ننداره د لنډو کیسو ټولګه ده چې تازه له چاپه را وتلې ده. په کتاب کې بېلابېلې لنډې کیسې لیکل شوې دي چې خوندورې او له عبرته ډکې دي. د کتاب لیکوال حمیدالله حمیدي دی. حمیدي له دې وړاندې هم د (خوشاله ژوند ته غځېدلې لار) تر نامه لاندې یو کتاب ژباړلي، چې د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شو. مینوال کولی شي، چې د لنډو کیسو دغه ټولګه د اکسوس کتاب پلورنځي له څانګو په وړ بیه ترلاسه کړئ.

One thought on “ننداره د لنډو کیسو ټولګه چاپ شوه”

ځواب ورکول Zarghoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *