لغمان والي عبدالجبار نعیمي نن په کابل کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر ډګر جنرال تاج محمد جاهد سره د لغمان د امنیتي وضعیت د بهبود په موخه د ځانګړې لیدنې پر مهال له نوموړي وغوښتل څو په هر اړخیزه توګه د لغمان ولایت د امنیتي حالت بهتروالي ته اساسي توجو وکړي.
ښاغلي نعیمي په دغه کتنه کې د کورنیو چارو محترم وزیر ته د پولیسو د هر اړخیز اکمال او تجهیز، د تحکیماتو په برخه کې د لازمو امکاناتو په برابرولو، د تشکیلاتو د زیاتوالي او د پولیسو په لیکو کې په دغه ولایت کې د اصلاح او سمون راوستو په موخه د امنیه قوماندانۍ رهبرۍ ته د واکونو د ورکړې په برخو کې بېلا بېل وړاندیزونه وړاندې کړل او له ښاغلي جاهد یې وغوښتل څو په یادو او ځینو نورو مهمو برخو کې د لغمان ولایت د امنیت د تامین او بهتروالي په خاطر د لغمان د پولیسو وضعیت ته خاصه پاملرنه وکړي.
لغمان والي همدارنګه د خپلو خبرو پر مهال یادونه وکړه چې د کابینې د جلسې د ۳۲ مې ګڼې مصوبې له مخې دې د کورنیو چارو محترم وزارت خپلو کړیو ژمنو ته د عمل جامه واغوندي او په دې برخه کې دې خپل تعهد عملي کړي.
وروسته د کورنیو چارو وزیر ښاغلي تاج محمد جاهد په خپلو خبرو کې په دغه ولایت کې د امنیت د تامین او د پولیسو سره د ولسي ملاتړ په جلبولو کې د لغمان ولایت مقام د هلو ځلو د ستاینې تر څنګ وویل چې دوی ژمن دي څو په لغمان ولایت کې د ولسونو او ولایتي رهبرۍ په همکارۍ د خلکو د ژوند د خوندیتوب او د امنیت د ټینګښت لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
ډګر جنرال تاج محمد جاهد زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت به د لغمان ولایت شویو وړاندیزونو ته په پام په اړونده برخو کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي. نوموړي لغمان والي ته ډاډ ورکړ چې د اصلاحاتو او سمون د راوستو په برخه کې به هم ځانګړې او اساسي توجو وکړي.
کارباید اهل کار ته وسپارل شی – دادغرونو بیسوادان په کا ر نه پوهیری