محمدیار یار

۲۰۰۳ کال وو، په سهیلي پښتونخوا   

(کوټه) کې، د (پښتو ادبي غورځنګ) له خوا (پښتو نړیواله څیړنغونډه) جوړه شوې وه؛ د لروبر افغانستان له کونج- کونجه مشران و ځوان لیکوال ور ته بلل شوي ول؛ له کندهاره یوه ډله په حکومتي او بله هم د خپلواکو فرهنګیانو په چوکاټ کې، ورغلې وه؛ زه یې طبعاً چې له دا آزادو والاوو څخه وم.

نورې کیسې یې څه کوئ! هر څه یې په زړه پورې ول خو زه به، هلته د خپلې وینا، د یوې برخې خاطره درسره شریکه کړم:

پر دریځ مې، په پښتو ادبیاتو کې، د داسي آثارو له نه شتونه شکایت وکړ چې تلوسه و جاذبه ولري، لوستونکی ور کش کړي او په مطالعه یې معتاد کړي؛ ما د نسیم حجازي د ناولو مثال ور کړ چې ډېر کشیش لري؛ لوستونکي ورپورې موښلي؛ تر پایه یې لولي نو دغه ډول آثار باید په پښتو کې هم ولیکل او هم ترجمه شي.

زما څخه وروسته، د کوټی نامتو داستان لیکوال او کالم نګار -فاروق سرور- سټیج ته ودرېد او په خورا خواشيني سره یې، زما د نظر په غبرګون کې، راته اشاره وکړه چې زه دغه زلمي ته وایم چې ته د خپل ځان او خپلو ادبیاتو له ارزښته خبر نه یې؛ ته خپل د داستان هیرو -نورمحمد ترکي- نه پېژنې؛ که دې پېژندلای نو د یوه بې حیثیته پاکستاني صفت به دې نه کاوه؛ ته هغه ولوله چې هغه ستا د ټولنې څومره په زړه پورې تصویر ایستلی دی؛ ستا ټولنه یې په څومره قوت معرفي کړې ده؛ تا هغه نه دی مطالعه کړی او پاکستانی نسیم حجازي دې کتلی او بیا یې تبلیغ کوې؛ ته په دې هم نه یې خبر چې هغه پخپله په پاکستان او په خپله اصلي ژبه –اردو- کې هم کوم حیثیت نه درلود نو په پښتو کې به یې ترجمه څه اهمیت ولرې او ….

پر دریځ ناست مشرتابه پلاوي لکه چې زما په څېره کې ولوستل، چې جواب یې وایم او خبره اوږدېږي نو غوره یې وبلله چې ډیالوګ و نه شي؛ وروسته بیا دا مسله څو– څو واره زما، صادق ژړک او عصمت زهیر تر منځ یاده شوه؛ دا مو هم سره وویل چې له فاروق سرور سره به، خصوصي کښېنو او په دې باب به بحث ورسره کوو؛ که څه هم ښاغلی سرور مې څو واره تلواري ولید اما د هغو خبرو فرصت مو و نه موند.

ما عصمت زهیر ته وویل چې زما مطلب د نسیم حجازي ستاینه او تبلیغ نه و، بلکې دا مې ویل چې باید په پښتو کې دغسې آثار ولرو چې خلک ور جذب کړي ځکه د نسیم حجازي ناولونه چې پښتو ته تکړه ژباړن -محمد زبیر شفیقي- ژباړلي دي، بېخې ډېر لوستونکي لري؛ د ده اول ژباړل شوی ناول (وروستی مورچل) چې په کندهار کې تر ټولو مخکې ما ولوست، بیا مې په ځوانو فرهنګي کړیو کې باب کړ او دا لړۍ ډېره ګرمه روانه شوه؛ هلته به د ده د نورو ناولو ژباړو ته ځوانانو شېبې شمارلې؛ زما کار چې هلته فرهنګي فعالیت او د بېنوا فرهنګي ټولنې په چوکاټ کې، د بېنوا کتابتون پرانیستنه وه، نو له دې لارې مې دغه ناولونه تر ډېرو ورسول.

نه پوهېږم چې عصمت زهیر و صادق ژړک به زما د ملګرتوب په خاطر، په دې باب زما نظر یو مخ نه رداوه که به یې رشتیا هم راسره منله؟ په هر صورت، هر څه چې وو، زه وروسته– وروسته دي نیتجې ته ورسېدم چې دې مسلې ته محترم فاروق سرور، په څومره ژور نظر کتلی ول او دې پایلې ته رسېدلی وو چې د نسیم حجازي ناولونه، زموږ په ټولنه کې، د افراطیت د زهرو خپرېدو لپاره، څومره دقیقه او مؤثره پاکستانۍ پروژه وه.

په دې باب، تر دې مخکې هم، هماغه د طالباني حاکمیت په دوران کې، مفکر اسدالله غضنفر، اولین تشویش را اچولی وو؛ یوه ورځ په کابل کې، د اول الرحمن رودوال په درملتون کې، چې هغه وخت د کښېکښل شوو فرهنګیانو یوازنی دمه ځای وو، له اسدالله غضنفر سره مخ شوم؛ دی مې د داستان د متخصص په صفت پېژندلی وو نو د نسیم حجازي له ناولو څخه چې تازه په تازه، ښه پوره متاثره وم، یادونه مې ور ته وکړه؛ ده په ډېر بېخوند انداز عکس العمل وښود او ویې ویل، نه! هغه هیڅ شی هم نه دی! چې رشتیا شي، زه هغه وخت حیران شوم چې دا څنګه د داستان ماهر دی چې د نسیم حجازي نوم ډېر بد پر ولګېد؟ خو ډېر وروسته مې د سد سری خلاص شو چې غضنفر او سرور ولې دا ناولونه (زهر قاتل) بلل؛ البته (زهرقاتل) د دوی لفظ نه دی مګر زه چې اوس د هغوی نتیجې ته رسېدلی یم نو وایم چې هغوی به هم، په زړه کې تر زهرقاتل هم بتر بلل خو ما ورسره د بحث چانس و نه موند او د دوی په غبرګونو کې، تر ډېر سوچ او عیني تجربو وروسته، په دغه مطلب پوه شوم.

او دا دی د (مینه) مجلې، د دوهم پړاو په لومړۍ ګڼه کې مې، د نسیم حجازي په باب، د امین رنځور لیکنه ولوسته:

«پخپله پاکستاني لیکوالان په دې باور دي چې نسیم حجازي او د هغه د کتار نور لیکوالان، د ذوالفقار علي بوټو له وخته، د رسمي لیکوالانو په بڼه راپورته شوي وو او دنده یې داوه چې په سیمه کې به د روان تشدد لپاره ذهنونه برابروي، که هغه د کشمیر په مسله کې وي او که د افغانستان.

دې لارې ته د رسېدو لپاره، هغوی ته د بین المذاهب کشمکشونو د اړودوړ کیسې ښه مواد کېدای شول؛ هغوی مسلمانانو ته غیر مسلمان ټولنې داسې ترسیم کړې چې په خپله ځوان مذهبي افکار په داوطلب ډول، د یو بل په خلاف سره ودریږې او د دې اور ترشا یو کرغېړن هدف په اسانۍ تر لاسه شي چې هغه هدف، د نورو ترڅنګ، یو هم، په اوږد مهاله جریان کې، د پنجاب د ساتنې لپاره د جنګیالیو پیدا کول وو….

… د بدبختۍ خبره دا ده چې دوی اوس، دغه وایرس ډوله لیکنې له پولي هاخوا، خپلو رقیبو قومونو ته، د هغوی په ژبه ور ولېږلې او د افغانستان تر څنګ، د هندې مسلمانانو تر منځ هم، د نسیم حجازي ناولونه په درز سره لوستل کیږي، پاتې خو لا د ننګرهار پوهنتون لوستی قشر چې غواړې افغانستان د ناول د کیسو له مخې ړنګ کړي».

زه  اوس– اوس دا زده کوم چې زموږ د مجاهدینو رهبران خو د ذوالفقار علي بوټو د واکمنۍ مهال، په داسي حال کې پاکستان ته وتښتېدل او هلته په پاکستاني پوځي کمپو کې، د افغانستان او افغان انسان پر ضد نظامې ټریننګونه ور کول شول چې افغانستان یو قانوني- جمهوري سنګر درلود او د جهاد لپاره ذره بهانه هم نه وه.

او اوس چې په کابل کې د یو شمېر اخواني مطبوعاتي کړیو په منځ کې، چې د امریکا په برکت ښه چلښت لري، د ځینو لیکنې ګورم چې دومره یې کمونیستان هم نا اسلامه نه ایسي لکه شهید داودخان  او تر هغه مخکې واکمني، نو ایله مې سر خلاصېږي چې پر پښتو او پښتنو ولي د نسیم حجازي د ناولو د ژباړې پېرزوینه شوې ده ده!

زه له درانه فاروق سرور څخه بخښنه غواړم او له ده سره یو ځای له اسدالله غضنفر څخه هم زښته ډېره مننه کوم چې د دغه زهرجن واقعیت په باب یې زما په ذهن کې سوالونه واچول او زه یې کلونه وروسته، په جواب مېندلو بریالی شوم او (مینه) مجلې مې پر نتیجه ګیري نور هم باورمن کړم.

امجد شهزاد هم بلا کړې ده:

نور که د ښېګڼې وس دې نه رسي امجده

خلکو ته په ذهن کې سوالونه اچوه

۱۸/۱/۱۳۹۴

2 thoughts on “نسیم حجازي په افغانستان کې| محمديار يار”
  1. زما په اند نسیم حجازي کې دومره ستونزه نشته لکه د محمد یار صاحب د احساساتو په توندوالي کې. .

  2. دغى يوى خبرى دى ڊير خوند راکہ چى خلکو تہ پہ ذہن کۺى سوالونہ واچاوا ـ دہ دى علم دى تخليق داپارہ بنيادى خبرہ دہ

ځواب ورکول سلظان احمدزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *