ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځی انګړ کې، پرون شنبه چي د ثور له ۲۳ نیټې سره سمون خوري یوه لویه سیمینار غوڼډه چي د آنګلیسي څآنګې څلورم ټولګي محصلینو په ابتکار جوړه شوي وه، ستر نوښت او بیل رنګ له ځآنه سره درلود. یاده غونډه (board presentation) چي سهار مهال د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو سره پيل شوه ، چي پکې د یاد پوهنځی محترم ریس، ننګرهار پوهنتون د علمي چارو سلاکار ښاغلي معروف شاه شینواري د نوموړي پوهنځی استادانواو محصلینو برخه درلوده. له تلاوت وروسته د نوموړي پوهنځی قدرمن ریس الحاج پوهاند مسعود نیک بخت برخه والو ته خبرې وکړې، ښاغلي محصلینو او استادانو ته تبریکي وویله او دا ډول سیمینارونه چي محصلیونو پکې د مشخصې موضوع په ارایه کولو سره په ښایسته او ګلورینو کاغذونو او تختو جوړ کړی و خوښي وښودله او دا یې ددې پوهنځي لپاره ستر ویاړ وباله ده وویل،، دا لومړی ځل دي چي محصلین دا ډول د نظري درسونو ترڅنګ عملي سیمینارونه وړاندې کوي اوهم نورو محصلینو ته انګیزه ورکوی.نیک بخت زیاته کړه ،چي په راتلونکي کې نور پلانونه هم لرو، تر څو محصلین خپلې لاسته رواړنې ولري .
ښاغلی له قدرمن استاد پوهیالی زاهدالله عابد څخه نړۍ مننه وکړه چي ځوانان یی دیته هڅّه ولي او هغوي ته سالمې لارښوونې کړې. له دې ورسته ښاغلي نیک بخت د سپین غر راډیو سره په مرکه کې دا هم وویل
((( موږ د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې ۶ څانګې لرو او په دې شپږو څآنګو کې ۱۳۰۰ سوه محصلین په زده کړو بوخت دي چي د شپیتو تنو کدري استادانو لخوا ورته درس ورکول کیږي. ننګرهار پوهنتون اوس د مظاهرو ځآی ندي بلکي په علمي او اکاډیمیکه ځآی بدل شوي او موږ تر ډیره بریده هڅه کړي تر څو د محصلینو غږ واورو او ددوي نظر ته د قدر په سترګه وګورو.))))
نوموړی د خبرو په ورستۍ برخه کې دیته اشاره وکړه چي موږ د ننګرهار پوهنتون له ټولو ادارو سره په تماس کي یوتر څو مو په کارونو کي خڼډ او ځڼد رامنځټه نشي او ډير ژر به نور دا ډول ګټور کارونه ترسره شي چي موخه به یی د محصلینو په ظرفیت لوړونه کي مرسته وي. ورپسې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو سلاکار ښآغلی معروف شاه شینواري زیاته کړه چي د ددې زده کوونکو دا ډول علمي کارونه به زموږ سره تل د خاطرې په توګه پاته شي. ده وویل
((( ننګرهار پوهنتون هڅه کوي تر څو له نورو پوهنتونو سره علمي اړیکي ولري او دا ډول برنامې موږ ته لاره اسانه کوي. له تاسې ټولو او استادانوزیات خوښ یم ،چي تر اوسه مو د پوهنتون اوصولو ته درناوي کړي او لا مو خپلو درسونه ته ادامه وکړې.))))
ښاغلی شینواري هیله څرګنده کړه چې نور محصلین هم دا ډول لاسته راوړنې ولري او په ښوونکو یې غږ وکړ چې د محصلینو سره لازمې مرستې وکړئ. انګلیسي څآنګې امر ښآغلی میرویش شینواري هم خپلو خبرو کې یاد کار یو هنر یاد کړ. او وویل چی نن ثابته شوه چي تاسي د ژبو د سمون په هره برخه کي مسلکي او روزلي اشخاص بلل کیدلی شي. د یادې غوڼډې د کتنې او مشاهدې برخه چې د ننګرهار پوهنتون استادانو ترڅنګ ښاغلی ریس او د پوهنتون علمی سلاکار برخه درلوده د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوه. چي ګڼ شمیر محصلینو، استادانو د هغوي د کتلو او لوستلو لپآره راتلل. هیره ده نوي چي یادو محصلینو هر وګړي ته بیل بیل معلومات ورکول. له سپین غر راډیو سره په مرکه استاد زاهدالله عابد وویل چي موږ دې زده کوونکو ته لارښووني وکړي او هغوي ته مو د هر ډول فعالیتونو زمینه برابره کړه. ده وویل دا هر څه د له دوي سره د ماستري په برخه کی زده کړې لا هم اسانه کوي تر څو مخکې لاړ شي او نور درسونه هم ووایی. له بلې خوا استاد لطیف الله غفوري له یادې رایډیو سره په خبرو کي وویل
(((( دا له پخوا په پوره مانا توپیر لري ځکه زموږ ټول استادان په خارج کي زده کړې نو طبعي ده چي ددوي پرکړنو به اثرات وی. د ننګرهار پوهنتون تل هڅه کړې تر څو بااستعداده ځوانان ټولنې ته تقدیم کړي خو پخوا موږ له محیطی او سیاسي ستونزو سره مخ وو چي اوس دا مسله بیخی حل شوی ځکه چي دا نن ورځ یی یو مثال دی.)))
استاد دا هم ویل دا په ټولنیز ژوند هم ستر اغیز لري او د خلکو میلان د علم په لوري ډیریږي. له ورته کارونو او څلورکنې دورې څخه محصلینو هم خوښي ښودله. ددوي په وینا لومړي کی دا کار یو څه ستونزمن خو وروسته د استاد په لارښوونه ورته هر څه اسانه شول. دوي له هر ډول امکاناتو چی یاد پونځي یی لري راْضی و خو ولي بیا هم نورو لوازیمو اوتوکي ته اړتیا لیدل کیږي. که څه هم د دهر چآ موضوع له نږدي اوریدل کیده او دا بهیر لا روانو خوسره له دې، د غونډې لپاره نور محصلین هم راتلل تر څو دا هر څه له نږدې وګوري او هلته د یو څو دقیقو لپاره مطالعه وکړي. د غونډې په پای کي اول، دوهم او دریم مقام ګټونکي اعلان او ورته ډالي ورکړل شوي.
راپور: قدیرالله شیروزی
راځئ له احساساتو تېر شو، د دې پوهنتون د سمون هڅې وکړ، باور وکړئ، چې دا پوهنتون داعشیان روزي، داعش توندلارۍ او افراطیت په ختیځ کې ژورې رېښې کړې او لا هم نور پیاوړي کېږي.نور مو خپله خوښه
بلکول حقیقت دی