که د ماموریت یوه ورځ مې هم دلته وي نو په ټول توان سره به د لغمان دهر اړخیزې رغونې لپاره کار وکړم.(عبدالجبار نعیمي)
دا څرګندونې دلغمان والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي دافغانستان دنیازیو قوم دسرتاسري شورا دمشر انجنیر عزیز الله نیازي سره چې دبېلابېلو سیمو قومي مشرانو،دمدني او ځوانانو ټولنو استازو يې ملتیا کوله په ترسره شوې ناسته کې په ډاګه کړې.
دمحلي حکومت مشرتابه ښاغلي نعیمي یادو مشرانو ته په خبرو کې زیاته کړه چې که دی یوه ورځ هم دلته پاتې وي نو په خپل ټول توان سره به دلغمان دهر اخیز پرمختګ او رغونې لپاره کار وکړي،خو دچارو په ښه ترسره کولو او ولس ته درغنده خدماتو په ترسره کولو کې يې په خپله د ولس ملاتړ هم اړین وباله او یاده يې کړه چې که ولسونه د ملي وحدت حکومت،ولایتي ادارې او خپلو میړنیو امنیتي دفاعي ځواکونو سره اوږ پر اوږه دهمکارۍ لاسونه یو کړي نو دچارو په سمون،بهبود او ښه شکل ترسره کولو کې به موثر تمام شي.
دښآغلي انجنیر عزیز الله په مشرۍ راغلو قومي مشرانو او ځوانانو دولایتي ادارې مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې دلغمان ولسونه،ځوانان او قومي مشران به پوره قوت او ملي یووالي سره دډاکټر محمد اشرف غني په مشرۍد نوي حکومت، ولایتي ادارې او ملي دفاعي ځواکونو ترشاه ولاړوي او په هر قدم به يې ټېنګ ملاتړ کوي
ددغې کتنې په پای کې ښآغلي نعیمي یو ځل بیا یادونه وکړه چې دولایتي ادارې دټولو امکاناتو څخه په استفادې به ددې ولایت د هر اړخیز پرمختګ،رغونې او خلکو ته دلازمو سهولتونو درامنځته کولو په برخه کې موثره استفاده وکړي او ترڅنګ به يې مرکزي دولت او نړیوال مرستندویه بنسټونه هم وهڅوي ترڅو په دې بر خه کې د لغمان دولسونو د پرمختګ اوپه دې ولایت کې دبېکارۍ د کچې په راټېټولو کې رغنده رول ولوبوي.
مونږ به هم ورته دعا به لاس شو خدای د وکړی چې نعیمی دلته خپلی خبرې عملی کړی کنه نو ده خو داسې کوم کار په خوست کې نه دی کړی
چې خوستوال ترې خوشحال وي او په زړه یی راځی .