تاند، جمعه، د ثور ۵مه: اروپايي ټولنې او ناټو په جلا پیغامونو کې افغان ملت ته د روژې د میاشتې مبارکي ویلې او د جګړې د پای ته رسېدو هیله یې ښودلې ده.

که څه هم طالبانو په روژه کې د ولسمشر غني د اوربند غوښتنه رد کړې، خو ناټو او اروپايي ټولنې افغانانو ته د سولې هیله ښودلې ده.

د ناټو ملکي استازي نیکولاسکي په یو پیغام کې افغانانو ته د ښې روژې هیله کړې او ویلي یې دي دا روژه دې په افغانستان کې د جګړې د پای ټکی شي.

 په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون بیا وايي، سږنۍ روژه د کورونا له کبله متفاوته ده او دی هیله من دی چې دا روژه پر افغانانو روغتیا، یووالي او سوله کې تېره شي.

 افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې دیبورا لیوینز هم ویلي، په داسې حال کې چې کورونا یو لوی ګواښ رامنځته کړی دی اړتیا ده چې د روژې په راتګ ښکیل لوري د اوربند نړیواله غوښتنه ومني او جګړه ودروي.

 د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ بیا د روژې په پیغام کې ویلي، چې افغانستان باید د سولې له فرصت څخه استفاده وکړي او طالبان هم باید چې تاوتریخوالی راکم کړي او مذاکراتو ته حاضر شي.

 دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر، د کاناډا لومړي وزیر او ګڼو نړیوالو مشرانو اسلامي نړۍ ته د روژې مبارکي ویلې ده.

له پاکستان پرته نن جمعه په ټوله اسلامي نړۍ کې د روژې لومړۍ ورځ وه.

One thought on “ناټو او اروپايي ټولنې په افغانستان کې د روژې لپاره په جګړې درولو ټینګار کړی”
  1. په ټوله نړۍ کې نن د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده ، خو په چټلستان یا فکیستان کې نن اختر دی.
    د نړۍ ټول شیطانان او تروریستان ، د ټالبانو ، داعشیانو ، القاعده ، فاطمیونو ، لشکر کفر منفورې تروریستي ډلې او خوارج ټول کفرستان ته پناه وروړې ده . یا الله د همدې مبارکې میاشتې له برکته ته خو دا چټل هیرامنډه یی ملک د مځکې له مخې پناه او اسلام او بشریت ته نجات ورکړې .

ځواب ورکول فریدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *