ارشیف

وحيد بريال –

د ننګرهار اوسنی وضيعت د جدي اندېښنې وړ دی او  په دې اړه د حکومت بې غوري به کابل هم د بلا په خوله کې ورکړي. د ننګرهار د ناامنۍ او کړکېچن حالت ذمه واران  ښکاره دي.

:ولايتي اداره/ امنيتي بنسټونه

له والي نه رانيولې تر يوه عادي ماموره پورې ټول شپې او ورځې سبا کوي او د پاکستاني پوليسو غوندې د مياشتې دېرشم تاريخ ته په تمه وي چې ځه که نور څه نه وي په حکومت خو مې تنخا واړوله.

والي د څو لا وباله ځوانانو او هسې په نوم مدنيانو سره اوړي را اوړي ، دوی ورته وايي چې هېڅ خبره هم نشته دومره نا امني خو په کابل کې هم شته دا ځينې خبريالان هسې د ننګرهار تصوير خراب ښيي.

والي له خپلو اجرايوي واکونو څخه تر اوسه هېڅ ګټه نه ده پورته کړې، د ده رسمي حيثيت او دباندې د يو کراچيوان حيثيت يو شی دی، د دواړو په خوله څوک پياز نه خوري. توره يې وکړه او د لسو څخه د زياتو بندو شوو عمومي لارو څخه يې يوه (د څارنوالۍ سرک) خوشې کړ، په سبا يې بېرته وتړل شو، والي هم غلی شو.

راډيو ټلويزيون ته يې د شاه محمود شينواري د تقرر مکتوب د مسلميار له وېرې تر ځايه ونشو رسولی. د والي تر سترګو لاندې د غني خېلو ولسوال خاکسار طالبانو ته په مارکو بازار کې اجازه ورکړه چې له شتمنو خلکو څخه باج ټول کړي.

والي د پخواني قومندان حاجي زمان د ورور او د ډاکټر عبدالله د سلاکار حاجي امان خيري له خوا په تښتونو سترګې پټې کړې او د هغه دوسيي يې له رسنيو څخه پټې وساتلې، چې يوه دوسيه يې هم د ملي اردو د يوه جنرال تفسيرخان د زوی د تښتونې وه چې والي له رسنيو پټه وساتله.

کله چې د ولسمشر په مستقيمه لارښوونه د مافيايي بانډ يو هيرو حاجي فاروق ونيول شو، نو د ده نيونه هم والي له رسنيو څخه پټه وساتله او هڅه يې کوله چې د رسنيو پام بل لور ته واړوي. امنيه قومنداني د تښتونکیو او غلو بانډونه ښه پوره پېژني خو تر اوسه يې د يوه په وړاندې اقدام هم ونه کړ. د امان خيري، ابرار مراد، ګل کريم او … اختطافي او هدفي وژنو بانډونو په وړاندې هېڅ ونه کړل بلکې لا نور وپړسېدل.

جنايي پېښې هر ورځ د ښاريانو ترمنځ  پېښېږي، فاعلين د ښار له منځه په تېښته بريالي کېږي دا نو همدا يوه مانا لري چې دوی ورسره شريک دي.

د ملي امنيت مسوولين  ښه پوهېږي چې احمد څه کوي او محمود په څه اخته دی، د ښار دننه او په ولسواليو کې د وهابيانو ټولې مدرسې د داعش کنډکونه دي، د نارنج باغ  له مدرسې څخه څو ځل بمونه او واسکټونه ايستل شوي خو لا هماغسې چالانه ده.

د اسحاقزي مارکيټ په تاکاوۍ کې د طالبانو او داعشيانو سي ډيانې، کتابونه او رسالې ښکاره خرڅېږي، د ښار دننه په جوماتونو کې په ځانګړې توګه د جمعې ورځې په ويناوو او خطبو کې ښکاره د نظام د ړنګېدو خبرې کېږي، د جګړې روحيه ورکول کېږي خو ملي امنيت دا هرڅه د بيان د ازادۍ حکمت بولي.

کله چې په داعشيانو باندې بريدونه وشول او ساحه پرې راتنګه شوه نو ټول له يوې مخې ښارونو ته راښکته شول، اوس ويل کېږي چې بې غږه وسلې يې ترلاسه کړي او د ښار دننه په هدفي وژنو کې تر ډېره دوی ښکېل دي.

د پوهنتون څو محصلين ونيول شول خو محرکين يې لا هم د استادانو په حيث ارتې تڼۍ ګرځي او د دې پوهنتون د بدنامۍ اصلي جرړې (شرعيات او حقوقو پوهنځی) لا هم د افراطيت د ودې او توليد مرکزونه دي.

:طالب او داعش

په دې کې شک نشته چې طالب او داعش د ټول هېواد امنيت ګواښلی خو د دوی په وړاندې د مبارزې مېکانېزم ناکام دی.

که څه هم ناوخته دی خو بيا هم ماهي چې هر وخت له اوبو واېستل شي تازه وي، د هېواد په هر زون کې دې يوه يوه لويه مدرسه جوړه شي او بهر مېشتو افغان طلباوو ته هم خبرداری ورکړل شي چې تر يوه ټاکلي وخته پورې دې مدرسو ته خپل اسناد راوړي او زده کړې ته دې ادامه ورکړي که څوک رانغی له دې نېټې وروسته يې په پاکستان او ايران کې د زده کړې اسناد ناچله دي.

 په دې مدرسو کې دې د ديني زده کړو ترڅنګ عصري او د هېوادنۍ مينې زده کړې هم ورکړل شي تر څو په دې وطن پرستو ملايانو د طالب  او داعش غير معقول او خرافاتي فکر خنثی کړل شي.

د کور کلي هر ازاري او کوڅه ډب کس طالب او داعش دی، هغه دا لاره د يوې عايداتي سرچينې په توګه  وهي او د اجرتي قاتل په توګه د دې خاورې په ضد استعمالېږي.

له کله نه چې عرب کورخرابي افغان جګړې ته راغلل نو له ځانه سره يې د افغانستان د راتلونکې تباهۍ لپاره د وهابيت خوارجي فلسفه راوړله چې نن يې تاو زموږ ولسونو ته راووت.

هر وهابي او اهلحديث داعش دی، که کوم يو انکار کوي نو هغه د موقع په لټه کې دی.

دا د مذهبي جګړې تازه پيل دی که د دوی د افکارو د خپرېدو مخه ونه نيول شي نو راتلونکی مو تياره دی.

:ټوپکوالې کورنۍ

 پرته له شکه چې د ننګرهار د  نا امنۍ او د پرمختګ په وړاندې د خنډ او ځنډ مهرې همدا ټوپکوالې کورنۍ دي. د نړيوالو ځواکونو په راتګ سره خلک هيله من شول چې د دغسې جنګسالارو او ټوپکوالو زور به اوبه شي خو له بده مرغه د خلکو د توقع خلاف نور هم وپړسېدل.

د حاجي قدير کورنۍ د هغه له مړينې وروسته په خپل سر شوه، که څه هم د ننګرهار خلک يې له کوم مستقيم ګواښ سره نه دي مخامخ، خو د دوی کورنۍ ته وفاداره ټوپکوال په اختطاف، غلاوو او د ځمکو په غصب کې لاس لري، د حاجي ظاهر ورور حاجي جمال له پاکستانه په لاريو لاريو د خوراکي توکو قاچاق هم کوي.

د حاجي حضرت علي خېلخانې بيا په خلاص لاس د دولت زمکې او ډاګونه غصب کړي، د ګمبېري دښته يې نيمايي لاندې کړې، له درونټې بند سره يې هم مهمه دولتي ځمکه په خپلو خلکو وېشلې، په ښار کې په خپل نوم يوه مېنه هم لري چې دولتي ځمکې ته يې اسناد برابر کړل. دا کورنۍ شخصي وسله وال هم لري چې مخامخ يې امنيت ګواښلی، ګل کريم مخکني والي عطاءالله لودين ته مخامخ کنځل وکړل او د ډبولو اخطار يې هم ورکړ.

د مسلميار کورنۍ د داعشي او طالبي ګروپونو د پاللو ټيکه داران دي، د سياف فاميلۍ په نوم يې د کانال ځمکه غصب کړې او له ټاکلي حد څخه يې نوره کرنيزه ځمکه هم خرڅه کړې ده. دوی په دعوه جلبۍ کې نوم لري او د همدې فاميلۍ يوه نومره يې ان پنځه ځايه هم خرڅه کړې. څو رياستونه يې نيولي او خپل ناکاره خلک يې په کې ګومارلي، د حق العبور په تلو کې هم د ده خېلخانه راج چلوي.

د فريدون مومند کورنۍ د کانونو په غيرقانوني استخراج  او قاچاق کې لوی لاس لري او همدا ډول د کامې، ګوشتې او لالپورې خلکو ته پاکستاني شناختې کارډونه هم توزېع کوي.

څو نورې وړې کورنۍ هم د عامه شتمنيو په تالا ترغه، د خلکو په اختطاف، غلا او عامه او شخصي کورونو ته د جعلي قوالو جوړولو مهارت لري.

دا کورنۍ د خپلو ناروا کړنو لپاره هره چاره تر سره کوي ان که د يو چا د وژلو او تښتولو هڅه هم وي.

:پايله

د ننګرهار د ولسونو  غوښتنه هم همداده چې ولسمشر دې ننګرهار ته يو تکړه کاري ټيم جوړ کړي او يو باصلاحيته غير ننګرهاری والي دې له کليدي ريسانو سره راولېږي، په امنيتي ارګانو کې هم ژور بدلون ته اړتيا ده او د طالب/ داعش د نابودۍ لپاره دې يوه هراړخيزه ستراتيژي جوړه کړي. د افراطي فکر د خپرولو ټول مرکزونه او مدارس دې اصلاح او يا بند کړل شي.

درنښت

3 thoughts on “ننګرهار وژغورئ که نه کابل په خطر کې دی”
  1. ډېره په زړه پورې لیکنه ده
    د نارنج باغ د مدرسې او اهلدیثو په اړه دې دعوه بې بنسټه او دروغ ده، زه د نارنج باغ مدرسې ته تللی یم او پوره خبرتیا ترې لرم، د همدې مدرسې د مشر شیخ احمد شاه ورور مرحوم مولوي رحمت شاه د دولت د وسله والو مخالفینو لخوا په شهادت ورسېد او علت یې دا وو چې ولې وسلوال مخالفت ته دعوت نه کوې.
    وسله وال مخالفت د اهل حدیثو پورې اړه نلري کنه طالبان خو کټر حنفیان دي نو که د عقیدې خبره وي بیا خو ټول افغانان طالبان دي ځکه چې ټول د امام صاحب په مذهب دي
    بې پرې لیکوال نه یې، هیله ده عامه افکار تخریب نکړئ.

  2. بالکل درسره موافق یم که چیری دنارنج باغ مدرسه دداعش اوطالب مرکز وی نو ولی داعشیانو دوی سره دوښمنی راخیستی لکه ښه بیلګله یی عبدالله افغان یاده کړه او هره ورځ ورته ددولت ضد مخالفینو لخوا اخطارونه ورکول کیږی ددغی مدرسی علماو کرامو ته په مساجدو کی څوک بمونه ږدی او دوی ته ددعوت په لاره کی اساسی خنډ خو همدغه ددولت ضد وسلوال دی بس الله ج دی زمونږ په ولس نور ورحمیږی

  3. لیکوال د ننګرهار له مشکلاتو پوره خبر او ډیره په ځای لیکنه یی کړې ده . طبیعي ده چې په طالب او داعیشي به بده لګیدلي وي خو ، زمونږ د ننګرهار مشکل اصلا د همدې خلکو څخه دی . ننګرهار وړوکی ولایت دی خو خاماران په کې زیات دې وجه یې ددې ولایت ستراتیژیک موقعیت دی ، دلته ریښتیا هم د داسې یو والې ګمارنې ته ضرورت دی چې د لیکوال په لیکنه کې ذکر شوې داړه ماران مهار کړای شي دې ولایت ته د مولوې راتګ (چې په راتګ سره یې د ننګرهار په پوهنتون کې د حزبیانو او داعشیانو مړاوې جرړې بیرته راتازه شوې ) او یا د کندزې په شان بې وسه کس ګمارنه ریښتیا هم د ننګرهاریانو سره غټه جفا او د ملک سره د خیانت مترادف عمل دی .
    دارنګه په ملي احساس ولاړې لیکنې د هر افغان او د وطن د هر خواخوږي د زړه اواز دی او زه یقین لرم چې ټول په وطن میئن کسان دالولي نو یو څه د زړه سود یې پرې کیږي خو له بده مرغه یو هم د حقیقت د تائید او د لیکوال د ملاتړ لپاره له خپلې خوا یو دوه جملې د تبصرې په ټوګه نه لیکې خو هغه په زرونو کې یو مخالف د عبدالله افغان په شکل فورا خپل حقد د دین او مذهب په پرده کې پوښلی لوستونکو ته لیکې او د ( او د عامه افکارو د تخریب ) پړه هم په داسې یو لیکوال اچوي چې د حق او حقیقت په بیانولو یې د داړه مارانو څیرې بربنډې کړې دې.

ځواب ورکول عزیز ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *