تاند – له افغانستان سره نړیوالې ټولنې په تیره ناټو تازه داسې ژمنې کړې چې په تیرو څو کلونو کې یې ساری نه لیدل کیږي.

د ناټو او د غوڅ ملاتړ د ماموریت د بهرنیو چارو وزیرانو د بلجیم په مرکز بروکسل کې  د هغو مرستو اندازه زیاته کړه څو سوه میلیونه ډالره زیاته کړه چې پخوا یې له افغان ځواکونو سره کوله او په ورته وخت کې یې په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې، سلامشورې ورکونې او همکارۍ د ماموریت موده تمدید کړه.

د ناټو عمومي منشي د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې په بروکسل کې وویل چې: « افغانستان دوی ته ډیر مهم دی ». تر دې خبرې وروسته د دې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوه او د جمعې په ورځ ماښام پای ته ورسیده له افغانستان سره ژمنه وشوه چې د غوڅ ملاتړ ماموریت به تر ۲۰۱۶ کال وروسته تمدید شي او د ناټو د غړیو هیوادو او د هغو هیوادو د بهرنیو چارو وزریرانو چې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري، موافقه وکړه چې د ۲۰۲۰ کال تر پای پورې له افغان ځواکونو سره مرستې وشي.

د دې مرستو ژمنه په ۲۰۱۲ کال کې په شیکاګو کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې شوې وه خو اوس د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دا ومنله چې دې مرستو ته اړتیا شته چې د ۲۰۲۰ کال تر اخره دوام وکړي. د دې لپاره چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د دې مرستو د عملي موافقې د لاسلیک صلاحیت نه لري نو د دی موافقه به د پولنډ په مرکز وارسا کې د ناټو د مشرانو غونډې ته وړاندې شي تر څو هغوی دا پریکړه لاسلیک کړي.

تمه ده چې تر دوو میاشتو په لنډه موده کې په وارسا کې د ناټو سرمشریزه جوړه شي. دې غونډې ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم بلل شوی دی.

د بروکسل په غونډه کې له افغان ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازه هم زیاته شوه، په ۲۰۱۲ کال کې د شیکاګو په سرمشریزه کې د څه باندې پنځه میلیارډه ډالرو له جملې چې لویه برخه یې د امریکا متحد ایالتونو منلې وه شاوخوا یو میلیارډ ډالر نړیوالې ټولنې ورکوله خو د بروکسل په غونډه کې نړیوالې ټولنې وویل چې دا اندازه به تر یو نیم میلیارډ ډالره زیاته کړي.

تر ۲۰۰۵ کال پورې افغانستان د ناټو او نورې نړیوالې ټولنې لپاره مهم ښکاریده خو وروسته دا دلچسپي کمه شوه او د افغانستان د دولت پر بیلابیلو اړخونو انتقادونه کیدل. د بروکسل په غونډه کې بیا د افغانستان د ملي اردو ستاینه وشوه او د ناټو عمومي منشي ینس ستولتولتنبرګ وویل چې افغان ځواکونو ډیر پرمخګ کړی دی او ښه روزل شوي دي چې د ده په وینا دا د ناټو او نړیوالې ټولنې لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ده.

په تیرو کلونو کې به ناټو او ملاتړیو یې دا خبره کوله چې د دوی هڅه دا ده چې افغانستان د ترهګرو په پناهځای بدل نه شي د بروکسل په غونډه کې هم ناټو پر همدې خبرې ټینګار وکړ خو په ورته وخت کې د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وویل چې د افغانستان امنیت د ناټو د غړیو هیوادو له امنیت سره تړلی دی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د بروکسل په غونډه کې وویل چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته به د افغانستان په چارو کې له ناټو سره د واشنګتن همکاري زیاتې وي.

One thought on “ناټو له افغان ځواکونو سره د نویو مرستو ژمنې وکړې”
  1. داسې ښکاري چې د ۲۰۲۰ پورې دې افغانان د سولې نه لاس ووینځي. د افغانستان د سولې، ثبات او دفاع په هکله هیڅ نه وایي، مګر میلیاردونه ډالر اعلانیږي او بیا په حقیقت کې ټول خپل مصارف د افغانانو سره د مرستې په نوم حساب کړي، دوی باید زمونږ سره د هیواد په دفاع کې مرسته وکړي، افغان پوځ ته د سقیله وسلې، جنګي طیارو او پرمخ تللې تکنالوجۍ د ورکې اعلان وکړي. پاکستان چې ښکاره د طالبانو په نوم زمونږ سره په جنګ کې ښکیل دی باید غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او یا د افغان پوځ سره اوږه په اوږه د پاکستان په مقابل کې ودریږي. که دا نشي کولی نو بیا داسې ښکاري چې دوی دلته د جګو معاشونو او خپلو بیکاره خلکو لپاره د کارپيدا کولو لپاره دلته پراته دي او بیا چې تر څو ددوی حضور دلته وي په افغانستان کې سوله ناممکنه او ناشونې ده.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *