و نه یو، یو غل وو. دا غل حبیب الله نومېده، چې خلکو به د سقاو زوی باله، دی د کابل د کوهدامن په کلکانو کې پیدا سو.
حبیب الله نالوستی، بېسواده او خیرن ځوان وو، چې یو ځل پوځ ته ننوت، بیا پېښور ته وتښتېد او هلته د چایو په کوم دوکان کې مزدور شو. له دې ځایه پاړه چنار ته لاړ او د غلا په تور یوولس میاشتې بندي شو.
خو کله چې کابل ته راغی نو له کاپيسا او پروان نه یې یو څو بدماشان او غله ملګري کړل، د غازي امان الله خان د حکومت پر پوځي تاسیساتو به یې وخت ناوخت بریدونه کول او سرتېري به یې شهیدانول.
د خدای کړه و، د بنده ورته کاته و، غازي امان الله خان چې له انګرېزانو وطن ازاد کړ، نو پر متمدن کېدلو او عصري کېدلو یې تاکید وکړ او د هغه حدیث چې (د علم زده کړه پر هر مسلمان نارینه او ښځینه باندي فرض ده) په رڼا کې یې د هلکانو او نجونو د زده کړو لپاره یې مټې را بډ وهلې.
خو په کور د ننه د انګرېزانو د لاسپوڅو بنیاد پرستانو له خوا یې پر وړاندي مخاليفتونه پیل شول، چې په دې منځ کې د سقاوی زوی هم لاس په کار شو، د غازي امان الله خان حکومت یې کافر او بې دینه وباله او پر کابل یې د برید تابیا ونیوله.
غازي امان الله خان له خپلو خلکو او وطن سره د مینې په خاطر د جګړې تر انتخاب د ور پرېښودلو پر هغه فکر وکړ او له وطنه جلا سو.
کیسه اوږده ده. څه به دي سر خوږوم. د سقاوی زوی د ۱۹۲۹ زېږدیز کال د جنورۍ په پنځلسمه کابل ته راغی او د جنورۍ په اتلسمه یې ځان د افغانستان با چا وباله.
له پاچا کېدلو وروسته یې چې څه بد په وس کې وو ویې کړل، چې بالاخره یې پر خلاف کرکې او پاڅونونه پیل شول او په دې توګه نو په فرانسه کې د افغانستان سفیر محمد نادرشاه د پښتنو قبایلو په ملاتړ پکتیا ته راغی او د پښتنو زلمیانو، منګلو، ځاځیانو، ځدراڼو او نورو اتلانو په ملاتړ یې د سقاو زوی زندۍ کړ.
دا وه، د سقاو د زوی کیسه. اوس راځو دېته چې د نن سقاویانو یې څومره د خپل پروني سقاو تګلاره تعقیب کړې ده.
د سقاو د زوی پلویان هڅه کوي، هغه واقعیتونه د تاریخ له پاڼو محو کړي،کوم چې د حبیب الله کلکاني له حماقته یې پرده پورته کړې ده. زه یې دلته هغه فرمان ته کتنه کوم، چې په ( د افغانستان تاریخي لیکونه او سندونه ) کتاب کې په ۱۳۶۶کال کې چاپ شوی دی. البته دغه فرمان د ۱۳۰۷کال د «حبیب الاسلام» خپرونې په نهمه ګڼه کې هم چاپ شوی دی.
حبیب الله کلکاني په دې فرمان کې د غازي امان الله خان ډېری اصلاحات د پردیو په لمسه لغو اعلان کړل او داسي یو فرمان یې صادر کړ.
فرمان پادشاهی
چون بمرحمت حضرت الهی و تائیدات دین رسالت پناهی به خلع به امانالله مخرب دین که یگانه آرزوی ما و شما بود موفق شدم از بدو جلوس خود اجراآت نامشروع او را ممنوع نمودهام برای آگاهی شما غیرتداران دین حضرت سیدالانام ذیلاً مینگارم.
د دې مقدمې پر اساس هر هغه څوک چې د سقاو د زوی ستاینه او اعزاز کوي، غازي امان الله خان ته سپکاوی کوي او غازي امان الله خان د افغانانو له هغو ارزښتونو څخه دی، چې مخالفت یې له ملي خیانت سره معال عمل دی او بس.
۲:- دستار که از طریقه و سنت آنحضرت است و ادای نماز بآن کامل میگردد موقوف کرده بود حکم دادم که بالکل دستار رواج باشد.
د سقاوی د زوی پر قبر راټول شوي، فاشیستان، بسم الله محمدي، عطا محمد نور، حاجي الماس زاهد، حفیظ منصور، امر الله صالح، یونس قانوني، محمد عالم ایزدیار، عنایت الله نظري او نور یې، د سقاو زوی اتل بولي مګر د هغه د فرمان دوهمه ماده نه مني، ځکه چې پګړۍ له سره پېژني نه او د ده د هډوکو د خښولو په مراسموکې هم لوڅ سر او یا له پنجشیري پکولونو سره تاوېدل.
۳:- البسه اسلامی که ترک شده بود برحال دانسته مشابه کفار را منع کردم.
د ظواهرو په دې جګړه کې خو عطامامد نور او مارشال فهیم له پکول، دسمال او اوږدو خیرنو جامو تر لوکسو درشیګانو را ورسېدل، مګر فرمان یې نه مني.
۴:- ترک ستر را که حکم کرده بود مسترد کردم.
نني سقاویان د سقاوی د زوی هډوکي محترم بولي، مګر د فرمان د څلورمې مادې پر خلاف یې د عبدالله کورنۍ په هند کې عیاشي کوي او د ده خو له یوې پېغلې سره روانه دعوه لا تر ننه نه ده خلاصه شوې. عطا محمد نور هم د خپلې لور میترا په نامه ټلویزیوني شبکه جوړه کړه او بېخاره نجونې په کې رقصوي. د امان الله ګذر اړوند رسنۍ خو تر ټولو په لوڅو او ماډرن سټایل ولا نجونو کې رقیب نه لري، څه موده وړاندې په کې دیوې سندرغاړې نیم لوڅ ټټر د فسبوک دنیا هم و لړزوله. د قانوني، صالح او بسم الله یې کور ودان چې دا هر څه په خپلو لوکسو باغونو او ماڼیو کې د ډیسکوټیک په بڼه تر سره کوي.
۵:- برآمدن زنان و دختران بالغه را بدون اجازه ولی شان و مکتب مستوراترا موقوف کردم.
عبدالله خېل او جمعتیان د سقاوی د زوی د هډوکو قدر کوي مګر د فرمان د پنځمې مادې خلاف یې بیا خپلې لوڼې او زامن په بهر کې زده کړې څه چې چهار عیب شرعي کارونه تر سره کوي. د سقاو د زوی د فرمان پر اساس باید په هیواد کې ټول د نجونو د زده کړي مرکزونه وتړل شي.
۶:- قطع ریش و بروترا موقوف کردم.
دا خو نو داسي ماده ده چې، منې که یا امرالله صالح ترې خلاص سي او یاهم هارون معترف. عطا محمد نور، خو لا یو وخت سل په سلو کې د سقاو د زوی د شپږمې مادې په اساس جوړ و، خو اوس نه. یو ځل بیا هم وایم تابوت یې پر سر ګرځوي، مګر د برېتو په اړه صادر سوی فرمان یې هر سهار له یک بار مصرف ماشین سره کوي.
۷:- مکاتب انگریزی و فرانسوی و جرمنی را موقوف کردم.
په دې سره نو د هیواد په ګوټ ګوټ کې د پردیو ژبو څانګې او ادبیات تړل کېږي او ښوونځي همچنان، چې داسي مادو ته پرتوګ ور اغوستل بیخي حماقت ته لا سپکاوی دی.
۸:- فرستادن دخترها را که در خارجه نموده بود چون بدناموسی ملت بود جایز ندانستم و آنها را خواسته دیگر فرستادن را قطعاً ممنوع نمودم.
د سقاو د زوی پر هډوکو راټولو شویو نجونو او ښځو! نو په تاسو کې خو هم یوه نیمه له هند، ترکیې او نورو هیوادونو تحصیلي سندونه لرئ، چې دا به څنګه سي؟
۱۰:- استخفاف علم و علما را مینمود و برخلاف آن احترام شان شرعاً واجب است.
د دې مادې پر اساس باید د پاکستان مولانا فضل الرحمان، قاضي حسین احمد او پر کابل ناست مولوي عبدلصبور ته درناوی وشي.
۱۱:- نفاقاندازی که بواسطه ترک مذهب و خرابی عقیده خود در اسلام انداخته بود برطرف نمودم زیرا تمام رویه را بر طبق مذهب حنفی نمودم.
د همګرايي د ټېم یاران که د سقاو د زوی خبره مني نو بیا یې محمد محقق او نور شیعه ګان په څنګ کې څه کوي او دوی بیا څنګه دا دعوه کوي، چې دلته باید، قومي،مذهبي او نژادي توپیرونه له منځه لاړ شي.
۱۲:- حساب هندسه انگریزی را رواج داده بود موقوف کردم.
د سقاوی زوی، ریاضیات منعه کړي دي، خو ګلبدین حکمتیار چې دی خادم دین رسوالله بولي بیا انجینیر دی،
د سقاوی زوی ریاضیات منعه کړي دي، خو احمد شاه مسعود چې پلویان یې سر ورباندي ماتوي بیا انجنیر ورته وايي. یوه ته یې خادم دین رسوالله وایي او هډوکي یې کوڅه په کوڅه ګرځوي او بل چې یې د همدې خادم ۱۲مه ماده نقض کړې ده اتل دی؟
۱۵:- حقوق بیتالمال را بخواهشات نفسانی خود صرف کرده مصارف ملا و مؤذن و مساجد را قطع کرده بود جاری ساختم.
که د سقاوی د زوی منئ نو بیا له طالبانو او ملایانو سره ټکر په څه ؟ بیا ولي وایاست چې درانه بمونه ورباندي وغورځوي. بیا ولي وایاست چې بنیاد پرستي په پاکستان کې ده، بنیاد پرستي په کلکانو کې را وټوکېده او په پنجشېر او کابل کې پالل کیږي.
۱۷:- حضرات مجددی را که پیشوای اسلامیان است محبوس ساخته بود رها ساختم که تلقین دینی نمایند.
د سقاو زامن له یوې خواد سقاو قدر کوي له بلې خوا بیا د احمد شاه مسعود په یوه تلین کې د حضرت صیب له خبرو کرکه کوي او ورڅخه را ولاړیږي، دروغجن، مکار او ټګمار یې بولي.
۱۸:- ملا عبدالله خان {مشهور به «ملای لنگ»} مرحوم سمت جنوبی را که در راه سربازی دین مقتول ساخته بود امر دادم که مرقدش درست و آباد کرده شود.
د سقاوی زوی د ګوډ ملا د اعزاز امر ورته کوي او دوی له ړانده ملا سره کلونه وجنګېدل.
نه وو د خداې کړه وو »»» او زموږ ورته کاته ووــــــــــ جنګ په غونډۍ وو »»» ګوډ ملا په افغانۍ وو
دا کیسه دیو څوغلو ده »»» جنازه ئې چې په شپو ده ـــــــ دوې غصب کړې پردۍ مځکه »»» دا ئې بله شوله سپکه
اوس تاریخ بدلول غواړي »»» د ده نوم اړول غواړي ــــــ د قاتلو نن دوران دۍ »»» د ډالرو برې باران دۍ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دغه افغانیست فاشیستان که هر څه کتابونه واړوي کومه ګته ورته نه لري۰ د نړي په کتابو کې لیکل شوی چې غل، غل وه او مجددي ورسره مل وه۰ (مثلاً چوګانوف۱۹۳۰، راسکولینکوف چې هغه وخت په افغانستان کې وه) نو د دوۍ لیکنې به څنګه واړوي۰
هغه چا چې دغازي امان الله خان په ضد ډیر تبلیغ وکړ مجددیان وو، هغه خلک چې خپلې ښځې ئې لوڅې په کابل کې ګرځیدلې۰ او بل ملا رباني چې لورانوئې د کمونستانو په بورسو په بلغاریه کې درسونه وویل او د ملت ښځوئې ته ئې د چادرۍ قانون صادرکړ۰ د عبدالله ښځه په هند کې سرلوڅه په پنجابي کالو کې ګرځي او د هالیوډ د فلمو جوړونه له نژدې ګوري۰ عبدالله چیرې په اسلامي اصولو برابر دۍ۰ دریشي ئې انګریزۍ، ږیره ئې ایرانۍ، نیکتائي ئې صلیبۍ۰
او پاچاي ئې ځان ته د جان کیري په مټو جوړه کړې هغه هم څه پاچائي یواځې د ارګ په دیوالوکې را ایساره۰(پاچاهان شارارا و شوربازار)۰
زه د تاجک قوم ډیر ډیر احترام کووم خو دخبل ځان(پښتون) قدر له خدایه وروسته تر هرڅه دمخه دی دا چی د تاجکانو ځینی بی ادبه او بی تربیه مشرانو نه زه دا پوښتنه کوم چی له اسمعیل سامانی وروسته په تیرو ۱۰۰۰ کلونو کی د خبل تاریخ پادشاه تاجک دی را وښیی!!!!
در وس تر لاس لانی په ۲ پیړیو کی دی یو تاجک را وښیي چی د ازادی نوم یی اخیستی وی
تا جکانو د ازادی نوم تر اوسه نه پیژنی او که پیژنی یی نو څو ک دي؟