تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰مه: د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کېد دوه کورنیو تر منځ نښته کې دواړو غاړو ته ۹ کسان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تاند ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه چې پېښه نن سهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په بوډاکڅ کې شوې ده چې له کبله یې ۹ کسان وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي.

نوموړی وايي، د کورنیو او کلیوالي اختلافاتو له کبله د دغې نښتې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي خو د پولیسو پلټنې یې روانې دي.

د یادونې ده چې په اطرافي سیمو کې زیاتره مهال دا ډول جنجالونه د ځمکو او جایدادونو پر سر راپورته کېږي.

2 thoughts on “ننګرهار: د دوه کورنیو په نښته کې ۹ کسان وژل شوي، ۴ ژوبل دي”
  1. د ۱۹۷۸ کال را پدی خوا د چور چپاوول ، غصب او زورواکی وحشتناکه ظلم حتی کلیو ته هم پراخوالۍ میندلۍ دی لنډه دا چی ټول افغانستان ددی تربیه شوو کمونستانو ، تربیه شوو تنظيمونو ، تربیه شوو طالبانو او تربیه شوو مصنوعی دیموکراتانو له خوا اور اخیستۍ دی او د افغان ملت کلتور او ملی یووالۍ ددی مردودو غلامانو په وسیله د افغانستان په هره برخه کښي وسعت مومی دا د ظالمو اجنبیو تهدابی پلان دی او بی غیرته او بی تفاوته تش په نامه منورین د ملت دی ټولو بدبختیو ته د تماشی په حالت کښي دی !!! ای د مونږ غیرتی او مبارزو نیکونو نیکونو د تاسو د پاکی شهادت وینو باندی د تاسو تش په نامه پاتی شوونی اهمیت او قدر نشی درک کولای او وخت په خالی بابولانو باندی تیروی !!!! اما زه پدی پوره ایمان لرم چی د افغانستان غیرتی ملت سربیره د یادو غلامانو ملی خیانتونو سره سره به دوباره خپل ملی استقلال تر لاسه کړۍ شی !!!! ددی په هیله

  2. غروال ورور باید د دغه شان تبصیرو لیکلو وخت کې د دوکتور لقب له خپلو نوم سره ونه لیکي ، ځکه املا او انشا به پرځای پرېږدو خو پرځان عریضه لیکل « بی غیرته او بی تفاوته تش په نامه منورین » د دوی پر لیکنه کې څه مانا لري؟ آیا کوم منور شخص دوی ته ویلي دي چې دعوه وکړئ او یو بل ووژنئ؟
    په هره پېښه کې که هغه حقوقي اړخ ولري یا سیاسي ، مسوولیت فردي دی. جنګ ، وژل ، یو بل ته سپکې سپورې ویل اوس د افغانانو عادت ګرځېدلی دی.

ځواب ورکول دوکتور غروال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *