د نجيب الله د ماتې لاملونه اوکودتاوې:     

 څلورمه برخه  

نجيب الله په داسې مهال واک ته ورسېد چې نړۍ يو قطبي خوا ته روانه وه، ګورباچف نه يوازې د برژنف تګلاره او کړنلاره غندله بلکې داسې عملي ګامونه يې هم پورته کړل چې د امريکا هېواد کلونه کلونه ورته سترګې په لاره وو.

د سيمې او نړۍ هېوادونه په سرکې پاکستان هم په دې پوهېده ،چې د شوروي ښکېلاک ټولواکمنۍ مخ په ځوړه روانه ده. امريکا او پاکستان نه غوښتل چې نجيب الله په واک کې پاتې شي، دوی هغه د شوروي اتحاد لاسپوڅي ګاڼه او په دې هڅه کې وو چې دوی يو خپل لاسپوڅی واک ته ورسوي.

پاکستان يو کمزوری افغانستان غوښته، له مينځپالو تنظيمونو نه يې بنسټ پاله غوره ګڼل، ولې امريکا کوښښ کاوه چې محمد ظاهر، د افغانستان پخوانی پاچا او يا د هند پلويانو ته د واک زمينه برابره کړي.

I.S.I په سر کې حميد ګل په دې ټينګار کاوه چې افغان روښان اندي او د پاچا پلويان له مخې لرې کړي او د دوی د سياسي فعاليتونو مخه ډب کړي.

پاکستان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ځان ځکه برلاسی ګاڼه چې د جهاد په موده کې يو شمېر داسې بنسټونه يې رغاولي ول چې هغه د سټيوکول خبره:

«د افغان د جهاد بنسټ اېښودونکی پلار، جنرال اختر… چې د پاکستان د څارګرۍ باني وو… شا ته يې خورا ويړ ميراث پرې ايښی و. په ۱۹۷۱ کال په ټول پاکستان کې يوازې «۹۰» مدرسې وې. خو د ۱۹۸۸ کال په دوبي کې هلته «۸۰۰۰» رسمي او ۲۵۰۰۰ نا راجستره شوې ديني مدرسې وې چې دا ټولې مدرسې د ډيورنډ د کرښې په اوږدو کې وې، او د سعودي عربستان او نورو خليجو هېوادونو له خوا تمويلېدې.»(1

د دغو مدرسو شاګردان ټول د جهاد په روحيه روزل شوي ول په ځانګړي ډول د نجيب الله حکومت يې يو کمونستي رژيم باله او د هغه پر ضد يې جهاد روا ګاڼه بېنظير بوټو په ۱۹۸۹ کال واشنګتن ته سفر وکړ، له ولسمشر جيورج بوش او د امريکا له بهرنيو چارو وزير جېمز بيکر سره وليدل.

د پاکستان د صدراعظمې پاليسي هغه مهال په ډاګه شوه چې د دې نږدې، يوه پلوي، د امريکا سفير ذولفقار علي خان له انډيپينډينټ ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل:

له چريکانو څخه هيله نشي کېدی چې له جنرال نجيب او په کابل کې له نورو لوړ رتبه کمونستانو سره خبرې وکړي. جيورج بوش او بېنظير بوټو، دواړو په دې ټينګار وکړ چې دواړه هېوادونه به دوه اړخيزه کړنلاره پر مخ بوځي.

که څه هم امريکا چې د مجاهدينو له ملاتړو څخه وه لا دمخه يې په ډېر مهم وخت کې پيتر تامس په ۱۹۸۹ کال د اپرېل په ۷ نېټه چې د حمل له ۱۸ (۱۳۶۸ کال) ڼېټې سره برابره وه د سفير په توګه مجاهدينو ته واستوه. له دې سربېره بيا «سي – آی – اې نورسټنګر توغندي د افغانستان د حکومت پر ضد پاکستان ته په واک کې ورکړ، چې کابل حکومت تر ګواښ لاندې ونيول شي. «۱۲۰» ملي متري هاوانونه، غونچه يي بمونه… ۹۱ د ۱۹۸۹ کال لپاره يې شپږ سوه ميلونه ډالره هم مرسته وکړه همدغسې سعودي عربستان هم د مرستو ټټر وواهه. چې د هغه هېواد دالر، په ډالرو مقابله وکړي.»(2

له يوې خوا د نجيب الله پر وړاندې پاکستان، امريکا او د امريکا متحدين وو چې نه يې غوښتل په واک کې پاتې شي او له بلې خوا د کابل د حکومت متحدين په سرکې شوروي اتحاد د تېر په څېر دې ته چمتو نه ول چې له افغانستان سره اقتصادي او پوځي مرسته وکړي.

له دې سربېره د نجيب الله د ماتې بل بنسټيز لامل په ګوند او حکومت کې خپل مينځي سياسي او پوځي اختلاف وو چې دی يې له سترو ګواښونو سره لاس او ګرېوان کړی وو.

هغه مهال چې د شوروي اتحاد، د استخباراتو مشر ګريچګوف کارمل ته په ټيګار سره وويل چې د ګوند له مقام نه استعفا وکړي او بيا چې په ۱۳۶۵ کال د غوايي په څوارلسمه نېټه پلينوم جوړ شو او نجيب الله يې د ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکه. دلته دي چې د کارمل پلويانو په څرګنده توګه د نجيب پر ضد په مظاهرو او غبرګونونو لاس پورې کړ.

په دغه وخت کې چې نجيب الله ډېرې ستونزې لرلې هغه يې له خپلو شوروي سلاکارانو سره شريکولی خو په دوو غوښتنو يې ډېر ټينګار کاوه، لومړی دا چې بايد دوی سره پوځي مرستې وشي. دويم ببرک کارمل چې د ده د پرمختګ مخه نيوله مسکو ته وغواړي.

د الکساندر، مايوروف د څرګندونو له مخې چې په کابل کې شوروي سفير ته به چې په پوځي او سياسي بېرو په غونډوکې ګډون کاوه.»(3 نو ډېر ځله به يې د امريکا او پاکستان لاسوهنې ورته په ډاګه کولې.

د نجيب الله لومړی وړانديز ومنل شو، شوروي چارواکو د نوامبر په مياشت (۱۹۸۶ کال) کې چې د عقرب له مياشتې سره برابروه وه کارمل يې له انقلابي شورا نه ګوښه کړ او د تداوی په پلمه يې مسکوته واستوو.

د دويم وړانديز په تړاو لکه څرنګه چې شورويان وېشل شوي وو، دا رنګه د واشنګټن چارواکي هم په يوه خوله نه وو.

د بېلګې په توګه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مرستيال ارماکوست په ډاګه کړه: «که د زماني جدول له مخې شورويان له افغانستان نه ووځي موږ د ژينو په موافقه ليک عمل کوو.»([1])

ولې پر سبايې د سپينې ماڼۍ وياند «مارلين فيتز واتر» وويل:

«د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، بيا موږ په دې غور کې وو چې له مجاهدينو سره مرسته وکړو او کنه؟.»(4

د ګورباچف يو نامتو سلاکار هم دا خبره په ډاګه کړې ده، کله چې دی له «شولتز» نه په دې تړاو څو وارې پوښتي، هغه ورته په ځغرده ځواب نه وايي چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته له وسلوالو سره مرسته کوي او کنه؟ دا رنګه په مسکو کې شولتز له شوارد نادزه سره هم ګوري ده دا خبره وکړه چې شوروي لوری په موږ تور لګوي چې تاسې له خپلې ژمنې نه سرغړونه کوئ.

په هر حال نجيب الله ته په کور دننه او بهر ګڼې ستونزې په مخ کې وې. خو کومو ستونزو چې له پښو وغورځوه، هغه کونۍ ستونزې وې چې د ده د سيا سي نغري په خوږلن کې پټې وې.

دغه سياسي نغری د افغانستان د خلک دموکراتيک (وطن ګوند) ګوند وو چې په دغه مهال کې په څو ډلو وېشل شوي وو:

«د ګوند له دويمې کنګرې وروسته د کارمل د پلويانو لخوا د بريالي په مشرۍ پټ تشکيلات را مينځ ته شو. د پرچميانو د ډلې څخه کاوياني او مزدک په پټه له «اسلامي جميعت» سره اړيکې ټينګې کړې. دريمه ډله چې د نجيب پر وړاندې فعاله وه هغه د کشمنه په مشرۍ فاسد بيوکراتان ول او دا هغه مهاله وه چې نوموړی د حکومت په دويمه دوره کې لرې شوي وه.

څلورمه ډله چې په دويمه کنګره کې ګډون نه درلود او د شهنواز تڼي د کودتا په نوم زندان کې ول… دوی هم په نجيب الله باندې اعتراض کاوه.»(5

د څلور واړو ډلو په سر کې درې لومړی ډلې په دې اند وې چې لومړی کارمل بېرته هېواد ته وغواړي او نستوړي د مارانو په توګه يې نجيب دې ته اړ کړ چې په سياسي بېرو کې د دغه وړانديز پخلی وکړي چې د ګوند ډېری غړي غواړي چې ببرک کارمل بېرته هېواد ته را ستون شي.

له دې سربېره سياسي شکاکينو د کشتمند په مشرۍ پرېکړه وکړه چې په نجيب باندې يوځل بيا خلقيان بې باوره کړي نو له ده سره د روغې جوړې په نوم کشتمند، بريالی وکيل، کاوياني او مزدک په ګډه نجيب الله د اناهيتا راتب زاد کورته بوته او بي ا کارمل اناهيتا ته تيلفون وکړ او هغې هم د نجيب د راتلو ډاډ ورکړ او د دوی تر مينځ اړيکه ټينګه شوه.

نه يوازې خلقيانو بلکې يو شمېر پرچميانو هم د کارمل بېرته راتګ وغنده او نجيب الله ته يې وويل: نه يوازې د کارمل بېرته راتګ ستونزې زياتوي، بلکې د کودتا د کولو شونتيا هم ترسترګو کېږي.

عظيمي چې د کودتا چيانو «مغز متفکر» وو د نجيب الله او خلقيانو په تړاو کاږلي دي.

«نجيب الله د خپلې مبارزې په اوږدو کې له خلقيانو سره ښې اړيکې نه لرلې او له هغو سره يې له تصب ډک چلن کاوه، ولې کله چې د دولت ريس شو له هغوی سره جوړ جاړي ته ورسېد، خو له کارمليانو سره يې د يوه نه پخلا کېدونکي دښمن په څېر چلن کاوه…»(6

د عظيمي دغه څرګندونې حقيقت نه لري، دا ځکه چې نجيب الله تر دغه دمه خپل «دښمن پرچمي» له خپل دوست خلقي سره نه پرتله کوه.

عظيمي لکه د خپل نيکه په څېر (محمد عظيم برګټ) دواړو غړو ته څرېده، هم يې ځان د نجيب دوست ګاڼه او هم يې د شا لخوا پر هغه بريد کاوه.

برګټ عظيمو چې په «حربي فابريکه» کې کار کاوه، له يوې خوا مشروطه غوښتونکو سره، سر خوځوه او له بلې خوا يي امير حبيب الله خان ته جاسوسي کوله چې له بابته يې دېر مشروطه غوښتونکي په دار ځړول کېدل او ده به انعامونه ترلاسه کول.

له يوې خوا د کارمل ډلې له نجيب الله سره د سياسي پخلاينې خبرې کولې، ولې له بلې خوا يې خپلو ملګرو ته ډاډ ورکوه چې اوس شورويانو ته دا څرګنده شوه چې د پرچم ډلې رښتنی رهبر ببرک کارمل دی.

همدغې ډلې د خلقيانو له پخوانۍ رهبرۍ سره (دستګير پنجشېری، زيری) هم اړيکې ټينګې کړې چې تاسو د ګوند بنسټ ګر استی، بيا يې په ګډه له تڼي سره اړيکې ونيولې چې کودتا ته لار پرانيزي.                    

د تڼي د کودتا په تړا ونوي څرکونه ا ونوې موند نې:

شوروي اتحاد په ۱۹۸۸ کال داسې هڅې چټکې کړې چې دتنظيمونو له مشرانو سره لومړی لاس خبرې پخپله وکړي او د يوه نوي حکومت جوړېدو ته لاره پرانيزي.

په کابل کې د شوروي د نوي سفير «ورنتسف» له هلوځلو دا ښکارېده چې د مجاهدينو له مشرانو سره نېغ په نېغه وګوري.

ولې دافغانستان جمهور ريس نجيب الله د دې لپاره چې شوروي اتحاد او نړيوالو ته وښيي چې د ژينو له موافقه ليک نه وروسته دی دې ته ژمن دی چې يو ناپېيلی حکومت را مينځته کړي. نو په همدې بنسټ يې حسن شرق د هېواد د صدراعظم په توګه وټاکه (د مې مياشت ۱۹۸۸ کال).

شوروي ته د شرق ټاکنه دېره د پام وړ ځکه نه وه چې کې جې بي نومړی له پخوا نه پېژنده او دی يې د خلک له ګوند سره په تړاو ناپېيلی نه ګاڼه.

د الکساندر لياخفسکي په اند: «شوروي مشرانو ته دا څرګنده شوې وه چې د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند نوره سياسي اينده نه لري.»(1

د همدې بنسټ له مخې شوروي چارواکو هڅه کوله چې د کابل د حکومت او د تنظيمي مشرانو تر مينځ خبرو اترو کوربه شي.

هاريسون په دې اړه چې شوروي چارواکو د کومې اندېښنې له مخې دا هڅې کولې، داسې انګېري:

«په پرلپسې ډله ييزو رسانيو کې دا خبره کېده چې په دې نږدې وخت نجيب الله ګوښه کېږي… شوروي پرېکړه کړې وه چې هغه يوې خوا ته پرېږدي، داسې ګونګسې هم وې چې د ګوند خپل مينځي کړکېچ له مخې ښايې داسې يوڅه پېښ شي.»(2

د شهنواز تڼي د کودتا په تړاو هم داسې اوازې او انګازې له يوې مياشتې نه په ډېره موده کې تر غوږو کېدې، ان د جلال اباد له جګړې نه د مخه دا غوږ وهنې وې چې د دفاع وزير غواړي د نجيب الله پر وړاندې کودتا وکړي.

د شوروي د سرو لښکرو له بريد نه را په دېخوا داسې انګېرنې وې چې يوشمېر شوروي سلاکاران د کارمل او په ټوله کې د پرچميانو ملاتړي دي، دا ځکه چې د دوی په ملاتړ کارمل واک ته ورسېد. ولې داسې ګونګوسې هم وې چې شورويانو اوس دا درک کړې ده چې دوی وغول شول چې ګني حفيظ الله امين د سي آی اې جاسوس دی.

پرچميانو او خلقيانو هم خپل سياست مسکو پورې تړلی ګاڼه، کله به چې د هغوی په رهبرۍ کې بدلون راغۍ، نو هرې ډلې به د ځان خوا ته را کاږه چې ګني دی د خلقيانو ملاتړی دی، نورو به بيا داسې ګړنجوله چې «ملګری کارمل چې ژوندی وي هېڅ شوروي رهبر د پرچم دارانو خلاف نشي کېدی… د نجيب الله پوځي سلاکار پروفيسور محمد قارييوف (ګارييوف) هم د دې خبرې پخلی کړی دی چې د نجيب الله دريځ د پرچميانو د نورو مشرانو په شمول د خلقيانو د يو شمېر مشرانو پر وړاندې دومره د خواشينۍ وړ وه چې دواړو لورو دولتي کارونه پرې ايښي ول او په خپلو شخصي ناندريو کې ښکېل وو.

«ما په وار وار نجيب الله جنرال رفيع، سلطاني علي کشتمند، د بهرنيو چارو وزير وکيل، شهنواز تڼي د مرکزي کمېټې غړي کاروال او نور سياسي او پوځي مشرانو سره وليدل چې دوی پخپلو کې پخلا کړم.

جمهور ريس نجيب الله په دې ټينګار کاوه بايد دغه کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي. ده په ملي امنيت ډېره ډډه لګوله، ما ورته سلا ورکړه چې خلقيان هم بايد په ملي روغه جوړه کې ور ګد کړي. په ډېرو برخو کې د دفاع وزير «حق په جانب» وو. ځکه چې د پوځي کارپوهانو په ټاکلو کې د هغه وړانديزونو ته لږ پام کېده.

نجيب الله د جنرال باقي، جنرال عبدالحق علومي په غوښتنو ډېر څرخېده… ان ريس جمهور يو ګام وړاندې لاړ، غوښته يې تڼی د زده کړو لپاره شوروي ته واستوي. دی پدې هم پوهېده چې شهنواز تڼي شوروي ته نه ځي.»(3

دواړه لوري دې ته ژمن نه وو چې د هېواد سيا سي او پوځي ستونزو ته پام واړوي. يوازې د شخصي ګټو او ځان پالنې په فکر کې وو. چې څرنګه د يو بل په وړاندې توطيه وکړي. د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته بيا هم ددوۍ سلا کارانود افغانستان په پوځ کې د ۹۰۵ تنو په شاوخوا کې پوځي کارپوهانو کار کاوه چې يوازې د کابل په ګارنيزيون ۳۲۰ تنه پوځي سلاکاران په دنده بوخت وو. له دې سربېره له مسکو نه به هم لوړ رتبه پوځيان وخت ناوخته کابل ته راتلل.

د مې په ۳ نېټې (۱۹۸۹ کال) جنرال وارينيکف د افغانستان د حالاتو د ليدلو لپاره کابل ته راغی او له يو شمېر چارواکو سره يې وليدل.

الکساندر خفسکي د وارينيکف په تړاو د هغه له خولې کښلي دي چې:

«ما له تڼي، يعقوبي، وطنجار (چې دغه وخت د ګلاب زوی پر ځای ټاکل شوی وه)، د جمهورريس له مرستيال رفيع، او همدغه راز له نجيب الله سره وليدل.

تڼي ډېر خوشاله وه او د زړه له کومې يې کا رکاوه. ولې يعقوبي بيخي بل ډول وو. خو کله چې مې له نجيب سره وليدل دی هم د تېر په څېر نه وه، د ما پر وړاندې چې پخوا به مو تل ور سره ليدل بېګانه، خود خوا او له غرور نه ډک چلن وکړ… دلې د څلورو ورځو لپاره پاتې شوم. نوموړی له هغه ځايه کندهار ته لاړ او بيا بېرته مسکو ته را ستون شو. دا د وارينبکف وروستی سفر وه.»(4

يوازې دا خبره هم نه وه، شوروي مشرانو غوښتل له نړۍ او د افغانستان په ګاونډ کې له ايران سره ښې اړيکې ولري.

کنه دوی په دې پوهېدلي وه چې په افغانستان کې يوڅه پېښېدونکي دي.

د ايران جمهورريس اکبر هاشمي رفسنجاني په ۱۹۸۹ کال د جولای په مياشت کې مسکو ته سفر وکړ او د شوروي له چارواکو سره خبرې اتر ې وکړې. دواړه غاړې د افغانستان د سياسي حل غوښتونکي شول.

بيا يې د بهرنيو چارو وزير ولايتي په همدې کال د جولای په ۲۵ نېټې (۱۳۶۸ هـ د زمري ۶ نېټه) پاکستان ته واستوو چې د اسلام اباد له چارواکو سره وغږېږي.

په پېښور کې مېشتو تنظيمي مشرانو پخپلو څرګندونو کې دا خبرې کولې چې ايران غواړي شيعه تنظيمونه په واک کې شريک کړي.

د مسکو چارواکو وليدل له يوې خوا امريکا او پاکستان دې ته ژمن نه دي چې په ايران کې مېشتو تنظيمونو ته په واک کې غوښنه برخه ورکړي، او له بلې خوا د ملي روغې جوړې تګلاره هم نه مني، نو ځکه خو شوروي سلاکارانو د نجيب الله هغه ليک ته مثبت ځواب ووايه چې د شوروي مشر ګورباچف (۱۹۸۹ کال په پای کې) په نوم يې استولی وو.

د ډسامبر په ۱۱ نېټه ګورباچف پرېکړه وکړه چې لونا توغندي، مېک۲۹، Ml – 35 ډوله هليکوپترونه افغانستان ته په واک کې ورکړي.

ولې د نټي کودتا د مسکو چارواکي پخپلو کې وېشلي ول، يو شمېر په دې اند وو چې مجاهدين، نجيب الله د مسکو لاسپوڅی ګڼي نو ځکه خو، د ده د ملي روغې جوړې تګلاره بريالی نه برېښي.

يو شمېر نورو بيه په دې ټينګار کاوه چې د نجيب الله کمزوري د نظام د نسکورېدو د نظام د نسکورېدو په مانا ده. بايد له ده څخه ملاتړ وشي.

خو جنرال لياخوفسکي د نجيب او تڼي په تړاو داسې ليکلي دي:

«د افغانستان جمهورريس نجيب الله د خپلې سټې د پخولو لپاره د خلقيانو اغېزې کمزورې کړې، ان تر دې چې د شوروي استازو د لارښوونو په پام کې نه نيولو سره يې د ۱۹۹۷ کال په پای کې د هغوی په مشرانو پسې را واخسته…»(5

دا چې ولې د شهنواز تڼي کودتا ته لاره پرانستل شوه پدې لړ کې درې لاملونه يې ډېر د پام وړ وو:

۱ – يو شمېر خلقيان چې د کارمل د واک په مهال د سياسي باور څښتن ول له پامه وغورځول شول او د ګلاب زوی په څېرتڼي سره هم دا سې اند يښنه پيدا شوه چې ښايي د ده برخليک هم د ګلابزوی په څېر شي.

۲ – کارمل يان لاپه خاد کې دومره برلاسي وه چې نجيب او تڼي تر مينځ بېباوري رامينځته کړي. دوی داسې ګڼله چې تڼي د برياليتوب مخه به هم نيسي او ډاکتر نجيب به هم نه پرېږدي چې د کارمل په پرتله په ګوند او، ولس کې محبوبيت ترلاسه کړي.

۳ – دريمه ډله هغه کسان ول چې دوی په خاد او دولت کې چارواکي ول او په توکميزو ناندريو کې دومره ډوب وه چې دوی ته افغانستان مهم نه وه، دوی شپه او ورځ په دې لټه کې ول چې نجيب او تڼي په يوه او بل ډول کمزوري کړي.

«نجيب الله او تڼي تر مينځ ښايي له پخوا نه د خلقي او پرچمي پنوم بې باوري وه. خو دومره هم نه چې دواړه لوري يو د بل پر وړاندې ودرېږي، ځکه هم دغه تڼي او ګلاب زوی وو چې د کارمل پر وړاندې يې د نجيب ملاتړ وکړ، چې کشتمند دغه ملاتړ ته «ملي ګرانه» بڼه ورکوي… لکه څرنګه چې د نجيب او ګلاب زوی تر مينځ بېباوري زياته کړه، دا رنګه کارمل يانو په سر کې جنرال عظيمي، جنرال دلاور او نورو هم نجيب او تڼی غوښه او چاړه کړل.»(6

له ګڼشمېر کورنيو ستونزو سربېره، په بهرنيو ستونزو کې هم يوه ستره ستونزه د مسکو د چارواکو بېباکي وه، لکه څرنګه چې د سرو لښکرو په بريد سره افغانستان د نورو هېوادونو لپاره د ګوزار نښه شو، دا رنګه يې په وتلو کې هم په ورته عمل لاس پورې کړ.

پروفيسور کارييوف ته چې دا څرګنده شوه، نور دا حالات دې کچې ته رسېدلي دي چې د کابو کولو نه دي او ښايي د دواړو غاړو تر مينځ پوځي ټکر را مينځته شي نو بيا يې د پېښو په تړاو د شوروي د دفاع وزير «ديمتري يازف» ته ټليفون وکړ، هغه ورته په ځواب کې وويل: «زما په اند که زه چېرې هلته وی کولی مې شول چې تڼي ته قناعت ورکړم، ما ورته وويل، يا خو تا سو کابل ته راشئ او يا تڼی مسکوته وغواړئ، پداسې حال کې چې تڼي په وار وارغوښتل چې مسکو ته سفر وکړي. نه د شوروي د دفاع وزير کابل ته راغی او نه يې تڼی مسکو ته وغوښت.»(7

شوروي چارواکي د تېر په څېر نور د افغانستان د پېښو په تړاو سر نه خوږوه. لا هغه مهال چې «سخاروف»په ځغرده دغه خبره کوله چې په افغانستان کې جګړه يوه ګناه او لوړجرم دی، چې له بابته يې يو ميلون افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نو ځکه خو د تڼي د رڼا ورځې کودتا چې د ورځې د يوې بجې په شاو خوا کې پيل شوه، شوروي سلاکارانو پخپلو سترګو دا هرڅه ليدل او دا يي هم ليدل چې: «امنيتي کارکوونکو به هره ګړۍ خلقي چارواکي څارل، نجيب الله هم په ډېرې ځيرکۍ د هغو کړو وړو پر وړاندې تياری نيوه… ولې سره د هغې هم کودتا يې په نطفه کې شنډه نه کړه… ماته د درک وړ نه وه چې ولې نجيب الله دېته ژمن نه وو چې د سولې له لارې پاڅون غلی کړي؟ ولې په شعوري توګه يې دېته لمن وهله؟»(8

کله چې خبره دې ټکي ته ورسېده نو د نجيب الله په امر د دولتي امنيت لخوا جنرال وليشاه د راکټ د لوا قومندان او د مخابرې قومندان جنرال عبدالعليم وردګ، د دېرشو (۳۰) په شاوخوا کې د پوځ نور مشران ونيول شول.

تڼی چې په دې پوه شو نو بيايې له خپلو نږدې سلاکارانو، اصف شور، کبير کارواني، جعفر سرتېر، محمدزی نېکمل، شيخ محمد باور او نورو سره خبرې وکړېاو د خپلې دفاع لپاره چمتو شول.

د شوروي د سفير په شمول يو شمېر شوروي سلاکارانو تڼي سره ژمنه وکړه چې غلی شي او کوم کسان چې بنديان دي هغه به خوشې کړي. د دفاع وزير ځان غلی کړ، خو افغان ولسمشر، چې دمخه يې د بريد تياری درلود، دېته ځير وه چې تڼي له پښو وغورځوي له دې سربېره کله چې نجيب الله خبر شو تڼي سره صالح محمد زيری، دستګير پنجشېري، نياز محمد مومند، جنرال نظر محمد، هاشم څارنوال، قادر اکا په دارالامان کې ليدلي دي، خپل غبرګون يي چټک کړ هغه وه چې تڼي هم د مارچ په ۶ شپږمه (۱۹۹۰ ز کال) تېټه د دې لپاره چې د پاکستان حکومت او په سر کې د اسلامي ګوند مشر حکمتيار ته د منلو وړ وګرځي په يوې ناکامې کودتا لاس پورې کړ.

په سرکې نوموړي ځان بګرام هوايي ډګر ته ورسوه او بيا يې په ارګ، د پښتونستان څلورلارې، ميوند واټ ميګ جټ بمونه وغورځول او متقابلې ډزې پيل شوې. خو څنګه چې نجيب الله د مخه دېته چمتو وه، د تڼي پلويان يې تر سخت بريد لاندې ونيول تڼی چې شوروي سفير ډاډه کړی وه چې نجيب الله به په تا بريد نه کوي، ولې شوروي غله ته ويلې غلا کوه او کور والا ته ويل څار… تڼی چې د کودتا په سر کې په دې پوه شوی وه چې د کودتا بری ناشونی دی نو هغه وه چې دی، نياز محمد مومند، جنرال حمزه، قادر اکا… د هليکوپتر په وسيله د جمرود له لارې پېښور ته په ټيټو سترګو وتښتېد او نږدې ملګري يې لکه شور، کاروانی، سرتېر ونيول شو او د خاد له خوا د کلنشکوف په برچو ووژل شول.

د نجيب الله وروستۍ هڅې:

د ډاکتر نجيب الله د واک په مهال د ده مهمه لاسته رواړنه د ملي روغې جوړې تګلاره وه، ولې دا چې پدې لاره کې دی څومره بريالی وه، د پوښتنې وړ دی؟

نوموړي له خپلو سيالو، تنظيمي جنګياليو سره روغه جوړه غوښته ولې دې ته يې پام نه وه چې لومړی يې بايد له کارمليانو سره او دويم يې د خلقيانو له هغې ډلې سره په سر کې له ګلاب زوی او تڼي سره روغه جوړه کړې وی . ده چې کله کشتمند، بريالی، کاوياني، لايق، مزدک، وکيل… خپل نکړل او په خلقيانو کې ګلاب زوی سفير کړ او تڼی يې کودتا ته اړ کړ، هغه وه چې خپلې مټې پخپله پرې کړې.

خو دا چې ده غوښتل له تنظيمي مشرانو سره روغه جوړه وکړي د خپلو ګوندي ملګرو په پرتله ورته ګرانه وه. دا ځکه چې: «د افغانستان د سياست په اړه سي آی اې په دې رضا وه چې د افغانستان سېاسي پېښې ،هغه د پاکستان استخباراتو ته خوشې کړي. حتی که د دې مانا دا هم وي چې په کابل کې خپل لاسپوڅی حکمتيار په څوکۍ کېنوي، نو څه؟»(9غوره به وه چې ولسمشر لومړی کور دننه يو باثباته مرکزي حکومت بنسټ ايښی وی او بيا يې له پاکستان سره د ملي روغې جوړې خبرې غبرګې کړې وی.

دا په دې مانا چې تنظيمونه په خپل سر د دې جوګه نه ول چې پرته د پاکستان له حکومت نه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي دا ځکه همدغه پاکستان وه چې د تنظيمونو په استازيتوب يې د ژينو موافقه ليک يې لاسليک کړ.

ولې بيا هم په توله کې د ملي روغې جوړې د تګلارې نوښت د پام وړ وه او په دې تړاو له سياسي لوري سره يوشمېر خبرې اترې ترسره شوې چې څو بېلګې يې دا دي:

۱ – له مجاهدينو، يوشمېر تکنوکراتانو او ان د ظاهر شاه له استازو سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې اترې وشوې. د حکومت لومړنی پلاوی چې په دې کې سليمان لايق اسلم وطنجار (د مخابراتو وزير)، نجم الدين کاوياني، د امنيت وزير فاروق يعقوبي ګډون درلود د ياسر عرفات په مينځګړيتوب د ګلبدين حکمتيار د تنظيم له استازو عبدالقدير کرياب، غيرت بهير، همايون جرير سره په بغداد کې د فلسطين د سفير په کوربه توب خبرې وکړې.

په دغو خبرو کې له ياسر عرفات نه پرته د هند سلاکار ابو خالد، په بغداد کې فلسطيني سفير اعزام الاحمد ګډون درلود. په امريکا کې د مېشتو کډوالو په «استازيتوب» يو درې کسيز پلاوي (د ضياء نصري په ګډون) کابل کې له چارواکو سره وليدل. د حضرت مجددي يوه استازي (ګلاب ننګرهاری) د نجيب الله استازي سليمان لايق سره په تورخم کې وليدل. همدارنګه د نجيب د خور مېړه وکيل نېک محمد په ۱۹۸۷ کال د حضرت صبغت الله مجددي له استازو سره په پاريس کې وليدل او د افغانستان د سياسي حل په اړه خبرې وکړي. همايون شاه اصفي او ولي احمد نوري هم د سولې ناکامې هڅې پيل کړې خو کومه پايله يې ترلاسه نکړه، که څه هم ده له حضرت مجددي، بير ګيلاني او مولوي محمد نبي سره وليدل او بيا په پټه کابل ته لاړ او هلته يې له نجيب سره خبرې وکړې که څه هم اصفي د ظاهرشاه استازی نه وه، خو د دې پلوی وه چې واک په بشپړه توګه هغو ته ولېږدول شي. نجيب الله دا غوښتل چې ظاهرشاه په يوه اتتلافي حکومت کې غوښنه برخه ولري ولې په دې يې ټينګار کاوه چې د دفاع، کورنيو چارو، او د امنيت وزارتونه بايد د وطن ګوند په واک کې وي.

همايون شاه په ۱۹۹۲ کال، لانجيب په واک کې وو چې د مرکزي کمېټې له منشي نجم الدين کاوياني سره په پاريس کې وليدل، اصفي ورته په ډاګه وويل: تر هغې چې نجيب له واک نه لاس په سر نشي، د سولې خبرې ناشونې دي.

کاوياني هم ورته ځواب ورکړ او ورته وې ويل:

«د نجيب لرې کېدل ګوند ته کوم پرابلم او ستونزه نده.»

دا هغه وخت دی چې د کارمل ډلې له احمدشاه مسعود سره د واک په سر خبرې کړې وې.

يعقوبي په ۱۹۹۲ کال په ژينو کې د پاکستان د استخباراتو له ريس حميد ګل سره چې د اسلامي ګوند د دوست په توګه يې ټټر وهلی وه خبرې اترې وکړې خو کومه غوڅه پايله يې نه درلوده.

له دېنه يو کال دمخه د ۱۹۹۱ کال په پای کې محمد اسحق توخي د نجيب په استازيتوب د افغانستان له پخواني صدراعظم ډاکتر محمد يوسف، صبغت الله مجددي او سردار عبدالولي سره وليدل، پدې تړاو شوروي چارواکو هم په روم کې له سردار ولي او محمد ظاهرشاه سره هم ليدنه کتنه پيل کړې وه. خو پخوانی پاچا په دې پوهېده چې د ده په واک سره هم وسلوال تنظيمونه په سرکې اسلامي ګوند، اسلامي جميعت، اتحاد اسلامي… د پاکستان د حکومت په ګډون په ارامه نه کېني نو ځکه يې زړه دېته نه ښه کاوه چې يوځل بيا د افغانستان پاچا شي.

له دې سربېره پخپله نجيب الله هم د سويس په هېواد کې له پير سيد احمد ګيلاني سره وليدل چې پاچا دېته وهڅوي د افغانستان په سوله کې خپله ملي او هېوادنۍ دنده ترسره کړي.

دې خبرو په پاکستان کې په I.S.I او بنسټ پالو تنظيمونو اور بل کړ چې ګني د دوی هاندې هڅې په اوبو لاهو شوې.

نجيب الله په کابل کې د احمدشاه مسعود له کاکا سره (ويل کېده)هم وليدل چې د خپلې اغېزې له مخې مسعود خبرو ته را مات کړي.

د نجيب له ټولو وروستنۍ ليدنه چې په لوړه کچه ترسره شوه هغه په ژينو کې له پير سيد احمد ګيلاني سره وه، که څه هم د پير له وراره اسحق ګيلاني سره هم په کابل کې وليدل. د اسحاق ګيلاني د خولې کيسه ده، (ماته د ده د ماما زوی «ارشاد» وکړه) چې ما له نجيب او يعقوبي سره وليدل او بيا مو په کرغه کې په ټوپک نښه وويشته خو ما ترې ميدان يووړ، کله چې په دا سبا راتلم د نجيب په کور کې چې له هغه سره يوځای سبا ناری وکړ. بيا نجيب را ته وويل:

اغاصاحب په بکس کې دې څشی دي؟ ما ورته وويل دا دی کلۍ واخله وې ګوره.

کله چې هغه بکس خلاص کړ ومې ليده چې يو څه يې په بکس کې را ته کېښودل. هغه مهال چې الوتکه والوته بکس مې خلاص کړ ومې ليدل دېرش (۳۰) زره ډالر پکې ايښي ول. همدا راز ماڼوکي منګل د ننګرهار په کوټ کې له قاضي وقاد سره وليدل چې د حکمتيار په وړاندې وهڅوي، نو منګل هم هغه ته په لسګونه زره ډالره ورکړل.

د ملي روغې جوړې دا ټولې هڅې هغه مهال په اوبو لاهو شوې چې د کارمل ډلې له احمدشاه مسعود سره اړيکې ټينګې کړې او د جبل السراج د موافقه ليک له مخې د نجيب الله حکومت را نسکور شو.

۲ – د نجيب الله د وروستيو هلو ځلو په لړ کې د ده يو لومړنی کار دا وه چې حسن شرق د يوه ناپېيلي کس په توګه د هېواد صدراعظم وټاکي.

شرق داسې انګېرله چې دا دي يوځل بيا د محمد داود خان له واک نه وروسته يوه مهم مقام ته ورسېد، نو په ډېرې خوښۍ يې کار ته مټې را بډ وهلې. ولې دی په دې نه پوهېده چې په حکومت کې را ولاړې شوې ستونزې د چوکۍ په سر دي. ګونديانو په سرکې کشتمند دی دېته پرېښنود چې د پام وړ بری ترلاسه کړي. نوموړي پخپله هم په خپل کتاب «کرباس پوش های برهنه پا» کې ليکلي:

« زه په ۱۹۸۸ کال د مې په مياشت کې صدراعظم شوم خو د کابينې نيم وزيران له پخوانۍ کابينې نه را باندې تحميل شول.»

نجيب يو شمېر چوکۍ اپوزيسيون ته پرېښودې، ان دا چې د دفاع وزرت يې په تشريفاتي بڼه احمدشاه مسعود ته پرېښوده. حسن شرق چې د مخه له کې – جي – بي سره اړيکې لرلې، په دې فکر کې شو چې ګني نجيب د مجاهدينو لپاره د منلو وړ ندی. شوروي ته سفر وکړ چې دی بايد دهغه ځای ناستی شي.

کوم وړانديزونه چې حسن شرق شوروي چارواکو ته کړي ول، د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شېوارد نادزي نجيب الله ته مخ کې کېښول.

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته نجيب الله که له يوې خوا دغه نېټه د هېواد د نجات ورځ اعلان کړه خو له بلې خوا يې په افغانستان کې بېړنۍ حالت هم اعلان کړ. بيا يې د همدې پلمې له مخې شرق لرې کړ او پرځای يې يوځل بيا سلطان علي کشتمند صدراعظم وټاکه.

۳ – نجيب الله د ملي روغې جوړې تر سرليک لاندې هڅه کوله چې د سيمې هېوادونو او ملګرو ملتو ته په ګوته کړي چې دی خپلو هڅو ته ژمن دی، نو ځکه يې په همدې بنسټ فضلحق خالقيار د صدراعظم په توګه دې ته وګماره چې خپل حکومت جوړ کړي. د کارمل بېرته راتګ او د کشتمند بيا لرې کېدل، نجيب الله ته يو لوی ګواښ پېښ کړ.

فضل حق خالقيار نيم سړی وو. د ده لا هغه ټپونه جوړ شوي نه ول چې په هرات کې د تسليمانو په يوه پېښه کې زخمي شو.

دی هم لکه حسن شرق غوندې د وطن د ګوند له خوا په سياسي کلابندۍ کې ايسار وه. دا ځکه چې محمود بريالی د صدارت د لومړي مرستيال په توګه وټاکل شوو نور مرستيالان يې عبدالصمد سليم، محمد انور ارغنديوال او عبدالقيوم نورزی ول.

د ښوونې او روزنې وزير ه عصمتي وردګ وټاکل شوه .

غلام محمی الدين دريځ عد ليه وزير، داکتر مهر محمد اعجازي د روغتيا، عبدالوکيل د بهرنيو چارو، راز محمد پکتين د کورنيو چارو او محمد اسلم وطنجارد دفاع وزير، محمد حکيم د ماليې، صالح فاروق اعتمادي د ټولنيزو چارو وزير،محمد صديق سيلاني د اسلامي ښوونو او اوقاف،محي الدين شهباز د کرنې، محمد انور دوست د خفيفه صنايعو او غذايي موادو، فقير محمد نېکزاد د ساختماني چارو، عبدالصمد صلاح د کانو او صنايع، ودير ساپی د ملکي هوانوردۍ، ديپلوم انجينر سيد محمد نسيم علوي د مخابراتو، مير عبدالغفور رحيم د ابو او برېښنا، احمد بشير رويګرد اطلاعاتو کلتور، محمد انور شمس د لوړو مسلکي زدکړو، فتح محمد ترين دعودت کوونکو ذکيم شاه د سوداګرۍ چارو، حيات الله عزيزي د کليو د بيا ودانولو، خليل الله د ترانسپورت، نور احمد بړېڅ مشاور، ډاکتر شاه ولي مشاور، سيد احمد پيګير مشاور، فقير محمد يعقوبي مشاور، وزيران وټاکل شول. چې په دغه ليک لړ کې لس تنه د وطن د ګوند غړي ول او نور ناګونديان ول، خو د دولت له مخالفينو څخه نه وو.

۴ – د نجيب الله د واک په مهال يو شمېر داسې ډله ييزې خپرونې او رسانۍ هم مينځ ته راغلې چې د دموکراسۍ پېښې پکې تر سترګو کېدې.

له دې سربېره يو شمېر سياسي ګوندونه هم د سياست ډګر ته را ووتل او د دولت لخوا ورته د دولت د څارنې پر بنسټ لاره پرانستل شوه، چې موږ دغه ګوندونه د ساري په توګه يادولی شو:

  1. د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د «وطن» پنوم.

  2. سازا، د محبوب الله کوشاني په مشرۍ ګوند.

  3. سزا، د حمدالله ګران په رهبرۍ…

  4. اسلامي ګوند، د عبدالستار سيرت په ښودنه…

  5. د دهقانانو د عدالت ګوند (عبدالحيکم توانا)

  6. د همبستګۍ په نوم ګوند د سرور نورستاني په مشرۍ.

  7. کجا، د عبدالعزيز تره خېل په رهبرۍ.

  8. د انصار الله اتحاديه د سفير محمد خادم په مشرۍ.

  9. د افغانستان د ملي رستګارۍ ټولنه د پوهاند محمد اصغر په مشرۍ.

يو شمېر داسې خوځښتونه هم ول چې د پرچم ډلې د يو شمېر پخوانيو مشرانو تر سيوري لاندې يې د توکميزو ناروغيو او ناندريو له لارې فعاليت کاوه. په دغو ډلو ټپلو کې داسې کسان ول چې ددولت پر وړاندې وسلوال بريدونه کول، ولې يو شمېر په پټه د دولت له چارواکو سره په دې تړاو چې امتيازات ترلاسه کړي لاره درلوده، چې موږ د ملي جنبش، وحدت ګوند، اسلامي جميعت، د محسني تر مشرۍ لاندې د حرکت ګوند، ملي محاز، د ملي نجات جهه، د ازاد بېګ په مشرۍ د شمال ټلواله او نور يادولی شو.

په دولت کې داسې وسلوالې پوځي ډلې هم وې چې د ملېشاوو پنوم او د پوځي ځواک په نوم يې ځانګړی ځواک او واک درلود، لکه د جنرال دوستم په قومانده ۵۳ فرقه، سيد منصور نادري په رهبرۍ ۸۰ فرقه، د حيرتانو «۷۰» مه ميکانيزه لېوا، د دهدادی ۱۸ فرقه او نورې وړې وړې ډلې د يادولو وړ دي.

۵ – نجيب الله دغه ټول ګواښونه په سترګو ليدل، خو د کابو کولو بشپړ واک يې نه درلود. دغه ګواښ هغه مهال زيت شو چې تڼي د کودتا هڅه وکړه.

له دې سر بېره د خوست جګړه، په يوې پوځي اډې کې چاودنه په پای کې د خوست نيول (۱۹۹۱ کال) د ارزګان په ولايت کې د (۱۹۹۰) ترينکوټ پېښه، د دولت لخوا د يو شمېر ولايتونو پرېښودل چې په دې سره د هېواد په لويو ښارونو کې د واک کلابندي مينځ ته راغله د پوځي ګواښ سره سره چې له يوې خوا د تنظيمونو وسلوال بريدونه ول او له بلې خوا د افغانستان حکومت خپله وړتيا او پوځي مورال له لاسه ورکړی وه، د ملګرو ملتو استازي بينن سيوان د سولې هڅې چټکې او نجيب الله هم پدې هڅو ډېره ډډه ولګوله.   (نوربيا )


[1]/ David B. Ottaway, “U.S. clarifies Stance on Arm for Afghanistan,” Washington Post, Des, 14, 1987, P.A 17

2 thoughts on “نجيب اله د کودتا قرباني شو که د خپلو تېروتنو؟ | شهسوار سنګروال”
  1. سلامونه او نیکی هیلی
    کورمو ودان خیسته لیکنه مو کړی
    یو وړه ستونزه لری هغه دا
    په هر حال نجيب الله ته په کور دننه او بهر ګڼې ستونزې په مخ کې وې. خو کومو ستونزو چې له پښو وغورځوه، هغه(((((( کونۍ)))))) ستونزې وې چې د ده د سيا سي نغري په خوږلن کې پټې وې.

  2. وطن او فرهنګ او معنوی ارزښتونو ته بې وفا ګوند او رهبران ئې حتماً د تاریخی تریخ جبر لمنی ته ورغورځول کېدونکی دی چه البته ومو لیدل
    اوس نو دا مهمه نده چه پوه شو د کومی اشتباه د ارتکاب قربانی شوه
    د هری اشتباه قربانی چه شوه همهغه اشتباه د هغوی د موجودیت او کړنو محصول ؤ

ځواب ورکول Stoman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *