هلمند پوهنتون د کرنی پوهنځی استاد

د توماس مالتوس نظریه

بریتانیايي اقتصاد پوه چې په ۱۸ پیړۍ کې اوسیده او ماسټری یې په ۱۷۹۱ میلادی کې له کمبریج پوهنتون څخه په سیاسی اقتصاد کې اخیستی وه داسی نظریه وړاندې کړه چې نفوس په ډیرې چټکی سره د هندسی تصاعد (۳،۹،۲۷،۸۱….یا ۴،۱۶،۴۸…) په څیر وده کوی او هر ۲۵ کلونو کی یو ځل دوه چنده کیږی او باالمقابل د غذا تولید او غذایی موادو منابع یی محدودی و بللی او وی ویل که چیری د غذا د تولید لپاره ټول ښه شرایط هم تیار وی نو کیدای سی چی غذا دی د حسابی تصاعد(۳،۶،۹،۱۲…. یا ۴،۸،۱۲،۱۶…) په څیر تولید شی خو په هیڅ صورت د ډیریدونکی نفوس لپاره بسنه نه کوی. نوموړی د نفوس د کنترول لپاره ځنی سپارښتنی وکړی چی د ودونو په ځنډ او د اولادونو په لږ زیښت سره ددی کار چاره تر ډیره بریده کیدای سی او وی ویل چی حکومتونه او کورنی دي وخت پر چاری لاس پر کار شی کنی د نفوس په ډیرښت سره به د قحطی، لوږی، د امراضو خپریدا، جنګ جګړی او دی ته ورته نور ستر ناورینونه منځ ته راسی چی نوموړی دی حالت د طبیعت کنترول ووایه.

نفوس

د نړیوالی تودوخی ترڅنګ نفوس یوه بله مهمه موضوع ده چی و مسولینو ته یو سردرد وراچولی دی ځکه په کوم سرعت چی نفوس ډیریږی مځکه په هغه تناسب د غذا د تولید توانایی نه لری د بلی خوا  نړی کی نژدی ټولی د کر وړ مځکی تر کر لاندی لا له مخکی راغلی او د اوبو د منابعو څخه هم اعظمی استفاده روانه بنا نور نړی کی داسی د کر وړ مځکی نه دی پاته چی د راتلونکی نفوس لپاره دی تکیه پر وشی. د ۱۹۶۰ میلادی راهیسی د ټولی نړی په سطحه د فی نفر پر سر مځکی کی لږ والی را روان دی چی اوس یی اندازه تر نیمایی هم راکښته شوی ده. غله جات چی د خوړو اساسی برخه جوړه وی د هغوی تولید کی هم د تیرو ۲۰ کلونو راهیسی د ځینو د لایلو( د خاوری تخریب او عموما خاوری کمزوری) پر بنسټ کمښت راغلی دی.

د احصایوی ارقامو پر بنسټ نژدی دوه نیم لکه وګړی هره ورځ و موجوده نفوس ته چی لا له وړاندی ۶.۵ بیلونه دی ور اضافه کیږی په داسی حال کی چی طبعی منابع چه د نفوس لپاره خاوره ، اوبه، هوا، انرژی او نوری اړتیاوی ور پوره کوی لا له وړاندی الوده، تخریب او ګټه تری اخیستل سوی ده.

د نړی نفوس په تیرو ۴۵ کلونو کی یو ځل دوه چنده سوی دی که چیری د نفوس د ودی کلنی اوسنی درجه ۱.۳ ٪ باندی تولید و مومی نو راتلونکی ۵۰ کلنو کی به یو ځل بیا دوه چنده شی. د نفوس د ودی کلنی درجه سیمو او هیوادونو کی فرق کوی مثلا چین اوس ۱.۴ بلیونه نفوس لری که څه هم چین د یوی جوړی لپاره د یوه اولاد د زیښت پالیسی د ۱۹۷۸ میلادی راهیسی دخپل نفوس پر یوی غټی برخی عملی کړی دی مګر علاوه پر هغه یی نفوس اوس هم 0.6 % کلنی وده لری. هند هم چی اوس ۱.۱ بلیونه نفوس لری کلنی وده یی ۱.۷ ٪ اټکل سوی ده او ددی معنی داده چی د هند نفوس په راتلونکی ۴۰ کلنو کی یو ځل بیا دوه چنده کیږی. که چیری د هند او چین نفوس یو ځایی په نظر کی ونیول شی نو د ټولی نړی د نفوس د دریمه برخه څخه اضافه نفوس تشکیلوی. افریقا که څه هم لوږی او ايډز په څیر مرض ځپلی خو د ډیرو هیوادونو نفوس یی په چټکی سره لوړیږی مثلا د چاد او ایتوپیا هیوادونو نفوس په ترتیب سره په ۲۱ او ۲۳ کلونو کی یو ځل دوه چنده کیږی د امریکا د متحده ایالاتونو نفوس چی اوس ۳۰۰ ملیونه دی په تیرو ۶۰ کلونو کی دوه چنده سوی دی او د دوی د وګړو د احوال د ثبت اداری د رپورټ پر اساس اوس یی د نفوس کلنی وده ۱.۱ ٪ او تر اوییا کلونو کمه موده کی به بیا دوه چنده سی او ځان به ۶۰۰ ملیونه ته ورسوی. د ملګرو ملتونو د رپورټ پر اساس د نړی نفوس د ۲۰۵۰ میلادی کال پوری به ۹ بلیونه کسانو ته ورسیږی چی دا د غذا د تولید په تناسب خورا یو غټ رقم بلل کیږی.

غذا

ځینی خلک لا له مخکی د غذا د کمښت له امله ځوریږی او په سوی تغذی باندی اخته دی. د ملګرو ملتونو د غذایی پروګرام د راپور پر بنسټ د ۱۹۸۴ میلادی کال راهیسی د فی نفر د غذا په تولید کی کمښت راغلی. غله جات چی د غذا اساس جوړه وی تولید یی په پرمختللی هیوادونو او پرختلونکو هیوادونو کی د فی هکتار په حساب مخ پر لوړ روان دی اما دا لوړوالی د پخوا په نسبت ورو سوی دی. د امریکا د کرنی د اداری د راپور پر اساس امریکا کی د ۱۹۵۰-۱۹۸۰ میلادی کلونو پوری د غله جاتو د تولید کلنی وده ۳٪ وه اما دا وده اوس ۱٪ ته راکښته سوی ده.

د نړیوالی روغتیایی اداری د راپور پر اساس د ۳ بلیونه څخه اضافه وګړی د سوی تغذی سره مخ دی چی دی رقم کښی ځنی وګړی د ویټامینونو ځینی د پروټین او ځینی د شحمیاتو او کاربوهایدریتونو او معدنی موادو د کمښت سره مخ دی چی دری بلیونه په خپل ځان کی خورا یو غټ رقم بلل کیږی.

مځکه

د بلی خوا څخه مځکی هم تر سخت تهدید لاندی دی د FAO د راپور پر اساس د خوړو ۹۹.۷٪ برخه د ددی کری د خاورینی برخی څخه لاس ته راځی او د ۰.۳ څخه لږ خواړه د سمندرونو څخه لاس ته راځی. ددی کری د ۱۳ بیلیونه هکتاره ځمکی څخه ۱۱٪ کرنیزی ځمکی، ۲۷٪ چمنی، ۳۲٪ ځنګلی، ۹٪ ښاری او پاته ۲۱٪ خاوره یی د مختلفو عواملو په سبب لکه غرنی، ریګی، ډیری ګرمی او سړی سیمی یی د کر لپاره مناسبی نه دی بلل سوی. په ۱۹۶۰ میلادی کی چی کله د نړی نفوس ټول کی ۳ بلیونه کسان وو نو هر وګړی ته په منځنی ډول نیم هکتار مځکه رسیدل خو اوس چی نفوس دوه چنده سوی دی او اقتصادی فعالیتونه لکه د فابریکه جاتو ډیروالی د نوو ښارونو د لارو او پتلیو جوړول او دی ته ورته نور فعالیتونه چی زیاته برخه یی په کرنیزو مځکو صورت نیولی دی چی دی کار منفی اغیز کړی هم فی نفر مځکی اندازه کښته سوی چی اوس یی اوسط و ۰.۲۳ هکتاره ته راکښته سوی دی او خوړو تولید کی کموالی راوستلی خو دا اوسط د هیوادونو په سطحه فرق کوی لکه امریکا کی د هر وګړی په سر ۰.۴ هکتاره ځمکه رسیږی او چین کی چی ۲۵ کال مخکی ۰.۱۱ هکتاره مځکه ورسیدل اوس و ۰.۰۸ هکتاره ته راکښته سوی دی چی دا حالت چین کی تر ټولو د انديښنی وړ دی.

د امریکا متحده ایالات په کلنی ډول د هر امریکایی وګړی لپاره ۱۴۸۰ کیلو ګرامه خواړه تولیده وی او چین د ۷۸۵ کیلو ګرامه خواړه تولیده وی په داسی حال کی چین د غذا په تولید کی خپل ټول امکانات کاره وی او اخری حد ته رسیدلی دی او علاوه پر دی یو زیات مقدار غله جات د امریکا او ځینی نورو هیوادونو څخه را وارده وی.

د خاوری تخریب یوه بله ستونځه ده چه دا عملیه د پخوا په څیر په څو ځله ډیره سوی ده او هر کال ملیونونه هکتاره کرنیزی مځکی د کر او تولید څخه راګرځوی. د ځینو راپورنو پر بنسټ هر کال نژدی لس ملیونه هکتاره مځکه د بارانونو، سیلابونو او بادونو په وسیله د تخریب خوراک ګرځی او د حاصل څخه لویږی او ځینی مځکی بیا د ضعیفه کرنیز مدیریت( د زهبرونو د نه ایستلو په سبب د خاورو مالګینی کیدل او سوډیمی کیدل او یا هم مځکو ته د شنو او کیمیاوی سرو او خراپو کرنیزو عملیو او دی ته ورته نوری عملی) په سبب د کښت څخه وځی او یا هم کال په کال یی حاصل کی کموالی راځي.  

اوبه

اوبه د بشر د پایښت لپاره خورا د ارزښت څخه ډکه ماده ده کوم چی الله ج د بشر ژوند په مستقیم او غیر مستقیم ډول ورسره تړلی دی خو دا ستره هستی اوس خورا د ننګوونو سره مخ ده ځکه ځینو ځایونو کی د خوږو اوبو منابع وار له مخی لا په کمښت شروع کړی ده  په ځانګړی ډول هغه ځایونو کی چی کلنی اورښت یی کم وی لکه شمالی افریقا، منځنی ختیځ او د نړی ځینی نورو ورته سیمو کی. د روانو اوبو تنظیم او مدیریت هم خورا کمزوری دی چی دا کار هم د اوبو د کمښت او هم د اوبو د چټلی او الودګی سبب سوی دی چی دواړو حالاتو کی د انسانانو او هم د ابزی موجوداتو ژوند ګواښی. د ځمکی لاندی اوبه د کر او کښت لپاره یوه بلی حیاتی منبع ده خو ددی منبع څخه هم خورا په پریمانه او بی خرته ډول استفاده روانه ده او ددی منابعو د بیرته ډکیدو هیڅ اصول او تناسب په نظر کی نه دی نیول سوی نو ځکه هر کال ددی اوبو سطحه کښته کیږی او د اضافه انرژی او مصارفو اړتیا ایجاده وی د بیلګی په ډول د هندوستان تامیل ناډو ولایت کی د دی ډول اوبو د بی کنتروله استعمال په سبب د ۱۹۷۰ میلادی راهیسی د ۲۵ متره څخه و ۳۰ متره ته کښته سوی دی. د چین په بینجنګ ولایت کی د ځمکی لاندی اوبه هر کال یو متر لاندی درومی په داسی حالت کی چی په یو بل تیانجن ولایت کی یی نژدی هر کال ۴.۴ متره کښته کیږی. د امریکا متحده ایالاتونو کی هم د دی ډول اوبو مصرف خورا په اوج کی روان دی د اوګالالا اکایفر (د ځمکی لاندی د اوبو یوه غټه طبقه ده چی د اوګالالا په نامه یادیږی) چی د امریکا د نبراسکا، جنوبی ډاکوټا، کلوراډو، کنیساس، اوکلاهاما، نیومکسیکو او تکساس ایالاتونو لپاره د ابیاری اوبه لپاره یوه مهمه منبع ګڼل کیږی د ۱۹۵۰ میلادی راهیسی په ظرفیت کی ۳۳٪ کمښت راغلی دی چی دا یو جدی ګواښ بلل کیږی. ځینو ځایونو کی خو حتی ددی ډول ابو بی کنتروله استعمال په سبب له یوه مخی اوبه ورکی سوی دی او کرونده ګر یی د کډی بار ته اړ کړی دی.

د اوبو الوده ګی او چټل والی یو بل ستر تهدید دی چی د نفوس ژوند ګواښی. پرمختللی هیوادونو لکه د امریکا متحده ایالات او اروپایی هیوادونو کی دا ستونځه حل ده د څښاک لپاره پاکی اوبه استعمالیږی د روانو اوبو او بدرفت د کنترول او تنظیم لپاره منظم سیستمونه لری خو ستونځه مخ پر ودی هیوادونو ته پرته ده دا هیوادونه د اوبو د پاکوالی لپاره هیڅ اسانتیاوی نه لری او یا هم ډیری کمزوری دی بنا د دوی ۹۵٪ د بدرفت  او استعمال سوی اوبه مستقیما روانو اوبو ته ورداخلیږی چی د بیا دوران سبب کیږی هندوستان به مثال فرض کړو د هندوستان د ۳۱۱۹ غټو او وړو ښارونو د ټولی څخه یوازی ۲۰۹ ښاره په نسبی ډول د اوبو د پاکی اسانتیاوی لری او ۸ ښاره یی  په مکمل ډول د اوبو د پاکی اسانتیاوی او منظم سیستمونه لری پاته نور ښارونو خلک یی ناپاکی او الوده اوبه د خپل ورځنی ژوند لکه څښاک، ځان مینځلو او کالو پریوللو لپاره کاره وی.

 په پای کی اړینه بولم چی د نفوس د پایښت لپاره علاوه پر مځکه او اوبو باندی ځینی نور عوامل لکه انرژی( تیل او برق)، اقتصادی مسایل(بی روزګاری، قیمتی)، ښاری خدمات، صحی خدمات او د حیواناتو روزنه چی د نفوس ژوند په مستقیم او غیر مستقیم ډول ورسره تړلی دی خورا مهم او اړین بلل کیږی او په نه شتون سره به یی د خلکو ژوند د کړاوه ډک وی.

4 thoughts on “نفوس او ننګونې|| استاد جاهد احمد”
  1. په زړه پوري لیکنه هیله ده چی حکومتونو ددی راتولونکې بشري ناورینونه د مخنیوی لپاره اساسي ، پراخي ستراتیژي او پروګرامونه پلي کړي .

  2. استاد جاهد
    ډیره په زړه پوري مقاله ؤ واقعا چي خوند مي پر واخیستي. دې ته ورته مقاله مي ۴ کاله مخکي لیکلي وه خو ستاسو مقاله دډیروزن لرونکي او مسلکي وه.
    مننه
    نجیب الله علیزی

    نن نړۍ د څو عمده ستونزو سره مخامخ ده.

    لومړى: د چاپیریال ککړتیا او مخلتف ګازات د دې باعث ګرځي چي د مځکي اتوموسفیر او د اوزون طبقه یا layer له منځه یوسي یا حد اقل دغه طبقه نازکه کړي. که چيري د اوزون پرده نازکه سي، د لمر شعاوي بېله دې څخه چي په اوزون طبقه کي فلټر سي مستقیماً مځکي ته رالوېږي چي د پوستکي د سرطان د سترګو د ړندېدل او د مځکي د کرې هوا ته د تغیر ورکولو سبب ګرځي. په ۱۹۷۰ لسيزه کي په انترکتیکا کي د اوزون پوښ سوری سوی هم دئ.
    دوهم: د نفوس زیاتېدل، بې سيوادي، او تر څنګ ئې لوږه د معاصری نړۍ له پاره ستر ګواښ دئ.
    درېیم: د مځکي د حرارت تغیر او لوړوالي تر ټولو غټ مشکل دئ . په تېرو سلو کلونو کي د مځکي د حرارت درجې (0.75) سانتیګراده تغیر خوړلي دئ خصوصاً په درې اخيرو لسيزو کي. که دا حالت همداسي دوام ومومي د (2030 او 2050) کلونو تر منځ به هر کال دوه نیم لکه (250,000) نفر به خپل ژوند د ناپاکو اوبو، ډول ډول مکروبونو اود نامساعدي هوا له لاسه ورکړي. همدا اوس هره ورځ په شمالي قطب کي یخى سوي غرونه ویلېږي، د بحرونو د اوبو سطحه پړسېږي، او د اورښت نورمال ډول شاید په خطرناکه ډول تبدیل سي. ګرمه نامساعده هوا پر تنفسي جهاز او زړه باندي منفي تاثير کوي، اکسيجن تخریبوي په زهري هوا باندي تبدیلېږي چي (Ozon) ورته وايي او انسانان د خطر سره مواجه کوي په دوه زره درېیم کال کي په اروپا کي(70,000) اوویا زره نفرو خپل ژوند د خرابي هوا دلاسه ورکړي. توده هوا کنګلونه ویلي کوي مستقیماً د بحرونو اوبه پړسوي د نړۍ نیم نفوس د بحرونو څخه په ۶۰ کېلومیتري کي پراته دي، کله چي د بحرونو اوبه وپړسېږي دوى مجبوره دي چي د اوبو له غاړو څخه وتښتي. اکثریت هغه خلګ په خطر کي دي څوک چي د اوبو پر غاړو ژوند کوي، هغه څوک چي په غټو ښارونو کي دي او هغه هیوادونه چي په عادي حالت یا په غربت کي ژوند کوي. لهذا د نړۍ مشران، سياست مداران، او راتلوونکي نسلونه دجنګ یا تروريستي اعمالوپرځای د مځکي ودغه تهدید ته توجه وکړي اوپه سولیزه ډول خپل منافع لاس ته راوړي. تروريستي اعمال او د بې ګناه انسان وژل په ټولو اسمانی دینونو کي یو غیر انسانی کړنه ده خصوصا د اسلام له نظره یو مردود عمل دئ. خدای پاک په سپېڅلی کلام قران کریم کي د المائدې سورت په دوه دېرشم نمبر ایات کي داسي فرمايي: که چا یو ژوندی انسان بې ګناه مړ کړ لکه ټول بشریت چي ئې وژلی وي. اوکه مود چا ژوند ته نجا ت ورکړ لکه ټول بشریت ته چي مو نجا ت ورکړی وي.

  3. ډيره مننه استاد محترم، په ليکنه کي موډير ګټور معلومات راټول کړي، دولتونه بايد حتمې ورته متوجې سي، هيله ده چي دې ته ورته ليکني ادامه پيدا کړي، په درنښت

  4. مننه علیزی صاحب، د نفوس مقابل کی ننګونی خورا ډیری دی خو زما تمرکز پر هغو کړی دی کوم چی لومړی توب کی راځی. بیا هم مننه

ځواب ورکول Wali Hemat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *