څيړونو ښوولې ده چي نايتروجن يو بې رنګه غاز دی چي په اټموسفير کي 78.12 سلنه موجود دی. په منځنۍ توګه په يوه جريب ځمکه کي د ۸۶ کيلوګرامه نايتروجن د شتون اټکل سويدی، ولي د افغانستان په ځمکو کي د نايتروجن اندازه د۵۰ ـــ ۷۰ کيلوګرامه ده، او له بل اړخه د افغانستان په ځمکو کي د عضوي موادو اندازه هم ډيره کمه ده ياني يوازي يوه سلنه نایتروجن د افغانستان په ځمکو کي شتون لري.
په خاوره کي نايتروجن په دري ډولونو سره شتون لري لکه:
الف:- عنصري نایتروجن: د نایتروجن دا ډول د ګازو او هوا په بڼه په خاوره کي موجود دی او د اوبو د نفوز په مرسته په خاوره کي حل کيږي.
ب:- معدني نایترجن: معدني نايتروجن دNO, NO2 NO3, NH4 په شکلونو پيدا کيږي.
ج:- عضوي نایتروجن: دا ډول نایتروجن د حیواني او نباتي پاتي شونو څخه لاسته رځي او باید یادونه وکړم چي د نبات لپاره د نايتروجن اصلي سرچینه هم د خاوري عضوي مواد دي.
په نبات کي د نايتروجن دندي:
- څرنګه چي نايتروجن دکلوروفيل دماليکول ترکیبي برخه ده نو په همدي خاطر د نبات دشين رنګ په رامنځته کولو او ساتلو کي اړين دی.
- دا چي کلوروفيل د ضيأيي ترکیب دعمليي لپاره ضروري دي نو له دي امله نايتروجن د ذکر سوي عمليې لپاره په غيرمستقيم ډول ضروري دي.
- نايتروجن د انزايمونو، امينو اسيدونو او پروتينونو یوه ترکیبي برخه ده.
- نايتروجن د ځينو ويټامينونو، RNA , DNA او پروتوپلازم جز دی.
- نايتروجن دخاوري د ځينو مايکروسکوپيکو موجوداتو د نمو او فعاليت لپاره اړين دی چي په غيرمستقيم ډول د نبات لپاره ضروري دي.
څرنګه چي نايتروجن د نبات د شنې ودي باعث ګرځي نو په همدې خاطر د اوبو ډیري اندازې ته اړتيا لري او بله خبره دا ده چي د نايتروجن نامناسبه اندازه (لږ یا ډير) د نبات پر ودي منفي اغیزې لري یاني د استعمال د ډيروالي په صورت کي د پوخوالي او حاصل ته د ژر رسيدو مرحله ځنډوي او د نباتي افتونو په وړاندي يي مقاومت ټیټوي او د استعمال د کموالي
په صورت کي يي د نبات وده کمزوري کیږي او د حاصلات پر کمیت او کیفیت باندي هم خپل منفي تاثیر ښيي.
د نايتروجن د کمښت نښې:
څرنګه چي نايتروجن د کلوروفيل د ماليکول يوه مهمه ترکیبي برخه ده نو په دي اساس لومړنۍ نښي يې په نبات کي د پاڼو د اصلي رنګ بايلل دي. ټول هغه نباتات چي د نايتروجن د کمښت سره مخامخ وي پاڼي يي روښان و ژړ ته مايل رنګ اختياروي، او په اخر کي و سور رنګ ته میلان پیدا کوي، همدا ډول د نايتروجن د کمښت په صورت کي د نبات پاڼي تر خپل اصلي حالت کوچني، ساقې يي نرۍ، کمزوري او جانبي ښاخونه هم کم تشکيلوي.
په غله جاتو کي يي د کمښت نښې:
په غله جاتو کي هم دنورو نباتاتو په څير د نايتروجن د کمښت په وخت کي پاڼي او ساقې لنډي او نازکي کيږي او پاڼي يي په مختلفورنګونو لکه ارغواني ته مایل ژړ رنګ باندي معلومیږي او په خپل وخت حاصل ته نه رسيږي، دنبات وږي هم تر نورمال حالت کوچني وي او زړې پاڼي يي د څوکو له برخي څخه په ژړيدو پیل کوي، باید یادونه وسي چي د نبات په پاڼو کي د نایتروجن د کمښت راڅرګندیدل د کمښت د اوج په معنی دی.
همدارنګه ځینو څيړنو ښوولې ده که د جوارو په هر بوټي کي په منځنۍ توګه دري پاڼي ژړي وي نو په يوه هکتار ځمکه کي به ۲۸۰۰کيلو ګرامه کم حاصل ورکړي.
په غله جاتو کي د نايتروجن د کمښت مخنيوی:
څرنګه چي نايتروجن د زيات مصرفو عناصرو له ډلي څخه دی یاني زياته اندازه يي دنبات په واسطه په مصرف رسيږي نو اړینه ده چي هر کال د غله جاتو لپاره د هغوی د ضرورت په اندازه نايتروجن لرونکي کودونه خاوري یا ځمکي ته ورکړل سي، په غله جاتو کي د نايتروجن استعمال د نبات په ډول پوري اړه لري.
هغه پیژندل سوی او مناسب نايتروجن لرونکی کود کوم چي په افغانستان کي د نایتروجن د کمښت د جبران په موخه کارول کیږي عبارت دی له يوريا څخه کوم چي ۴۵سلنه نايتروجن لري. د غنمو لپاره د يوريا اندازه له (۲۰ ـ ۶۰) کيلوګرامه پوري فرق کوي یاني د اصلاح سوو غنمو لپاره ۶۰ کيلوګرامه او د للمي غنمو لپاره ۲۰ کيلوګرامه په یوه جریب ځمکه کي کارول کیږي، ذکر سوی کود باید غنمو ته په درې مرحلو کي ورکړل سي یاني یوه برخه يي د ډي اي پي (تور کود) سره يوځاي د کرلو په وخت کي، یوه برخه يي د پسرلنۍ نمو په وخت کي او پاتي یا وروستۍ برخه يي د وږي د ايستلو په وخت کي ورکړل سي، غنمو ته د یوریا د ورکولو بله طریقه هم سته هغه دا چي نیمه برخه يي د فرعي ساقو د ایستلو په وخت کي او پاتي نیمه برخه يي د وږي د ایستول په وخت ورکول کیږي.
د جوارو لپاره په يوه جريب ځمکه کي له (۵۰ ـ ۷۵) کيلوګرامه پوري يوريا یا سپین کود اړین دی او استعمال يي بايد دغنمو په څيرو ترسره سي يعني په درو یا دوو مرحلو کي باید ورکړل سي.
د جودرو لپاره د يوريا استعمال د نورو غله جاتو په پرتله کم دی يعني له (۵۰ ــ ۹۰ ) کيلوګرامه پوري په يوه هکتار (۵جریبه) ځمکه کي کارول کیږي.
د يولافو لپاره یوریا له (۳۵ــ۵۰) کيلوګرامه پوري په يوه هکتار ځمکه کي کارول کیږي او په درو مرحلو کي بايد ورکړل سي.
د يادولو وړ ده چي د پورته ذکر سوو غله جاتو لپاره په یوه هکتار ځمکه کي له (۱۵-۲۰) ټنه پوري تجزيه سوی حيواني کود هم باید استعمال سي.
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۴) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۳\ ۱۳۹۳
غواڑم چی د N.K.P
په یو هکتار زمکه کی مقدار معلوم کڑم معلومات راکڑی
دغہ معلومات د غنمو جوارو وربشو جودرو او وریجو لپارہ پہ لاس راوڑم