تاند، شنبه، د حمل ۹مه: د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د مذاکراتي پلاوي د هرکلي په تړاو د زلمي خلیلزاد په څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د حکومت اجنډا او پلاوی دواړه ناسم دي.

خلیلزاد که څه هم د افغان حکومت له لوري اعلان کړی ۲۱ کسیز مذاکراتي پلاوی همه شموله بللی او هرکلی یې کړی، خو نبیل پر خپله ټویټر پاڼه خلیلزاد مخاطب کړی او پوښتلی یې دی چې صادقانه دې وغږېږي چې ایا دا پلاوی رښتیا هم سم تشکیل شوی که نه؟

نبیل ویلي، د مذاکراتي پلاوي له غړو سره کوم مشکل او ستونزه نه لري خو په وینا یې اجازه نه ورکوي چې افغانانو ته دې څوک په دا ډول سپکاوی وکړي.

ښاغلي نبیل ویلي، دا همغه پلاوی دی چې دوه اوونۍ وړاندې د خلیلزاد لخوا جوړ شوی او حکومت هم طالبانو ته له خپله اړخه د وړاندیز شوي پلاوي په حیث سپارلی دی.

افغان حکومت دوه ورځې وړاندې د معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسیز مذاکراتي پلاوی اعلان کړ چې له طالبانو سره به خبرو ته ځي او نن د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري تاند ته وویل، چې د دغه پلاوي اجنډا یې هم تکمیل کړې او ورسپارلې ده.

3 thoughts on “نبیل، خلیلزاد ته: رښتیا ووایه د حکومت مذاکراتي پلاوی سم دی؟”
  1. دا نبیل د چا زوی دی؟ ی هغه وخت د ملی امنیت رئیس شو چی پاکستان امریکا نه وغوښتل چی امرالله صالح ورته د ملی امنیت د رئیس په حیث د منلو وړ نه دی. نو د پاکستان د مطلوب شخص په توګه نبیل دامنیت رئیس شو. اوس د ده نده فقط د افغانستان بی ثباته کول دي.

  2. د وخت په تېرېدو سره د افغانستان ولس د پنجاب په لاس روزل شوې منحوسې ، پټې او مرموزې او د دوست په لباس کې دپردیو مزدورې څېرې پیژني.
    دا ټول د ښاغلي کرزي له لاسه ده چې پاکستان زمونږ په څومره حساسو او حیاتي ادارو کې دومره لوړ رتبه کسان ځای پرځای کړیدي. دوی اوس علنا د پنجاب له ګټو دفاع کوي.
    زما د وطن سپی د پنجابیانو له وزیرانو او لومړی وزیرانو اهمیت او قدر لري.

  3. نبیل باید د خپلو رایو او ظرفیت په تناسب په ملی مسائیلو کی نظر ورکړی ، د رایو فیصدی یی داسی ده چه باید یو څه وخت خپل د خجالت او سکوت موده تیرکړی اونورو ته غوږ ونیسی ، د افغانستان د مدبره او مفکره ملی ولسمشر داکتر اشرف غنی نه زده کړه وکړی ، هسی ادعا ګانی د رهبری آسانه دی خو مقتضیات پوره کول یی سخت کاردی ، په افغانستان کی بد بختانه اهلیت او ظرفیت ته د غاړه ایښودلو فرهنګ تراوسه نشته ، د ټیټ اهلیت کسان د لوړ ظرفیت درلودونکو سره منفی رقابت شروع کوی او دغه کارچه علت یی شخصی عقدی دی د رهبری په سطح دغه ۴۰ کلونه کی هغه مشکلات جوړ کړی چه نن یی عام زوریدلی ملت قیمت پری کوی ، او دغه بی ظرفیته ، نا اهله
    دولسمشری مدعیان په داخل او خارج کی ددغه مظلوم ملت په غلا کړودارییو باندی سرمایه ګذاری کړی او جایدادونه یی تر لاسه کړی ، ملت اوس بیداره دی دغه سیاسی دوکانداران یو یو ډیر ښه پیژنی

ځواب ورکول فریدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *