تاند، سې شنبه، د میزان ۹مه: د ولسمشرۍ نوماند رحمت الله نبیل، د دولت ساز او همپالنې ټیمونو د بریا د اعلانولو په غبرګون کې وايي، یوازینۍ مرجع چې ناکام او بریالی نوماند به اعلانوي د ټاکنو خپلواک کمېسیون دی.

نوموړی وايي، ټاکنې دویم پړاو ته ځي او لومړی پړاو هیڅ بریالی نوماند نه لري: «هیڅوک د وړاندوینې حق نه لري، دا د قانون خلاف کار دی، که په بریا شي، نو په معنوي لحاظ موږ بریالي یوو، خو موږ دا خبره نه کوو او کمېسییون ته هر څه پرېږدو.»

ښاغلي نبیل وايي، په خپل سر د نوماندانو له خوا ځان بریالی اعلانول هېواد بحران ته بیایي او کمېسیون هم که د هېواد هدیرې له یو نیم کېلومترو څخه اوږدول نه غواړي نو رڼې او دقیقې پایلې دې اعلان کړي.

د رحمت الله نبیل په خبره کمېسیون باید د دویم دور ټاکنو ترسره کولو وړتیا او چمتووالی ولري: «هر ټیم چې ځان بریالی اعلانوي، رایې یې د درغلۍ دي او دا هیواد بحران ته بیایي، ځکه همدا اوس یو ټیم یوه یوه رایه په دوه سوه ډالر اخیستې ده)

نوموړي د کوم ټیم نوم وانخیست خو وايي، په سږنیو ټاکنو کې داسې ټیم هم و چې پر کمپاینونو یې ۱۷۵ میلیون ډالر لګولي دي.

ښاغلي نبیل په ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون په تړاو وویل، دا د خلکو له خوا د ملي یووالي د حکومت د مشرانو پر مخ کلکه څپېړه وه، ځکه د ده په وینا خلک د همدې حکومت له کبله پر ټاکنو بې باوره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د میزان د شپږمې ټاکنې که څه هم له ګواښونو سره ملې وې، خو د امنیت په فضا کې تېرې شوې.

One thought on “نبیل: یو ټیم ته یوه رایه په ۲۰۰ ډالر تمامه شوې ده”
  1. TO NABIL;YOU ARE WRONG;
    YOU THINK YOU ARE AGENT or INTELLIGENT OF ONE ORGAN.
    BUT DON,T THINK TO MUCH HIGH.
    AFGHANS HAVE MANY SOLD OUT AGENTS.
    YOUR WEIGHT IS NOT CAPABLE HOW MUCH YOU THINK.
    you think high from how much you are
    ABSOLuTLY YOU DON,T HAVE QUALIFICATION OF PRESIDENCY with yellow face.(sick)
    STOP SABOTAGE ;PEOPLES KNOW RIGHT DIRECTION.
    anywhere nominate spend money.but money go to the pockets of public.

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *