زموږ د منځنۍ طبقې چې کله د خپل میړه کور ته ور واده شي نو د دې غریبې پر سر څلور توري ولاړي وي. دې د پلار له کوره څه رنګ سامان ورکړل شوی، ایا د دې راتګ به نیک شګون وي که بدبختي، کورنۍ ته یې نارینه وارث ورکړی که یې لوڼو قطار زیږولی، ایا دې د یوې اوږدې مودې لپاره ځان پرکشش ساتلی چې د میړه زړه کې ځای خپل کړي، او که یې د ماشومانو په زیږولو خپل جسماني کشش له لاسه ورکړی او میړه یې په نورو ښځو کې دلچسپي ظاهروي یا هم د بل واده پلانونه جوړوي؟.

که یې د پلار له کوره مناسب سامان نه وو راوړی نو د خواښي او اندرندو طعنې، که یې د میړه ته په ماموریت کې پرمختګ ورنکړل شو او یا یې هم په کاروبار کې تاوان وکړ نو دا بیچارګۍ د نحوست علامه ده، که یې زوی و نه زیږاو نو د ټول ټبر د پیغور محور، او بیا هره لحظه د ځوانۍ له تلو سره د بن ډار، لنډه دا چې د یوې منځنۍ طبقې د ښځي ژوند له عزابه په کم نه وي. خو بدبختي دا ده چې د بیچارګۍ تربیه کورنۍ او ټولنه داسي کوي چې دا د خپل ژوند دغه ذلتونه خپل قسمت و ګڼي او د خدای له جانبه یې ازمایښت بولي او د عزاب په دې ژرنده کې پرله پسې ځان اوړه کوي. نور خو نور که څوک له دې ددې عزاب د اسبابو پوښتنه وکړي چې ددې د دغه حال سبب ګرځیدلي نو هغه د خپل ځان دښمن بولي.

د ښځي غلامي او محکومیت د کرنیز انقلاب له باقیاتو څخه دی، له کرنیز انقلاب مخته په مادري ټولنه کې ښځه ازاده او خودمختاره وه، په قوم/ټبر کې به یې د یوه سردار غوندي حیثیت درلود. ټولي خپلوی او وراثتونه به د ښځو په توسط سره پر مخ وړل کیدل. کرنیز انقلاب له ښځي دغه ټول حقوق او ازادي واخیسته، نارینه خپل ملکیت وګڼله او د کور د څلورو دیوالو شاته یې بنده کړه. د کرنیز دور مذهب ښځه یو مقدس کسبي او دیوداسي په څیر راڅرګنده کړه چې عبادتخانو ته د راتلوني زایرینو جنسي تنده ماته کړي او ورسره همبستري یې د ځانګړي عبادت برخه ور تعین کړه. او بیا به یې له دغي ناروا څخه حاصلیدونکې نزرانه د پیرانو ته د خادمانو په توګه ور سپارل کیدل.

شاهانو بیا ښځي ته د خپلي زاتي وینځي درجه ورکړه او خپل مستقل حرم سرایونه یې ورته جوړ کړل چیري چې به په سل‌هاو وینځي او غلامان د شاهانو او امراو د شهواني غریضو د پوره کولو لپاره هر وخت چمتو ناستې وې.

د صنعتي دور له راتګ سره تر ډیره بریده ښځي له دې زلت او غلامۍ خلاصي شوې، دوی ته د خپلي ازادۍ، خومختارۍ، د عزت او احترام احساس ورکړل شو. نن‌نۍ غربي ښځو د دې خپلواکۍ او خودمختاري څخه په ګټي اخیستو او تعلیم حاصلولو سره ځان تر خلا ورسوی او له نارینه‌و سره وږه په وږه د ژوند په هره څانګه کې ورګډي شوې.

خو افسوس! یو زموږ ښځي دي چې تر ننه په لباس، سنګار او د خوندورو پخلیو په نویو-نویو طریقو سره د خپلو نارینه‌و د زړونه له مائلولو ندي خلاسي.

2 thoughts on “نسائیات / غوټۍ سپیڅلې”
  1. آغلې غوټۍ سپېڅلې خورې ! تاخو د ښځو پر ژوند د بشري تاریخ په ځینو دورو کې لږ شانې اشاره کړې خوتر بعثت مخکې د جهالت تور دور ته دې هډو ور کتلي نه دي . زه تاسې پړهنه بولم ، ځکه چې ستا مالومات ډېر کمزوري او ډېر پیکه دي . له خپلو حقوقواو خپل انساني کرامت څخه هم پوره خبره نه یې . نن سبا هر څوک انټرنټ ته لاس رسی لري .که زما مشوره منې ، نو لومړی خپل ځان له خپلو ټولو خدای درکړیو حقوقو خبر کړه . بیا هغه حقوق و ارزوه چې ریښتیا خدایتعالی پر تا ظلم کړی ، او که ته په خپله پرخپل ځان ظلم کوې ؟ . وروسته بیا اسلام له نورو فکري مکتبونو سره پر تله کړه . که چېرې هغوی تر اسلام ښه وو موږ ته هم لومړی قناعت را کړه و او هم دعوت ، چې په ګډه بیا مبارزه وکړو . کنه نو هسې خوشې په خوشې ټر په پرو مه بدلوه او پر اسلام له ځانه ټاپې مه لګوه . ورځه په مخه دې ښه . خدای دې وکړي چې اوس د اېډز قرباني شې . خدای دې وکړي چې سر له اوسه ځان لیلام کړې ږ خدای دې وکړي چې لکه د کفري نړۍ ښځې آن سپو ته د خپل ځان زکات ورکړې . پر ما یې څه .

  2. غوټۍ خور، لیکنه مو ډيره په زړه پورې ده او له یوه ترخه حقیقته یې پرده پورته کړې ده ، زما تبصره د نارینه وو ننګه یا دفاع نه ده، بلکې تاسو چې کومې د عذاب ژرندې یادې کړې، په دې کې ښځینه او نارینه ګډ اوړه کیږي خو هر څوک خپل خپل درد احساسوي، په ټوله کې که ووایو ستاسو لیکنه هغه مهال ډيره عملي وه چې نارینه د ژوند پیټي په اسانۍ لیږدوله او ښځه خواره په ستونزو کې وه، په پای کې مو د صنعتی انقلاب او اروپاتيي ټولنې بېلګه ورکړې ده ایا زموږ نارینه د اروپا په معیار برابر دي چې دا مثال مو د ښځو په برخه کې ورکړی دی؟
    خو همدا ټولنه، همدا یې ستونزې، همدا یې نارینه او ښځې ، نارینه او ښځې دواړه د اوسنیو بدبختیو عاملین دي چې پر ځان یې په خپله لورولي دي او دواړه يې باید پور پرې کړي ، چې پرې کوي يي.

    مننه

ځواب ورکول کاکړ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *