نبیل

تاند، یکشنبه، د سنبلې ۳۱مه: د ملي امنیت پخوانی رئیس او د ولسمشرۍ نوماند رحمت الله نبیل وايي، که په ټاکنو کې بریالی شي نو د  افغانستان جګړه به استخباراتي کړي او ټول والیان او ولسوالان به یې یا نظامیان یاهم استخباراتي کسان وي.

نوموړي له بي بي سي سره د خپلو برنامو په تړاو مرکه کې ویلي، ټاکنیزې دستې یې د افغانستان امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره تر ټولو جامع طرحه برابره کړې ده.

 ښاغلی نبیل زیاتوي، امنیت ورته تر هر څه لومړیتوب لري ځکه امنتیت پخپله د اقتصادي او کاري فرصتونو ودې ته لار برابروي او افغان جګړه به واک ته له رسېدو سره سمه استخباراتي کړي.

نوموړي په دې تړاو وضاحت ورکړی: (( دا جګړه استخباراتي ده، باید موږ هم ورته استخباراتي شوو، که واک ته ورسېږم،  ولسوالان او والیان به مې نظامي یا استخباراتي کسان وي، کلیو، عالمانو، امنیتي بنسټونو، ګوندونو او ښاریانو ته به خاصه توجه وکړم.))

نوموړی وايي، واک ته له رسېدو وروسته به لومړی پاکستان ته له دې پیغام سره سفر وکړي چې ورته ووايي، افغانستان هیچا ته په خپله خاوره کې د پټو ګټو د پاللو اجازه نه ورکوي.

نوموړی په دې باور دی چې افغانستان باید د ځان لپاره یو امنیتی او استخباراتي ځانګړی حریم تعریف او ولري، تر څو یو هیواد په افغانستان کې استخباراتي فعالیت کوي، نو افغانستان هم باید په هغه هیواد کې استخباراتي لاسوهنه وکړای شي.

ښاغلی نبیل د حامدکرزي په وخت کې دوه ځلې او د ولسمشر غني په وخت کې یوه دوره د ملي امنیت رئیس پاتې شوی چې د ولسمشر غني له څنګه څخه د تلو سبب حنیف اتمر او پخپله ولسمشر غني یادوي.

3 thoughts on “نبیل: افغان جګړه استخباراتي کوم، ولسوالان او والیان به مې جاسوسان وي”
  1. ښاغلی نبیله !
    ته چې په دغه درې دورو کې د ملي امنیت رئیس وې، تا داسې څه کړي دي چې ملت نن ښاغلی اشرف غني پریږدي او تاته رایه درکړي .
    ستا ځانګړې کارنامې څه دي ، اوس په دې کار نه کیږي ، ګرانه لاړ شه دولت ساز ټیم سره یو شه او د ولس او د هیواد ژغورنې لپاره یو لاس شئ .
    کله د عبدالله سره کله د عطا محمد نور سره کله د نورو ځورواکو په ټولنه کې یې کله بېل شې ، یو دریځ دې سم ونه نیو ، او دا ضد او نقیض پلانونه هیڅ لاس ته راوړنه نه شې در په برخه کولی .
    ته چې وایې پاکستان ته ځم ، داسې به ووایم او هغسې به ووایم ، دا خبره دې هم سمه نه ده ، ځکه چې پاکستان تا اوسه پورې ونه پیژندو، او د اتلسو کالو له تېریدو وروسته ته اوس استخباراتو ، تروریست او همدارنګه غدارانو له تعریف او حریم لټوې ، اوس هیڅ هم نه کیږي ، ځکه چې تا نه اوس وخت تېر دی ، ګرانه دا کارونه دې مخکې ونه کړل ، اوس به پرې مونږ څه وکړو ، ځکه چې تاسې یې ګټلی نه شۍ . او یوه د ولس نه هم خبره واوره : پاکستان د سپي لکۍ ده ، چې سل کاله یې هم سیده کړې ، بیا به هم همغه شان کږه وي

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *