پخوا چې ننګرهار د علم او ادب د زانګو نوم ګټلی و، اوس يې هغه جال و جلال نه دی پاتې او دا سیمه اوس د جنګ او جګړې پر یوه لوی مرکز بدله شوې ده.

ننګرهار سرحدي ولایت دی او ډېری خلک يې د خپلو ورځنیو چارو د تنظیم په موخه پېښور ته ډېر تګ راتګ کوي، ډېر خلک يې له هماغه پولې ها خوا افراطیت ته روزل کېږي.

په دغه سیمه کې پخوا یوازې د ټول ختیځ په کچه د ننګرهار لوی پوهنتون موجود و، خو له ښه مرغه په ختیځ کې کونړ او لغمان هم دولتي پوهنتونه لري او سلګونه محصلان پکې پر زده کړه بوخت دي.

په ختیځه سیمه کې د درېیو پوهنتونو د محصلینو لنډ جاج کې واخلئ، نو در معلوم به شي چې دلته افراط څومره عام او عام ذهنیت يې څومره ویجاړ کړی دی.

د یوه ملګري د خولې خبره ده چې ویل يې په کونړ کې د ننګرهار پوهنتون له یوه محصل سره مخ شوم او د اوسني نظام په اړه مو بحث کاوه.

ملګری مې له کابله کونړ ته ورغلی و.

د ملګري په وینا چې د ننګرهار پوهنتون محصل په دې باور و چې او ځانته يې د یوه مفتي حق ورکاوه چې ګوندي د افغانستان د ملي پولیسو او ملي اردو د سرتېرو وژل سم او روا عمل دی.

دغه افراطي محصل د خپلې خبرې د دلیل او پخلي لپاره یوازې دا ویل چې دوی د بهرنیانو ساتنه کوي او پکار ده چې په لومړي خط  کې دوی ووژل شي او بیا بهرنیان.

 د محصل فکر او پوهه چې دومره لنډه او کوچنۍ شي چې د یو مسلمان پر وژلو مطلق حکم کوي، نو د دا ډول محصلینو د مهار کولو لپاره څه کول پکار دي؟

 د ننګرهار پوهنتون له محصلینو سره  چې مخ شې او ځان د کابل پوهنتون محصل ور وپېژنې، ډېر ورته ناسم او د هغوی په باور بې تفاوته انسان يې.

په ختیځه سیمه کې د ځانمرګو برېدنو او نورو ورانکارو فعالیتونو ترسره کوونکي اکثریت د ننګرهار پوهنتون افراطي محصلین دي.

چې ښه بېلګه يې څه موده له مخه په جلال اباد ښار کې د څو تنو نیول کېدل ول، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف وکړ او وویل چې په  جلال اباد کې د کابل بانک پېښه، د ولایتي شورا د غړې انکېزې شینوارې وژل او دغه راز د ډوله کي بابا د زیارت د چادونو او وژنو مسوولیت يې ومانه.

دغه ګروپ چې د ملي امنیت ځواکونو ونیو دا ټول محصلین ول.

دا محصلین په دومره کچه نمک حرامي دي چې مې کړه پوښتنه، دولت پر دوی څومره لګښت  وکړ، میلیونونه افغانۍ د دوی پر تدریس او اعاشه ولګول شوې، خو نن بېرته همدا محصلین د همدې نظام پر ضد جنګېږي.

که د دولت استخباراتي بنسټونه په محلصینو کې پراخ نفوذ ونه کړي او د دوی ورځني فعالیتونه په  جدي ډول تعقیب او ونه څاري، نو دا به یوازې په ختیځه سیمه کې ننګرهار پوهنتون نه وي چې بشري افراطي قوه تولید کړي؛ بلکې د هېواد لوی پوهنتونونو ته به دغه مکروب سرایت وکړي او زرګونه محصلین به افراطیان شي او بیا به همدا واکمن نظام راوپرځوي.

دولت ته پکار ده چې په ننګرهار پوهنتون کې د افراطیت مخه ونيسي او هغه محصلین  چې جرمونه پرې ثابت شي، سنګینه جزا دې ورته ورکړي.

7 thoughts on “ننګرهار پوهنتون سلګونه افراطیان فارغ کړل/ هارون ودان”
  1. سلام!
    وروره د دیر تبصری حخه به تیر شو او په لندو تکو درباندی نقد کوم:
    د ننگرهار ولایت یو سرحدی ولایت دی خو د ننگرهار خلک لکه پخواپه شان علم دوست او علم پروره خلک دی کیدای شی عقدوی او یا هم غلط فهمی شکار شوی یی او دا دول لیکنه د کری وی.
    ننگرهار د خارجی دشمنانو شکار شوی او داخلی دشمنان یی ورپسی لیکنی او دسیسی جوروی.
    د کابل بانک انتحاری کی ننگرهاریان ووژل شول او انگیزه شینواری هم یوه ننگرهای وه چه شهیده شوه
    افراطی کسان یوازی په یو ولایت کی دی او که په نورو ولایاتو کی به هم وی خو د یو کس په خاطر تولو باندی د افراطیت تور تاپه لگول حماقت دی
    دا شه نظر دی چه په پوهنتونونو کی د افراطیت مخه ونیول شی
    مگر د ننگرهار پوهنتون په تولو محصلینو باندی د افراطیت تاپه وهل غلط دی اشتباه دی کری
    زه د یو ننگرهاری په صفت دا لیکنه غندم دا لیکنه یو عقدوی او تعصبی لیکنه ده.
    مننه

  2. لیکوال داسی لیکنه کڑی لکه ٹول پوهنتون چی بس په افرطیت کی اخته وی…
    پوهنتون کی خه خلک ڈیر وی…ته باید یو محصل یاد کی نه پوهنتون

  3. زما یو تجارتی شرکت دی د ننگرهار، پکتیا او نورو هغه پوهنتونو فارغ چی کوم محصل یی ترهه گری کری پکی نه نیسم.

    نه غوارم انتحاری ته کار ورکم.

    هزاه هم ارزانه کار راته کوی، هم خه کار کوی، د اوداسه په بانه دیر وقت هم نه ضایع کوی او ترهگر هم نه دی چی ویره تری ولرم

    باوری یم چی هر کار ورکونکی به دا وغواری

  4. ډیری خبری ښی نه دی .له اشغالګرو ځواکونو سره جهاد فرض دی که یی څوک نه کوی د ضعیف ایمان خاوند دی .او د لیکنی په باره کی باید ووایم هر څوک چی د کفارو ملاتړ کوی اول د هغی وژل پکار دی

  5. وروره هسې هوا ګزوی! په ننګرهار پوهنتون کې څه باندې ۱۵۰۰۰ پوهنپالان زده کړې کوي، دا ټول د ننګرهار د پوهې د ټاټوبي اوسېدونکي نه دي. په دې کې وردګ شته، پکتیاني، پکتیکاوال، خیستوال، زابلیان، کندهاریان، شمالییوال، هزاره، اوزبیک، پشه یی، هراتیان، کندوزیان، لنډه دا چې د هر ولایت اوسېدونکي.

    هغه بې غیرته چې د مور له خېتې بې غیرته او د خپل او پردي پېژندونکی نه وي، خپل ملي پولیس او اوردو ورته دوښمنه ښکاري، که هغه په وردګو کې هم وي نو همدا به یې خیال و فکر وي، که په هرات کې هم وي همدا به یې فکر وي، که په کندوز یا ننګرهار.

    ننګرهار د پوهې ټاټوبی دی، مګر دا په دې دلالت نه کوي چې یو رزیل انسان دې په دې ټاتوبي کې د دوه درې کالو په تېرولو سره خپل هغه وطن او هېواد دوښمنه افکار چې د مور له خېټې په پیدا کېدو، خاپوړو، ښوونځي، کوڅه، کور کلي کې یې خپل کړي وي، صرف په ننګرهار پوهنتون کې د دوه کلونو په تیرولو سره بدل کړي او ترې واوړي.

    نو ننګرهار د پوهې کور دی، دومره به ننګرهار وکړي چې دې د ارزل زوی ته له ترهګریز فکر سره سره، یو څه اندازه پوهه ورکړي، او اوس که ددې ځناور، ځناورتوب له انسانیته ډېر و، نو د ننګرهار دا دوه درې کاله د پوهې وکړه به ددې ځناور په فطري رزالت څه اغیز ونه کړي!

  6. Ihsan john! shoma hem lotf kerdeh , haqayiq-e hazareh,tajik ozbek ra hem beyan nomaieed!

    Av da bel mola ddizel-e pazlo!! bel most`aar noom de na derlodi?; isi-iest mola fazlo Jatt-chaudery kho ella d` njonu d Patlun & zilzilae efvahat khperavi!

ځواب ورکول زمری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *