د دعوت او جهاد پوهنتون پر دېواله را ځړېدلو کاغذونو کې د بریالیو کسانو په منځ کې د خپل نوم په لیدو داسې خوښ شوم لکه لویه هیله او مراد مې چې پوره شوی وي، خو پاکستان د یاد پوهنتون په تړلو سره زما خوښي او د زرګونه بې کوره او بې اوره، خو د تکړه اوخواریکښو ځوانانو د روښانه راتلونکي هیلې هم مړاوې کړې.
کال وروسته چې پوهنتون له جلوزو څخه د ننګرهار فارمونو ته را ولېږدېد، نو د ټولګي په لرګینو څوکیو ناستې د خوښۍ او برترۍ احساس درکاوه. استاد جلاالدین کونړي سره به یو ټیټکی، خو ارام او صمیمي زلمی لکه د تن سیوری یو ځای ګرځېده.
استاد کونړي به د ټولګي په کنج کې اېښې څوکۍ ته ډډه ولګوله او ورسره زلمکي به د لکچرنوټ ترڅنګ په دړه لیکل او تشریحات هم کول. خدایزده چې هغه مهال به یې ”دوست“ تخلص کاوه او کنه، خو نوم یې نعمان وو.
نعمان چې د ادبیاتو پوهنځي ممتاز محصل وو، د خپلې پوهې او ځيرکتیا پر مټ یې د ډېرو استادانو پام ځانته وراړولی وو او په عمر پخو او زهیرو استادانو د اسیسټانټ پروفیسور په توګه صنف په صنف له ځانه سره ګرځاوه.
د ننګرهار فارمونو څخه چې پوهنتون کابل ته ولېږدېد، نو میاشت دوه وروسته کابل طالبانو ونیوه. د زده کړو لړۍ بیا پرې او هر سړی په خپله غبرګه ولاړ. بل کال مې چې خپلې پاتې زده کړې په کابل پوهنتون کې پیل کړې، نو نعمان دوست په سره میاشت کې د ماموریت ترڅنګ د بایسکل خاوند هم وو.
زه د پوهنتون محصل او دوست د سرې میاشتې مامور وو. پوهنتون او سره میاشت سره نږدې وو، خو د دوست ورتګ ته به مې پلمې لټولې. اسانه پلمه یوه نیمه لیکنه وه، ځکه دوست به لیکنه په دقت کتله، د هڅونې تر څنګ یې ګټورې لارښوونې کولې.
یوه ورځ د سرې میاشتې کتابتون کې له هندارې د لمر رالوېدلې وړنګې او غرمنۍ ته سره ناست وو، ما ویل، ذهن کې مې ډېر څه وي، خو چې قلم ته لاس کړم، بیا هیڅ هم نه وي. دوست د ټوکې په انداز وویل، چې داسې ده، خو د قلم پر ځای پنسل ته ورلاس کوه.
دوست ارام او ټوکي انسان دی، خو د نورو په څېر غلیظې ټوکې نه کوي. په ایم ایس ایس دفتر کې چې له دغه رسمي نوم څخه د ډاکټر اکبر په نوم زیات مشهور وو، د ښوونیزو راډیویي خپرونو په روزنیز پروګرام کې به چې بهرني روزونکي د پوښتنې له ځوابولو وروسته راڅخه مننه وکړه، نو دوست به څنګ لوري راوکتل ویل، بیا زما نوم ترې هېر شو او له تا یې مننه وکړه.
کله ناکله به ځینو ملګرو په غوږ را اېښودله، نعمان ښه سړی دی، خو سخت نهیلی دی او نهیلي خوروي، ډېر قدم مه ورسره وهه، که یې سیوری درباندې پرېوت، نو بیا به د ده په څېر هرې حقه او ناحقه پېښې ته لاس ترزنې ناست او کرۍ ورځ به پردي غمونه ژاړې.
د مني یو مازدیګری چې په دوست پسې د بایسکل په شاتنۍ کنجوغه ناست وم، په ولي مې لاس ورکېښود.
ویل، وېرېږې؟
ما ویل، نا یوه خبره مې درته کوله
ویل، اورم یې
– ولې دې خلک نهیلی او جاني (جهاني)غمجن بولي؟
شاه دو شمشېره ولي زیارت ته څېرمه یې بایسکل کرار کړ، له ساړه اسویلي سره یې د سرک تر غاړې د لارویانو کرم ته ناستې دروېزګرې ته چې ماشومان یې له سړو کړغېجن وو، لاس ونیوه ویل، ته او خدای د دغه حال په لیدو، نو سړی څنګه هیله من شي او دکومې خوښۍ احساس وکړي؟
د دوست په لیکنو کې پروت درد غمېدونکی نه وو، خوږ لګېده. ښایي له دې امله به وو چې دوست د ولس، وطنوالو او خپلو خلکو درد تل خپل باله او همدغه ویر او درد د ډېرو په خبره د ژوند هیلې او خوښۍ ورڅخه اخیستې وې.
په دې برخه کې د دوست استقامت ځکه د ستاینې وړ دی، چې لا هم په خپل ولسي دریځ ولاړ پاتې دی. د سرکار پرځای یې د ولس خوا او څنګ نیولی او تل یې د ولس او سرکار د نږدېوالي هڅه کړې. د حق په ویلو کې یې نه د چا د زر او زور پروا لرلې او نه هم د چا خواخوږۍ، ملګرتیا، مصلحت او محافظه کارۍ له خپلې حقې لارې او دريځه اړولی دی.
نعمان دوست نن هم د پرون په څېر د خپلو خلکو او ولس رسا غږ دی. پرون یې که د خپلې ټولنې ناخوالې، بې وزلي، ناچاري او دردونه ژړل، نو نن هم په همغومره قوت او جرئت بې مورده وژنې، جګړه، د مسوولینو بې کفایتي، فساد، ناوړه کړنې، د ګاونډیانو شومې او ناولې هڅې او د ټولنې ډېرې نورې ناخوالې غندي.
د نعمان دوست سرې اربې، غریب تنظیم او لسګونه نورې لنډې کیسې، کالمونه، راپورونه، خاطرې او لیکنې د خپل پېر د حالاتو راڼه تصویرونه دي چې د لوستونکو سترګو ته د هغه وخت د شیبو ګڼې صحنې د تلویزیون پردې د صحنو په څېر انځوروي او د لیکنو لوستل یې د کټ مټ لیدلو احساس درکوي. صحنه کشي، لنډې او څرګندې جملې، شمېرلې کلیمې، رواني، چستي، وحدت او ناپېیلتوب د نعمان دوست د لیکنو ښېګڼې دي.
د دوست زړه د اباد، سرلوړي او پرمختللي افغانستان او د ولس د ښېرازۍ او سوکالۍ لپاره تپېږي. د لغمان لیکوال او ژورنالیستان دې ښاد او اباد وي، چې خپل دغه حقدار یې په ځوانۍ او ژوندونې یاد کړ او د هغه د کاراو لیکنو قدرداني یې وکړه. د ولس دغه رښتیني لیکوال او خواخوږي ”دوست“ ته د اوږد او سوکاله ژوند دعا کوم، فکر یې غوړېدلی، د عاطفې چینې یې تاندې او قلم یې همداسې روان غواړم.
ډیره ښکلې لیکنه، په پیر دې رحمت
پخواني یادونه دې ډیر راڼه تصویر کړي، ستاسو له مینې او خلوص پوروړی شوم.
دوست
A few words about Norman “Dost”
The writer has written some sentences about Mr. Dost that reflects reality, truth and the real picture of his life and his thoughts about humanity. I know Mr. Noman when we were university students from 1993 to the end of Mujahideen government in Kabul and according to the writer of this article, Mr. Dost was always kind and willing to reveal the injustices and inequalities of the society through his simple pen and paper. He has picturised the hidden pains and common troubles of the society and all his writings conveys a real message if read carefully.
The most important point in his writings is that every article he has written shows the pain he has felt.
There is much more to write about Mr.Noman. I personally thank the writer who spent his valuable time and wrote something about his life and characters.
پهته دې هم تر و تازه وې
دوست صیب دی الله راته ژوندی لري، او خدای دی د وطن او خلکو لپاره د هڅو او منډو ترلو اجر ورکړي
نعمان ، دوست يو دهغې ليکوالانو څخه دئ چې د ټولو خوښيږي ، د احمد زي صيب څخه د زړه له تل څخه منـنه کوو چې زمونږ په زړه ليکنه ېې پرې کړیده
احمدزی صیب او خوږو یارانو ډيره مننه کوم، باور وکړئ ستاسو لورینو خپل ځان را ته ګران کړ. البت دې ګرانښت راڅخه ځان هیر نکړ بلکې نور یې هم ولس او وطن ته په ژمنتیا مجبور کړم.
بې تاسو دې نشم