خاطره:

د ځوانیمرګ مساپر جسد یې له افغانستانه هریپور کیمپ ته راوړی و. چې څنګه یې جنازه وشوه او نور یې د قبر خواته وړه، ثمرګل اکا را منډه کړه. د کټ خواته ودریده، دواړه لاسونه یې پر ملا کیښودل او ښه په کړس کړس یې وخندل. او بیا یې راټولو شویو کسانو ته مخ را واړو:
ای، ناځوانو!
اوس په خپل ملګري خاورې اړوئ؟ زما په مساپر خاورې اړوئ؟ انډیوالي همدې ته وايي؟
و خلکو!
نو تاسې خبر نه یئ چې هغه ته مې تازه دسمال راوړی؟ هغه خو بل ځوان ورور هم نلري… نه، نه…

را ټول خلک ټول غلي وو او سپین ږیری ثمر ګل اکا همداسې لګیا و.

اخر، خلکو ونیوه. بیل یې کړ او جنازه پورته شوه.

یوه ویل: دوره پرې راغلې، اعصاب یې له لاسه ورکړي.
ای،
نن به جلال اباد کې هم په ډیرو خلکو دورې راغلې وي، ډیرو خلکو به ذهني کنټرول له لاسه ورکړی وي.
ملګرو!
دا مې د ماشومتوب کیسه وه، اوس ځواني هم په ختمیدو ده، خو

دا کیسې لکه چې هیڅ پای نلري؟

د وري ۳۰مه، ۱۳۹۴

One thought on “نا پایه کیسې/ محمد نعمان دوست، جلال اباد”
  1. ډيره ښکلي ليکنه ده اوډېره دردوونکي ۔ يوازې په ننگرهاريانو نه بلکې اوس په ټولا فغانستان دا چکر راغلې دی ۔

ځواب ورکول spearak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *