تاند- یو شمیر داسي بهرنیان هم شته چې د افغانستان له طبیعت، تاریخ، دود، کلتور او خلکو دومره متاثره دي چې نه غواړي له دې هیواده بېرته لاړ شي.

د داسي کسانو په منځ کې یوه هم د کابل پوهنتون د کلتوري مرکز مشره میرمن دوپرې وه چې څو لسیزې پخوا افغانستان ته راغله او د ژوند تر پایه دلته واوسېده.

ډ افغانستان، افغانانو او د افغانستان د تاریخ، کلتور او لرغونو اثارو دې خواخوږې تېره شپه د ۹۰ کلونو په عمر په کابل کې سا پرې کړه.

د مېرمن دوپرې فقید خاوند، چې په افغانستان کې د امریکا د دولت کلتوري استازی و او د افغانستان د تاریخ او وګړپېژندنې په اړه یې څو کتابونه لیکلي، په اویایمه میلادي لسیزه کې له خپلې ماندینې نانسي دوپرې سره کابل ته راغلی و.

مېرمن دوپرې درې کاله وړاندې د ګارډین خبریالې ته ویلي و:«موږ دلته له داسې منورو کسانو سره وپيژندل چې ښکلې جامې یې اغوستې او د مدرنو خلکو په څير به یې خپلې میرمنې ورسره ګرځولې.»

میرمن دوپرې او د هغې خاوند کلونه – کلونه د هندوکش په شاوخوا کې د پخوانیو تمدنونو د اثارو د موندلو او مطالعې لپاره په سفر تیر کړل او کله چې افغانستان د پخواني شوروي د پوځونو له لوري ونیول شو دواړه پېښور ته ولاړل او هلته بیا میرمن دوپرې د افغان کډوالو لپاره کار پيل کړ.

مېرمن دوپرې

د نانسي دوپرې خاوند ډير کاله مخکې مړ شو او دې په وروستیو کلونو کې د کابل پوهنتون د فرهنګي مرکز چارې سمبالولې.

په دې مرکز کې هغه تاریخي اسناد او عسکونه هم ساتل کېږي چې نانسي دوپرې او خاوندې یې لسیزې پخوا راغونډ کړي دي.

نانسي له ګارډین سره په مرکه ویلي، که څه هم وضعیت ډير ښه نه دی، خو زه راتلونکې ته خوشبینه یم ځکه اوس ځوانان ږغ پورته کولای شي.

نانسي دوپرې په ۱۹۲۷ م کال د هند په کیرالا کې له امریکايي مور وپلاره وزېږېده. د دې مور و پلار په کیرالا کې د کلیوالي پراختیا په پروګرامونو کې کار کاوه.

 زده کړې یې د امریکا په برنارد کالج او د کولمبیا په پوهنتون کې وکړې.

دې په کولمبیا پوهنتون کې چینايي ژبه ولوسته.

دا لومړی ځل په ۱۹۶۲ م کال افغانستان ته د دیپلومات د مېرمن په توګه راغله خو له خپل خاونده جلا شوه او په افغانستان کې یې له لوییس دوپرې سره وپېژندل او واده یې سره وکړ.

مېرمن دوپرې له ۱۹۶۲ م کال څخه د ۱۹۷۰ لسیزې تر پایه د افغانستان د تاریخ په اړه ۵ کتابونه تالیف کړي دي.

One thought on “نامتو افغانستان پېژانده نانسي دوپرې د ۹۰ کلونو په عمر مړه شوه”
  1. روح یی ښاد جنت یی ځای کړې، اګر چی ما یی وړاندې یو نطر نوم او د چوپړ اوریدلی وو خو ډیره راته اشنا ځکه نه ده چی زموږ ولس په ځانګړي توګه رسنۍ هغه څه ته ډیر انعکاس نه ورکوی چی نغده ګټه یی پکشی نه وی، کله چی مړ یا مړه شی بیا نو ښه سړی یا ښه ښځه هم شي، اتل هم شی د احترام وړ هم شی.
    اغلی نانسي دوپرې چی دومره ډیر کالونه د افغانستان د تاریخی اثارو په ساتلو کی دومره زیار او زحمت ګالي له کوم چی موږ هم نن خبر شوو، باید په وار وار ورسره مصاحبی شوی وای په ژوندوني ستایل شوی وای اوس نو چی هر څومره ورباندې وژاړو هغه یی نه ګوری او نه ورڅخه خپريږي زما په ګمان هیڅ ځای نه نیسې، ستایل او نازول یی ځکه په ژوندوني پر ځای کار وو تر څو نور خلک هم هڅول شوی یا تشویق شوی وای.
    نانسې دوپرې ته د خدای پاک دهغه چوپړ بدله ورکړی چی افغانانو ته یی تر سره کړی دی، موږ یی د چوپړ منندوی یو خدای پاک د یی د فردوس جنت په برخه کړي.

ځواب ورکول منګل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *