تاند- افغان او امریکايی چارواکو بالاخره دوه اړخیز امنیتي تړون د سې شنبې په ورځ لاسلیک کړ، دا موافقه به نژدې لس زره امریکايي پوځیانو ته موقع ورکړي چې په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته پاتې شي.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار او د امریکا د سفیر ترمنځ د امنیتي موافقې له لاسلیکېدو وروسته د امریکا دفاع وزیر چک هېګل په یوه خبرپاڼه کې وویل، د دې موافقې له مخې به امریکايي او ايتلافي ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او تروریستي ضد عملیاتو ته دوام ورکړای شي او د سیمې د امنیت له ښه کولو سره به مرسته وکړي.

د نېشنل جرنال خپرونې د راپور له مخې هېګل همداراز ویلي چې دا موافقه به په داسي حال کې چې امریکا په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته رسوي، له افغانستان سره تلپاتې ستراتیژیک مشارکت او همکارۍ ممکنه کړي.

ولسمشر بارک اوباما د سږ کال په لومړیو کې وویل چې سږ ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه نه وځي.

اټکل کېږي چې له ۳۸۰۰۰ امریکايي پوځیانو څخه به، چې اوس په افغانستان کې شته، نژدې ۹۸۰۰ له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې کېږي. د ۲۰۱۵ میلادي کال په پای کې به د دغو پوځیانو نیمايي ووځي او نژدې ۴۹۰۰ به پاتې شي، او دا پوځیان به د افغانستان په دوو سیمو کې مېشت وي؛ یو پلازمېنه کابل او بل بګرام.

د اوباما په وینا د ۲۰۱۶ کال په پای کې به ټول امریکايي پوځیان ووځي او یوازې به دومره امریکايي عسکر پاتې شي چې په کابل کې د امریکا سفارت وساتي. د دې خبرې معنا دا ده چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په پیل کې به په افغانستان کې شاوخوا زر(۱۰۰۰) امریکايي پوځیان موجود وي. په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو کې تر یو لک زیات امریکايي پوځیان په افغانستان کې دېره ول.

One thought on “نشنل جرنال: د امنیتي موافقې له لاسیکېدو وروسته به څه کېږي؟”
  1. د شهید سردار محمدداود خان په وخت کی خو امریکاییان یا شورویان په افغانستان کی نه ول نو ولی پاکستان په افغانستان کی مداخله کوله. د شهید دوکتور نجیب الله د واکمنی په وخت کی هم شورویان په افغانستان کی نه ول او ټول ووتل مګر بیاهم د پنجاب مداخلو دوام وکړ او د جلال آباد خونړۍ جګړه د ټولوپه یاد ده . د امریکاییانو موجودیت یو بهانه ده چی دوی غواړی خپلو مداخلو ته یو توجیه ورکړی.
    د افغانستان د خلکو غوښتنه له خپلو ګاونډیو نه داده چی د مداخلی او جګړی په ځای د همکاری او ورورۍ لاسونه یو بل ته ورکړی او د اروپا اتحادیی په شان یو سازمان را منځ ته کړی چی یو دبل له اقتصادی تجربو او تجارت نه په پراخه توګه ګټه واخلی او د سیمی د ودی او پرمختګ لپاره کار سره وکړی.

ځواب ورکول Fahim jan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *