تاند، شنبه، د میزان ۲۷مه: ځايي چارواکي وايي، ناټو ځواکونو په غزني کې د طالبانو یو له چاودېدونکو توکو ډک موټر له هوا څخه په نښه کړی او الوځولی دی.

 د غزني د والي له دفتره تاند ته په رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، دا موټر او په کې ناست دوه ځانمرګي د غزني په زنه خان ولسوالۍ کې له منځه وړل شوی دی.

خبرپاڼه وايي، د طالبانو له چاودېدونکو توکو بار موټر نن سهار د یو هدفمند برید په خاطر له زنه خان ولسالۍ څخه راوتلی و چې ناټو ځواکونو په لاره کې له منځه وړی دی.

 د غزني د والي دفتر وايي، دا موټر له ملکي ځایونو لرې په نښه شوی چې په چاودنه کې یې بل چاته زیان نه دی اوښتی.

One thought on “ناټو ځواکونو له هوا څخه د طالبانو موټر بم له منځه وړی”
  1. چې څنګه مو موټروځانمرګي ولوستل، چې داسې ده، بیا خو خبره یوه جمعه کې خلاصه ده… سخت پلید شیطاني ښکیلاک لومه کې ګیر یوو
    مګر ولې داخبر خپله شیطاني ښکیلاک نه دی تایید کړی

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *