تاند- نامعلومو وسله والو په کندهار کې د لېسې یوه زده کوونکې له تښتولو وروسته په خورا بې رحمۍ وژلې ده.

د لیکوالې مینه انتظار خور دوې اوونۍ پخوا په داسي حال کې چې ښوونځي ته روانه وه، د نامعلومو کسانو له لوري وتښتول شوه او کورنۍ یې پرون/ سې شنبه/ خبره شوه چې مړی یې موندل شوی دی.

تر اوسه پوري د دغه قتل انګېزه نه ده څرګنده شوې او د کندهار امنیتي چارواکو هم څه نه دي ویلي.

مینې انتظار په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي:« دوې اونۍ مخکي سهار د ښوونځي په لور رهي سوه او بيا کور ته راستنه نه سوه. له ورکېدو څلور ورځي وروسته ئې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د ابراهيم خليفه بابا سيمي په ريګو کي جسد موندل سوی و، چي د وجود غوښي ئې حيواناتو خوړلي وې. »

دې د خپلې وژل شوې خور په اړه همداراز لیکلي چې درویشت کلنه او د یوولسم ټولګي زده کوونکې وه.

مینه انتظار همداراز لیکلي«زما معصومه خور ئې په ډېر وحشت شهيده کړې وه. ريښې ريښې وجود ئې لس ورځي د روغتون په يخچالونو کي پروت و. موږ ئې تر ورکېدلو ۱۲ ورځي وروسته خبر سوو.»

مېرمن انتظار همداراز ویلي چې د دې د خور قاتلان معلوم دي خو انتظار باسي چې حکومت د دې د خور له قاتلانو سره څه کوي.

دې د خپلې خور د قاتلانو نومونه نه دي ښوولي.

دا قضیه له دې کبله هم د زیات اهمیت وړ ده چې په کندهار کې شوې چې د ښځو د تعلیم په وړاندې خنډونه زیات دي او دا ډول پېښې د ګڼو نورو نجونو د زده کړو مخه نیولی شي.

(عکس د مقتولې دی)

2 thoughts on “نامعلومو کسانو د کندهار د یوې لېسې زده کوونکې له تښتولو وروسته په بې رحمۍ وژلې”
  1. چیری دی د كندهار د خلگو د حقوقو مدافعین؟؟؟

    میرویس خان نیكه خو د وطن د ناموس د ساتلو په خاطر د صفوی دولت 250 كلنه امپراتوری چپه كره ، تاسو د شپیتو توپكیانو گروگان یاست!

    افغانستان مخته روان دئ، تاسو كومی خواته روان یاست؟
    تاسو چی د كندهاری خور د حقوقو دفاع نسئ.كولای د افغانستان د خوندو عزت به سنگه وساتئ ؟
    هلته خو چغی وهو چی د كندهار محصلین كم دی، په كانكور كی د دایکندی اولسوالی (سل زره نفوس) دری چنده زیات وه تر كتدهار( دری ملیونه نفوس) عجبه سر زوری .
    كه كندهار د توپكیانو نه پاك نسی ، كندهار به نور هم د تمدن د كاروان نه پاته وی.

  2. داوحشیان او دالله دوښمنان خو باید حتما د ا فاسد رژيم ونیسي او په دار یې کړي !!
    صلیبیان خو دښځو حقوق غواړي خو اوس دې دداسې فاجعې مخه کلکه ونیسي او خپل مذدور ګوډاګي رژيم ته دې دانسانانو دحقوقو دساتلو او بشري حقوقو کلتور ور زدکړي!!
    که دوی دا کار نشي کولی نو بيا د طالبانو وروڼو ته اجازه ورکړي چې په یوه اونۍ کۍ
    یې قاطلین په دار کړي!!

    نالت پر هغوی چې دښځو حقوق خوري

    پتنګ

ځواب ورکول pattang ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *