تاند، جمعه، د جدي ۱۳مه: د ولسمشرۍ نوماند او د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل، د ایراني جنرال قاسم سلیماني په وژنه غبرګون ښودلی او هغه یې د سیمې د امنیت لپاره لوی ګواښ بللی دی.

نومړي ویلي، سلیماني د ایران د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره قیمتي و، خو په سیمه کې یې ټولې نیابتي جګړې طراحي کولې چې په وینا یې وروستیو کې یې د فاطمیون، زینبیون، حیدریون او حسینیانو ډلې هم له افغانانو څخه جوړې کړې وې.

نبیل ویلي، د سلیماني په وژنه به سیمه کې تاوتریخوالی زیات شي خو په وینا یې چې افغانستان باید له دغه تاوتریخوالي لرې وساتل شي که نه زیان به یې ډېر افغانستان ته متوجه وي.

د ولسمشرۍ بل نوماند عبداللطیف پدرام هم د سلیماني وژنه غندلې او حامد کرزي هم هغه ته د شهید خطاب کړی دی.

د سپاه پاسداران قدس څانګې مشر قاسم سلیماني نن له اووه ملګرو سره یو ځای په بغداد کې د امریکايي هوايي برید په ترڅ کې ووژل شو.

3 thoughts on “نبیل: د افغان فاطمیون، زینبیون، حیدریون او حسینیانو ډلې سلیماني جوړې کړې وې”
  1. د دغه سوډر خبرې زموږ د ملک هاشم خبرې دي، ما غوندې عام افغانان هم پرې پوهیږي، دغه په تش ډاګ پاته شوی سوډر غواړي امریکا سفارت خوشاله کي چی راتلونکي حکومت کې یو څه چوړړړووت ورته ورسیږي ههههههههههه

  2. ښه شو چه دا فسادي خو ورک شو او دا شاو خوا ملکونه تری په ارام شوو
    دی په ايران کي نه بلکه په پردی خاوره کي وژل شوي دی

  3. کرزى او نبيل صاحبانو ده قاسم سليمانى ده مرګ سره سره ده هعه افغان مريضانو غم هم اوخري چه صرف ده مرض ده تشخيص دپاره پاكستان ته رازي.نن مي په ليډي ريډنګ هسپتال په ميډيكل يونټ كښي ده پروان صوبي مريض
    جان محمد 50 كلن چه ده كنسر ده مرض علامات پكښي دي صرف ده **Bone marrow biopsy aw ya da lymph node biopsy** tests zarorat de.ده شرم ځي دي نه داسي هسپتال نه او private Lab شته چه دا دواه ټيسټونه په كښي وشي -پښور ستاسي كور دي خو اوس ده ټوپك په ځاي قلم……….

ځواب ورکول لوګی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *