تاند، شنبه، د قوس ۲۳مه: له بلخ څخه د جنرال دوستم د ملي جنبش تنظیم پخوانی قومندان نظام الدین قیصاري د محاصره کېدو راپورونه ورکول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه وايي، خو داسې ویل کېږي چې نظام الدین قیصاري د جنرال دوستم په امر د بلخ په زراعت سیمه کې د خپلې یوې اډې په منځ کې محاصره شوی دی.

سرچینه وايي، قیصاري افغان ځواکونو محاصره کړی دی او ترې غواړي چې له سیمې څخه خپلې پوستې پورته کړي.

بلخوا د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، قیصاري د تاجکستان لپاره د افغان سفیر فرهاد اعظیمي تر ادعا لاندې یو کور کې پوسته جوړه کړې چې اوس یې پولیس په اړه لاس په کار شوي دي او د قیصاري د غیر مسووله وسله والو د شړلو پوره  هڅه یې پیل کړې ده.

 قیصاري دوه کاله وړاندې حکومت ونیو چې ورپسې د جنرال دوستم پلویانو د هغه د خوشې کولو لپاره په فاریاب او جوزجان کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه پیل کړل او دا لاریونونه هېواد ته د جنرال دوستم په راګرځېدو تمام شول.

څه موده وروسته چې قیصاري خوشې شو، نوموړي جنرال دوستم د ځان پر وړاندې په دسیسه تورن کړ او ځان یې د ازبکانو پاچا وباله خو ورسره جوخت بلخ ته ولاړ او هلته یې په اړه د دوه سوه وسله والو د راټولولو راپورونه خپاره شول.

اوس د هغه محاصره د جنرال دوستم سره د دښمنۍ په شپو ورځو کې ترسره شوې ده، چې وبه لیدل شي څه پېښېږي.

One thought on “نظام الدین قیصاري په بلخ کې محاصره شوی دی”

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *