نبي زړونه هم وگټل مطیع الله عابد

څوک پیسې گټي څوک کیسې گټي. چا سره د نام غم وي او چا سره د مقام .څوک عزت بایلي او دولت گټي .یو سر بایلي او خولی ساتي.

زموږ د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي هغه ځوان دی چې هم ېې میدان گټلی، هم افغانستان ،هم ېې ځان ساتلی او هم وجدان.

هغه په داسې یو دوران کې د مقام نه استعفا ورکړې په کوم دور کې چې خلک هر څه نه تیریږي، خو چوکۍ نه نه، د کرکټ اتل محمد نبي ثابته کړه ،چې کله پوه شوې چې نور د قیادت بار نشي وړی، نو د چا په اوږو بار کیږې مه . چې کله پوه شوې چې نور د بل نوبت دی،نو شخیږې مه او چې کله خبر شوې چې په خلکو غمیږې ،نو دریږې مه.

نبي جان د کرکټ په میدان کې چې ځلیده، نو د خلکو خوښیده، چې کپتان شو نو نور هم په خلکو گران شو. چې ټیم ېې گټله، نو د ده په نوم تمامیدله. چې جام ېې راوړه ،انعام ېې راوړه. نو د ملک سره ېې ده ته هم نام راوړه.

خو چې کله د ده قدم بند شو، د لاس وار ېې خطا شو. د قیادت بار سره ېې سم قدم اخیستی نشو. خپل هغه زړو کمال ېې ساتلی نشو. نو زر ېې فیصله وکړه. چې بس دی. زه د مقام تږی نه یم. زه د نام وږی نه یم. زه هغه نه یم چې خلک وايي چې ځه او زه ناست یم. زه هغه نابللی میلمه نه یم. چې خلک وايي چې پاسه او زه ملاست یم.

محمد نبي نه مقام غوښتی و، نه ېې سوال کړی او نه ېې کوم جنجال. ریس احمدزي سره لوبیده. د نوروز منگل سره ېې هم پالله او اوس به د اصغر سره ځي . خو دا به ورته څوک ونه وايي چې نبي ته به کله ځې.

ماته هغه ورځ ښه یاده شي، چې د ویسټ انډیز په ټرینیډاډ ښار کې د بنگله دیش نه مو د کرکټ شل اوریز ټورنامنټ وگټه. محمد نبي د لوبو غوره لوبغاړی شو. غیږ ېې د انعامونو او جامونو نه ډکه وه. نو ما ورته ویل چې زړه دې نه غواړي چې کپتان شې. نو وې خندل. عابد جانه ،همداسې آزاد دې نه یم خوښ ؟.

بیا په نبي غږ شو چې راشه کپتان شه.هغه د قیادت په بند پابند شو. د ټول قام مسولیت ور په غاړه شو. بیا چې څه موده پس د کرکټ نړیوال جام ته د رسیدو زیری مو واورید. نو محمد نبي همدا ویل چې دا ټول کمال د ټولو دی. د هغو ټولو چې د کرکټ نوم ېې د کچه گړۍ نه نړۍ ته رسولی دی.

محمد نبي مې بنگله دیش کې ولید. چې کله افغانستان بنگله دیش ته ماتې ورکړه. نو ویل ېې چې اصغر او سمیع راته لوبه گټلې ده. نبي کله هم دا نه دې ویلي چې ما داسې ویل .زه داسې کوم . تل ېې د ټیم نوم اخیستی. د چا چې حق کیده ،د هغه نوم ېې اخیستی.

محمد نبي هغه وخت هم کپتان و ،چې پلار ېې حاجي صاحب خوبی د ده د سترگو تری تم شو. د ده په سترگو تور تم شو. محمد نبي د هغه وطن دپاره شمله او عزت گټه،کوم وطن کې ېې چې د ده د پلار عزت نه سر سلامت نه و. هغه په یو زړه د نورو قامونو سره جنگ کوه او په همدې زړه د بې درکه پلار غم کوه. محمد نبی د هر امتحانه او هر میدانه کامیاب راوتی. ځکه خو په ټولو گران دی. د هر چا نبي جان دی.

محمد نبي به نه یوازې د کرکټ په میدان کې د خپلې غوره لوبې. د کپتان په صفت د خپل قیادت او د میدان نه بهر په خپل صفت یادیږي. بلکې ترڅو چې کرکټ کیږي او افغانستان پکې یادیږي،نو د محمد نبي عیسي خیل نوم به هم لکه د سر خیل ځلیږي.

ځکه چې هغه په خپله میړانو نه یوازې میدانونه گټلي، بلکې میلونو زړونه ېې هم گټلي دي.

هغه زړونه چې د کلونو جنگونو، غمونو او دردونو نه ډک دي. محمد نبي ورته زیري او خوشالۍ راوړي. هغه ورته د نړۍ نه گلونه گیډۍ گیډۍ راوړي. نو قام به هم هغه نه هیروي. د هغه د هر کار صفت به کوي. عزت به کوي. ځکه چې نبي ورته د میدان د گټلو ،د افغانستان د پاللو او په عزت د وتلو هنر ښودلی.

3 thoughts on “نبي زړونه هم وگټل/ مطیع الله عابد”
  1. هو، بالکل همداسې ده. مونږ پر نبي جان باندې ویاړو. نبي جان تل ښه لوبه کړې، ښه کیپتاني یې کړې او همدارنګه ښه او پر ځای تصمیمونه یې نیولي دي. نبي جان تل د خپل ټيم او همدارنګه د خپل هېواد لپاره لوبه کړې ده، نه د خپل ځان لپاره. هیڅوک هم له نبي جان نه شکایت نه لري. نبي جان د هېواد ځوانانو او نویو نسلونو ته د اخلاقو او شرافت یوه ژوندې بېلګه ده. نوموړي نن پدې کار سره یو ځل بیا هم خپله درجه او کلاس په ثبوت ورسولو. نبي جان عیسی خېل نن پدې کار سره نه یوازې د کرېکټ ملي لوبډلې ته د عبرت یو لوی درس پرېښود، بلکې د هېواد په سیاسي ډګر کې یې هم سیاستوالو، دولتي مقاماتو او کوماندان صاحبانو ته لوی درس ورکړ. نبي جان د خلکو زړونه ډېر پخوا لا ګټلي او د ټولو خلکو دعاګانې او ملاتړ به تل تر تله ور سره وي. الله دې بریالی او سرلوړی لري. په درنښت.

ځواب ورکول fazal khaliq sehra ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *