تاند- د سیاسي چارو شونکې او د ولسي جرګې او د یوه کمیسیون سلاکاره مینه منګل د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شوه.
مینه منګل پخوا د تلویزیوني خپرونو چلوونکې وه او د په روانو سیاسي چارو یې لیکنې کولې. دا په عین حال کې د ولسي جرګې د کلتوري او دیني چارو د کمیسیون سلاکاره وه.
د دې ګڼې لیکنې په تاند کې هم خپرې شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې نوموړې نن سهار /شنبه/ د کابل په کارته نو سیمه کې په ډزو وژل شوې او وژونکي تښتېدلي دي.
شاهدان وايي چې حمله کوونکي پر موټرسایکل سپاره ول.
تراوسه د اغلې منګل د ترور انګېزه معلومه نه ده او کومې ډلې هم د هغې د وژلو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د کورنیو چارو وزارت ویندوی د مینې منګل د پلار په قول وايي چې ممکن دا پېښه د شخصي اختلافاتو په نتیجه کې شوې وي.
و قاتله د انسان کرکه د په برخه شوه
زما په هاند هغه وخت چه د عاجزی ميرمنی خپلي اخرني سلګی وهلي ستا قاتل زړه به سوړ شوي وي خو په د پوه اوسه ته چه خپله څومره ژوندي يي مړ يي. دا عاجزه که تا يا له جنسي او يا له سياسي مقسده ووژله دا ستا د روحي ناروغي شهادتورکوي ځکه ستا شخسيت دومره سست ده چه دا غيير اسلامي او غير بشري کار چه تا وکړ يا به د شخسي عقدي په هکله او يا دکوم بادار لپاره پاي ته ورساوه . خو په د هم پوه اوسه چه ته به هيڅ وخت ارام ژوند ونکړي ځکه دا د قسابي سحنه به ۲۴ ساته ستا په کوپري کي ګرزي.
What a sad news to wake up with loosing yet another one of the very few anchorwoman, commentator and writer that she was but no more.
حکومت باید قاتلینو ته تر ټولو سخته جزا (ژر اعدام) ورکړی، ځکه داسی معلومیږی چه آغلی مینه منګل د ناروا شخصی غوښتنو او لانجو پر سر قربانی شویده
که چیرته حکومت دمنی منګل د شهادت په هکله د سستوب او بی پروای څخه کار واخلی او ډیر ژر عملی اقدام ونکړی، نو ددی معنی داده چه د کابل په ښار کی نور هیڅوک خوندی نه دی، نو چه خوندی نه دی نو بیا دی حکومت اعلان وکړی چه ټول ښځینه او حتی نارینه مامورین دي په خپلو کورونو کی کښینی، فقط پولیس او امنیتی چارواکی دی خپل ځان د امنیتی سیمیټی دیوالونو تر شا خپل ځان په خپله وساتی
نور باید ملکی خلک د امنیت په نوم ونه غولول شی ځکه دا وړۍ نه شړۍ کیږی، او بل داچه دغه ډول قتلونه نور بی شماره شول
یا دی حکومت د طالیبان د پخوانی تش په نامه امارتی حکومت په شان ښکاره اعلان وکړی، چه ښځی دي په کور کښینی بهر ته دي نه رواځی ځکه مونږ د ښځو د خوندیتوب زمانت او امنیت نشو نیولای
په هر صورت حکومت ته پکار دی چه د ملکیانو په تیره بیا د ښځو امنیت او خوندیتوب ته جدی پاملرنه وکړی
که څه هم زما یې لیکنې نه خوښېدې څکه چې کمې علمي او منطقي به وې خو دا ګناه د افغانې ښځې نده اودا ګناه د ږیرورو دلګانو ده چې د اسلام په نوم یې په غلط ډول سره کار اخیستی او اخلي ئي . له ښځو ځخه خپل خوند اخلي او دا دله هیڅ حقوق نه ور کوي
زه یې په مرګ ډیر غمجن شوم الله پاک دې جنتونه ورکړي او قاطلین یې زما په لاس ر اکړې
حیوان به سم شي خو افغان نه او دا دګان تل د پیسو لپاره جنګ او ګناه کوي او لانت پر دې حیواناتو