف باندې پوه شو، او د هغه وروسته ژورنالست د بهرني ژورنالستانو سره کار پریښود. پاکستان د همیشه لپاره په ژورنالستانو او د د میډیا په تاسیساتو باندې ټینګ کنترول ساتلی دی. ژورنالستان د تیرو حکومتونو پوځي او ملکي دواړو لخوا زنداني شوي، وهل ټکول شوي ښکنځل شوي دي.د ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د جنرال مشرف د واک بهیر په عمومي ډول د وېر، ډار او استبدادي دور بلل شوی. اوس هم د ټولنې ډیر غړي د مشرف د امنیتي اورګانونو له لوري د ویرونکي شکنجې او زنداني کیدلو څخه په وېر کې و، په ځانګړي ډول بلوچ او نور بیلتون غوښتونکي او همدارنګه هغه ژورنالستان چې ددوی قوانین یی تر پښو لاندې کړې وي. په قبایلي سیمو کې هغه وخت او اوس هم هغه خلک چې د پوځ د خولې له مالوماتو سره په ټکر کې مقالې لیکي او یا پرې خبرې کوې، چوپ ساتل کیږي. د جنوبي وزیرستان دیوه ښونځي ښوونکی او لیکوال چې د یوې محلي ورځپاڼې لپاره یی اغېزناکه مقاله لیکلې وه، په نښه شوی و. هغه یوه پېژنګلوي ته ویلي و چې د ای، اس، ای د واڼه برخې د عملیاتو مسول پوځې افسر ورته د مقالو د لیکلو په اړه خبر ورکړی وچې که مقالې لېکل بند نه کړې، دا به ستا لپاره ډیره ناوړه پایله ولري؛ د پوځ افسر ورته ویلي و چې دا د هغه دنده وه چې ژورنالستان د مقالو د لیکلو څخه چوپ کړم او ده ته يي پرواه نه وه چې په هر ډول دا کار شونی وي، که هغه ژورنالست ته خبرداری ورکول وي او که د هغه وژل وي، د ستا د وژلو وروسته بیا هم موږ ته تنخا راکول کیږي! افسر ترې وپوښتل، ایا ته سره له دې بیا هم غواړې مقالې ولیکې؟
په افغانستان او پاکستان کې د کلونو کاري تجربې وروسته په ټولنه او په ژورنالستانو باندې د پاکستان د ای، اس، ای د کنترول ځواکمنتیا باندې پوه شوم. ژورنالستان دځانګړو مقالو په لیکلو باندې یوازې ګواښل شوي نه بلکه په سلګونه خبریالانو او ناشرانو ته د حکومت له لارې د پوځ د کړنلارې مطابق د فعالیت کولو لپاره تنخواوې ورکول کیږي. د پوځ د مطبوعاتو د څانګې چارواکو به په خپله مقالې لیکلې او بیا به یې په ورځپاڼو کې په جعلي نومونو سره نشرولې. زه هغه وخت چې کله مې ځینې جالبې کیسۍ وڅارلې او د لیکوال په اړه به مې مالومات ترلاسه کول، زیات وخت به یی لیکوال هيڅ شتون نه درلود او موضوع به هم له حقیقته لرې وه. یوه تقاعد ناشر/ افسر ما ته دغه سیستم تشریح کړ. هغه ته یو ځل د یوې مقالې د لیکلو لپاره د پوځ د آی، اس، پې، ار د پوځې مطبعې چارواکي لخواامر ورکړل شوی و، دغه اورګان نوموړې مقاله کې د سمون څخه ورووسته په دوه ورځپاڼوې کې خپره کړه او د هغې وروسته د د مالوماتو او نشراتو د وزارت لخوا د نشراتو مدیر ته حق الزحمه ورکړل شوه. ای، اس، پي ، ار کولی شول چې د یوې مقالې لپاره امر ورکړې، نشر یی کړي او په بدل کې پیسې په ډیرې اسانی سره لاسته راوړي. ملکي حکومت هم دوی ته ورته کړنه لرله خو هیڅ وخت یې د پوځې جنرالا نو په څېر څپېړې نه ورکولې. په کال ۲۰۰۸ کې د ولسمشر عاصف علي زرداري سره د میډیا سلاکار فراهناز اصفحاني ما ته وویل چې ای، اس، پي، ار به د بهرنیو چارو وزارت ته پالیسي/کړنلاره لیکله، د دغه اورګان مشر ډګر جنرال به د مالوماتو او نشراتو په وزارت کې ناست و څو د مقالې خپرول د دولت د رادیو تلویزیون له لارې هدایت کړي. د ای، اس، پي، ار څخه پرته د ای، اې، ای د میډیا بل وزر و چې د ام په نوم مشهور و، دغه څانګې به په رسنیزه خبرو اترو که کورنۍ او یا بهرنۍ وې تر کابو لاندې راوستل او د میډیا نظر به یې په خپله ګټه راڅرخولو. د نوموړې څانګې چارواکو به د مطبوعاتو له لارې په کشمیراو افغانستان کې د جهاد ملاتړ ته دوام ورکوو، د ملکي حکومت او سیاسي ګوندونو په خلاف به یې انتقادونه کول او د امریکې د متحده ایلاتو په ضد به يې د خلکو کېنه راپاروله. دغه ادارې هدف ډیر ستر و. دوی غوښتل چې ملي مورال ځواکمن وساتي او نړېوالې اړیکو کې ځای خپل کړي. دوی کوښښ دا هم و چې د خلکو پام د هغو موضوعاتو نه واړوي چې پوځ حساسې ګڼلې او ملت نظر هغه موضوعاتو ته را جلب کړې چې پاکستا ن ته ترې تاوان ونه رسیږي. که څه هم چې انګیرنه دا وه چې پاکستان او امریکا دوست هېوادونه دي، امریکا د بریدونو لاندې راوستل دوی ته ترټولو مناسبه لوبه وه. ددوه لسیزو څخه د ډیر وخت لپاره د پاکستان پوځ خپلې رسنۍ د رښتیا پټولو ته اړباسي څو د خپلو خلکو او د دوست هیوادونو څخه ددغه هیواد پوځ د اسلامي سخت دریزو سره د هغوی اړیکي پټې وساتي. بیا هم د پوځ د هڅو پر خلاف ځیني حقیقتونه د رسنیو له لارې رابربنډیږي.
د دي كتاب توله فشتو زباره به جيرته فيدا شي ؟؟؟ WHERE CAN I GET COMPLICATE TRANSLATE OF THIS PASHTOP BOOK???
په تاند کې به خپره شي. لږ انتظار وکړئ