تاند – له افغانستان سره نړیوالې ټولنې په تیره ناټو تازه داسې ژمنې کړې چې په تیرو څو کلونو کې یې ساری نه لیدل کیږي.
د ناټو او د غوڅ ملاتړ د ماموریت د بهرنیو چارو وزیرانو د بلجیم په مرکز بروکسل کې د هغو مرستو اندازه زیاته کړه څو سوه میلیونه ډالره زیاته کړه چې پخوا یې له افغان ځواکونو سره کوله او په ورته وخت کې یې په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې، سلامشورې ورکونې او همکارۍ د ماموریت موده تمدید کړه.
د ناټو عمومي منشي د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې په بروکسل کې وویل چې: « افغانستان دوی ته ډیر مهم دی ». تر دې خبرې وروسته د دې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوه او د جمعې په ورځ ماښام پای ته ورسیده له افغانستان سره ژمنه وشوه چې د غوڅ ملاتړ ماموریت به تر ۲۰۱۶ کال وروسته تمدید شي او د ناټو د غړیو هیوادو او د هغو هیوادو د بهرنیو چارو وزریرانو چې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري، موافقه وکړه چې د ۲۰۲۰ کال تر پای پورې له افغان ځواکونو سره مرستې وشي.
د دې مرستو ژمنه په ۲۰۱۲ کال کې په شیکاګو کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې شوې وه خو اوس د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دا ومنله چې دې مرستو ته اړتیا شته چې د ۲۰۲۰ کال تر اخره دوام وکړي. د دې لپاره چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د دې مرستو د عملي موافقې د لاسلیک صلاحیت نه لري نو د دی موافقه به د پولنډ په مرکز وارسا کې د ناټو د مشرانو غونډې ته وړاندې شي تر څو هغوی دا پریکړه لاسلیک کړي.
تمه ده چې تر دوو میاشتو په لنډه موده کې په وارسا کې د ناټو سرمشریزه جوړه شي. دې غونډې ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم بلل شوی دی.
د بروکسل په غونډه کې له افغان ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازه هم زیاته شوه، په ۲۰۱۲ کال کې د شیکاګو په سرمشریزه کې د څه باندې پنځه میلیارډه ډالرو له جملې چې لویه برخه یې د امریکا متحد ایالتونو منلې وه شاوخوا یو میلیارډ ډالر نړیوالې ټولنې ورکوله خو د بروکسل په غونډه کې نړیوالې ټولنې وویل چې دا اندازه به تر یو نیم میلیارډ ډالره زیاته کړي.
تر ۲۰۰۵ کال پورې افغانستان د ناټو او نورې نړیوالې ټولنې لپاره مهم ښکاریده خو وروسته دا دلچسپي کمه شوه او د افغانستان د دولت پر بیلابیلو اړخونو انتقادونه کیدل. د بروکسل په غونډه کې بیا د افغانستان د ملي اردو ستاینه وشوه او د ناټو عمومي منشي ینس ستولتولتنبرګ وویل چې افغان ځواکونو ډیر پرمخګ کړی دی او ښه روزل شوي دي چې د ده په وینا دا د ناټو او نړیوالې ټولنې لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ده.
په تیرو کلونو کې به ناټو او ملاتړیو یې دا خبره کوله چې د دوی هڅه دا ده چې افغانستان د ترهګرو په پناهځای بدل نه شي د بروکسل په غونډه کې هم ناټو پر همدې خبرې ټینګار وکړ خو په ورته وخت کې د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وویل چې د افغانستان امنیت د ناټو د غړیو هیوادو له امنیت سره تړلی دی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د بروکسل په غونډه کې وویل چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته به د افغانستان په چارو کې له ناټو سره د واشنګتن همکاري زیاتې وي.
داسې ښکاري چې د ۲۰۲۰ پورې دې افغانان د سولې نه لاس ووینځي. د افغانستان د سولې، ثبات او دفاع په هکله هیڅ نه وایي، مګر میلیاردونه ډالر اعلانیږي او بیا په حقیقت کې ټول خپل مصارف د افغانانو سره د مرستې په نوم حساب کړي، دوی باید زمونږ سره د هیواد په دفاع کې مرسته وکړي، افغان پوځ ته د سقیله وسلې، جنګي طیارو او پرمخ تللې تکنالوجۍ د ورکې اعلان وکړي. پاکستان چې ښکاره د طالبانو په نوم زمونږ سره په جنګ کې ښکیل دی باید غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او یا د افغان پوځ سره اوږه په اوږه د پاکستان په مقابل کې ودریږي. که دا نشي کولی نو بیا داسې ښکاري چې دوی دلته د جګو معاشونو او خپلو بیکاره خلکو لپاره د کارپيدا کولو لپاره دلته پراته دي او بیا چې تر څو ددوی حضور دلته وي په افغانستان کې سوله ناممکنه او ناشونې ده.