تاند، یکشنبه، د جدي ۱۵مه: د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ادعا کړې چې طالبانو تر ټولو پرمختللې وسلې ترلاسه کوي او دا ډله د ۱۸ کلنې جګړې تر ټولو خطرناک او پيچلي پړاو ته داخلېدونکې ده.

رحمت الله نبیل وروستیو سیمه ییزو تحولاتو ته په اشاره په یوه ټویټ کې ویلي، که د سولې پروسه ژر تر ژره نتیجه ور نه کړي طالبان به د هوايي دفاع پرمختللې وسلې ترلاسه کړي.

نوموړي ویلي، که د سولې هوکړه تر راتلونکي دوبي پورې ونه شي او افغان سیاسیون د سولې په اړه ملي اجماع رامنځته نه کړي نو دا به له امکان څخه بهر خبره نه وي چې طالبان به مینپاډ ( د هواي دفاع لپاره انسان وړونکی سیسټم) ترلاسه کړي او ورسره به افغان جګړه تر ټولو خطرناک پړاو ته داخله شي.

ښاغلي نبیل ټینګار کړی چې افغانان باید د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ترجیح ورکړ او ژر تر ژره د راتلونکو ګواښونو څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره لاس په کار شي.

نبیل نه دي ویلي چې طالبان به دا وسلې له کومه کړي؟ خو دا په داسې حال کې ده چې په یمن کې هم د عرب ایتلاف او په سوریه کې بیا د لویدیځ ایتلاف پر ضد وسله والو ډلو سره د ایران پرمختللې وسلې کشف شوې دي.

داسې انګیرل کېږي چې د افغانستان طالب وسله واله ډله هم له ایران څخه په دې برخه کې پردۍ نه ده او دغه هېواد تل د طالبانو د بغاوت د پیاوړتیا لپاره د دوی وسله والو ته روزنه او وسلې ورکړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د امریکا لخوا د ایراني جنرال سلیماني وژل کېدو حالات ترینګلي کړي دي خو طالبانو ویلي د نوموړي وژنه به پر افغان سوله کوم منفي اغېز ونه کړي.

One thought on “نبیل: که تر راتلونکي دوبي سوله ونه شي، طالبان به هوايي دفاعي وسلې ترلاسه کړي”
  1. کله چی زموږ سیاسیون پوه شی چی په قدرت کی دولت ځای نه راکوی نو د ولس د اذهانو د مغشوش کولو په خاطر په رسانیو دا ډول څرګندونی کوی
    نو که یو عادی شخص یوه خبره وکړی ګیله ورڅخه نه کیږی ورته ویل کیږی چی معلومات بی اساس دی مګر نبیل خو بیا ریس د امنیت پاتی شوی چی داسی ده نو پدی ۱۸ کلنه جګړه کی دومره افغانان ووژل شول یا طالب له لوری یا داعش یا پاکستان مخفی جنګی ډلو له لوری یا ایرانی جنګی ډلو له لوری چا یی غږ واوریده که سبا نوری نظامی ځواک هم پیدا کړی ولس غمخوار کم شوی ټول سیاسیون په شخصی ګټی پسی منډی وهی ځکه کله چی پاکستان جنرال یا ملا مړ شی دلته هم دولتی او هم سیاسی چارواکی خپله غمرازی ښکاره کوی او کچیری ایرانی جنرال یا ملا په حق ورسیږی همدارنګه غمرازی ښودل کیږی او د شهید لقب ورته کارول کیږی
    لدی داسی معلومیږی چی زموږ جنرال ته د انسان په سترګه هم نه کتل کیږی ځکه که امریکا قصدی یا په سهوی سره افغان نظامی ځواکونو باندی بمبار کوی هیڅ سیاسی او دولتی چارواکی ورباندی غمرازی او نږدی همسایه هیوادونه په تیره بیا ایران او پاکستان را سره غمرازی نه ښآیی

    تر پرونه پوری ټولو سیاسیونو ناری وهلی چی همدا سلیمانی طالبانو سره د وسلی او نورمالی مرسته کوی چی په همدی مرستی سره زموږ زیاتره نظامی جنرال په حق رسیږی ولی ایران یا پاکستان د همدی افغانی جنرالانو په وژلو کی له افغان دولت یا افغان ولس سره خپله غمرازی نه ښکاره کوی

    عجیبه داده که یی امریکا هم وژنی او که طالب مګر زموږ سیاسیون او چارواکی ورباندی غبرګون نه ښایی بیا وایی چی دا نظامی جنرال زموږ د خاوری ساتنی لپاره روزل شوی
    نو ولی نن دوی ایرانی جنرال په حق کی خپل غبرګون او غمرازی ښایی مګر هغه افغانی جنرال چی همدی امریکایی بمبار په وسیله په سنګر کی له مینځه ځی بیا ټول سیاسیون پټه خوله نیولی وی

    را به شم بیرته د نیبل خبری ته کچیری تردوبی سوله ونشی نو مطلب مشکلات به جوړ شی بیچاره خبر نده چی د طالبانو د قطر مصرف او جنګ مصرف پاکستان له لاری په غیر مستقیم ډول همدی طالبانو ته امریکا ورکوی

    هر هیواد چی پاکستان سره نظامی او مالی مرسته کوی په اصل کی طالب جنګیالی پیاوړتیا لپاره کوی که تاسی په یاد وی د قطر د مصرف خبره په رسانیو کی افشا شو مګر یوه ورځ ټرمپ په خپل ټویټ کی لیکلی وو چی موږ پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالره ورکړل مګر دوی موږ سره دوکه وکړه مطلب دا چی امریکا غواړی طالب د روسیی پر ضد وکاروی مګر خبر نه وو چی روسیی اوس په طالبانو کی زیات ریښی غځولی دی ځکه اوس د شپی له لوری یو ډول دوربین هم ورته محیا کړی چی زیاتره شمالی ولایتونو کی چی کوم تلفات دولت ته اړول کیږی د همدی دوربین له لاسه ده مګر زموږ دولت باید له پاکستان او روسیی سره خپلی اړیکی د دایم لپآره سیاسی اړیکی بندی کړو ترڅو دوی پوه شی دا کار زموږ غلط دی او اوس افغان ولس په موږ باندی پوه شوی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *